د محمود شاه حبیبي د لادرکه کېدو څلورمه کلیزه؛ امریکا یې د موندلو لپاره پنځه ميليونه ډالر جايزه ټاکلې

د عکس سرچینه، FBI
د افغان- امریکايي وګړي محمود شاه حبيبي د لادرکه کېدو د څلورمې کليزې په تړاو د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) له خپلې کورنۍ سره د هغه د یو ځای کېدو په برخه کې پر خپلې ژمنې یو ځل بيا ټينګار کړی دی.
دې ادارې ويلي چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۲ کال د اګست پر لسمه د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست مامورينو ښاغلی حبيبي او د هغه موټرچلوونکی له ګاډي ښکته کړي او د اسيا مشورتي ګروپ مخابراتي کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یې يو ځای نيولی دی.
په واشنګټن کې د اېف بي ای د ترهګرۍ ضد مبارزې د برخې لوړپوړي مامور برګوالډ په دې اړه ويلي، "اېف بي ای لا هم ژمن دی چې محمود خپلو عزيزانو، په ځانګړي ډول خپلې لور ته" چې د هغه د ورکېدو پر مهال یې عمر له يوه کال کم و بېرته ور وګرځوي.
په همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ډان براون چې له قطره د دې سفارت چارې سمبالوي، په پښتو، دري او انګلیسي د محمود شاه حبیبي د ورکېدو د څلورم کال په مناسبت بیان خپور کړی.
ښاغلي براون ویلي هېڅ دلیل نشته چې دا موضوع دې حل نشي او دا چې امریکا لا هم کور ته د ښاغلي حبیبي د ستنولو لپاره ژمنه ده او د دې کار لپاره د اړینو ګامونو اخیستو ته چمتو دي.
د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي د هغه د ځای معلومولو، ژغورنې او بېرته راستنولو لپاره د معلوماتو په بدل کې تر پنځه میلیونه ډالرو پورې جایزه ورکول کېږي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ځايي رسنیو ته ویلي چې حکومت یې د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه لري او هغه د دوی له خوا نه دی نیول شوی او له دوی سره نشته دی.

د ۲۰۲۲ کال د اګست پر دویمه، د امریکا د هغه مهال ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه د امریکا یوې بېپیلوټه الوتکې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د القاعدې شبکې مشر ایمنالظواهري وژلی دی.
د ایمن الظواهري له وژل کېدو څلور ورځې وروسته، د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې وویل چې کابل ته د هغه له راتګ او هلته له اوسېدلو خبر نه و. خو وروسته له دې خبر سره یو بل خبر هم خپور شو چې د طالبانو حکومت محمودشاه حبیبي نیولی دی.
د محمود شاه حبیبي مشر ورور، احمدشاه حبیبي د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۹مه د امریکايي خپرونې "د هیل" لپاره په یوه مفصله مقاله کې ليکلي وو چې د هغه ورور د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې نیولی او ادعا یې وکړه چې ظاهراً د هغه قضیه د ایمن الظواهري له وژل کېدو سره تړاو لري.



















