پي اېس ایل؛ اسلام اباد یونایټېد لوبډله له ملتان سلطانز سره پایلوبې ته ووته

د عکس سرچینه، Peshawar Zalmi
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ نهم پړاو په یوه مهمه سیالۍ کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې پېښور زلمو ته له ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ځان ورساوه.
بیګا شپې اسلام اباد یونایټېډ د پېښور زلمو د ۱۸۵ منډو هدف په ۱۹م اوور کې یوازې د پنځو لوبغاړو له اوټېدو وروسته پوره کړ او لوبه یې د پنځو وېکټو په توپیر وګټله.
په دې لوبه کې که څه هم د اسلام اباد یونایټېډ پیل هم ښه نه و او یوازې په ۲۱ منډو یې درې لوبغاړي اوټ وو خو وروسته عماد وسیم او حیدر علي په ښې توپوهنې لوبډله تر بریا او پایلوبې ورسوله.

د عکس سرچینه، Peshawar Zalmi
عماد وسیم ۵۹ او حیدر علي د لوبډلې په ګټه ۵۲ ارزښتناکه منډې جوړې کړې.
له دې مخکې اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې د کوټې لوبډله هم له روانو سیالیو بهر کړې وه.
له دې پرلپسې بریاوو وروسته به اسلام اباد یونایټېډ لوبډله سبا (دوشنبه) له ملتان سلطان لوبډلې سره د پایلوبې مهمه لوبه کوي.
د دواړو لوبډلو تر منځ پایلوبه کراچۍ کې د پاکستان پر وخت د مازدیګر ۴ بجې پلان ده.
د پاکستان سوداګریز کرېکټ غوره لیګ نهم پړاو میاشت وړاندې (د فبرورۍ ۱۷مه) لاهور کې پیل شوی و.
د پاکستان سوپر لیګ کې د افغان لوبغاړو تر بل هر وخته کمرنګه ګډون

د عکس سرچینه، @LAHOREQALANDARS
په سږنيو سیالو کې د پېښور زلمو لوبډله یوازینۍ هغه وه چې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي ورسره وو.
د افغانستان نوین الحق او وقارسلېمانخېل دغې لوبډلې خپل کړې وه او نوین الحق په دوبۍ کې د افغان ملي لوبډلې سره له یو ځای کېدو مخکې د پېښور زلمو په ځینو بریاوو او بل پړاو ته رسېدو کې مهم رول درلود.
نورو افغان لوبغاړو د ملي لوبډلې سره د مشغولتیا او ځینو نورو دلایلو له کبله په سږني سیزن کې ګډون نه و کړی.
د پېښور زلمو لوبډله په تېرو ۹ ټولو لوبلړیو کې هر کال د اتلولۍ ګټلو نږدې مقام (پلې اپ) ته رسېږي خو تر اوسه یې یوازې یو ځل پایلوبه یا د پی اېس اېل جام ګټلی دی.

د عکس سرچینه، Peshawar Zalmi
د دغې لوبډلې مشر روزونکي وېسټ انډیزي ډېرن سیمي له دغې ماتې وروسته ویلي "له جام ګټلو پرته هر کال تر پلې اف سیالیو رسیدل څه اهمیت نه لري."
هغه وویل لوبډلې ته یې د لاسیالو ګټلو اړتیا وه او یوازې د اتلولۍ تر سیالیو نږدې رسیدل څه ګټه نه لري "تر هغې چې خپله اتلولي ونه ګټو."
چا ډېرې اتلولۍ ګټلې؟

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو دوه دوه اتلولۍ تر اوسه اسلام اباد یونایټډ او بیا په تېرو دوه کالونو کې سر په سر لاهور قلندرز ګټلې.
د پي اېس اېل لومړي پړاو اتلولي اسلام اباد یونایټېډ ګټلې وه او په ۲۰۱۸م کال کې یې دویمه اتلولي هم ګټلې، وکتل شي چې له دې وروستۍ اتلولۍ پنځه کاله او پنځه سیزنه وروسته سبا بیا دریم جام ګټي که ملتان سلطان به د دویم جام ګټلو ویاړ خپل کړي.
که اسلام اباد دا پایلوبه وګټي نو د درې ځلې اتلولیو ګټلو لومړنۍ لوبډله کېږي.
له دې وړاندې ملتان سلطان یوازې یو ځل په ۲۰۲۱م کال کې اتلولي ګټلې وه.
پېښور زلمو، کراچۍ کېنګز، کوټې هم یوازې یو یو ځل د اتلولۍ جامونه وړي دي.


















