امریکايۍ ښځې او مېړه ته د پوځي رازونو خرڅولو په تور د بند سزا اورول شوې

د خپرېدو وخت

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پخواني انجینر او د هغه ښځې ته د جاسوسۍ او پر يوه بهرني هېواد د پوځي رازونو د خرڅولو په تور د بند سزا ورکړل شوې.

۴۲ کلن جوناتن ټوبي د سمندري ځواکونو د یوه عملیاتي مشر په دفتر کې کار کاوه. هغه پر یوه بهرني هېواد پر اټومي وسلو د سمبالو امریکايي اوبتلونو په اړه د محرمو مالوماتو د خرڅولو پر مهال نیول شوی و. د هغه هېواد نوم نه دی یاد شوی.

دغه کس ته په لویديځه ویرجینیا کې د اتلسو کلونو بند سزا اورول شوې ده خو مېرمنې ته يې د تمې خلاف ډېره یاني ۲۱ کاله د بند سزا ورکړل شوې.

په دې قضیه کې د ښکېل قاضي د مالوماتو له مخې دې ۴۲ کلنې ډيانا نومي ښځې د دغو عملیاتو مشري کوله. ډيانا پخوا ښوونکې وه.

محکمې ته د رسېدلو شواهدو له مخې د دې مېړه به په ځينو خاصو ځایونو کې محرم مالومات پټول او ښځې به څارل او خوندي کول. یو ځل خو یې ان خپلو خوړو (سنډويچ) کې میموري کارډ پټ ايښی و.

مدافع وکیل جوناتن ته اوولس نیم کاله او ښځې ته یې درې کاله بند کافي ګاڼه خو امریکايۍ قاضۍ جینا ګرو وویل چې په دې قضیه کې ښځه هم شریکه ده او دا سزا ورته کمه ده.

قاضۍ همدا راز د ډیانا دې چلند هم قهرولې وه چې د دوی د نیولو پر مهال يې خپل مېړه ته یو لیک ورکړی و او پکې لیکل شوي وو چې په دې قضیه کې دې دا نه ورښکېلوي او هر څه دې پرخپله غاړه واخلي. خو د لیک ورکولو پر مهال ډيانا ونیول شوه.

"هغې غوښتل مېړه یې دروغ ووايي."

جوناتن د تېلو په زور د اوبتلونو چلولو کې ډېر ماهر و او تر سمندر لاندې چلېدونکو پر اټومي وسلو سمبال دغو بېړیو په اړه مالومات محرم او په کلکه ساتل کېږي.

له امریکا یوه بهرني هېواد ته د جاسوسۍ کولو دا هڅه د تېر ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې پيل شوې وه.

محکمې ویلي، جوناتن یوه ملکي کس سره په اړیکه کې و او هغه ته یې یوه کڅوړه ورلېږلې وه چې یو لیک پکې و. لیک کې لیکل شوي وو چې د دغو اټومي اوبتلونو په اړه مالومات ورسپارلی شي.

د نیویارک ټایمز خبر له مخې د جوناتن له لوري د دې اړیکې په اړه برازیلي چارواکو د امریکا ایف بي ای ادارې ته خبر ورکړی و.

تر هغې وروسته د ایف بي ای چارواکو ځانونه د یوه بل هېواد څارګرو په توګه معرفي کړي وو او له جوناتن  سره یې اړیکه نيولې وه چې هغه ځينې پټ مالومات ورکړي وو.  

تر څو میاشتینیو خبرو وروسته دغه تورن کسان د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کرپټو کرنسۍ پر مټ هغوی ته د پټو مالوماتو ورکولو باندې سلا شوي وو.

تېره جون میاشت کې دوی دواړه د دغو محرمو مالوماتو د خرڅولو لپاره لویديځې ویرجینیا ته تللي وو.

محکمې ویل، جوناتن په یوه سينډيوچ کې میمیوري کارډ ځای پر ځای کړ او هغه يې په یوه خاص ځاي کې کېښود. وروسته ډيانا هغه ځای څاره چې د کوم چا خو به ورپام نه وي.

بیا څارګر ورغی او هغه کارډ یې راواخیست او دوی ته یې د کرپټو کرنسۍ پر مټ پيسې ورولېږلې.

کله چې د ایف بي ای چارواکو هغه میموري کارډ پرانیست نو د امریکا د اټومي اوبتلونو د ري ایکټرونو په اړه مالومات پکې وو.

تېره اګست میاشت کې یو ځل بیا جوناتن همداسې وکړل او ځينې نور مالومات يې هم ورولېږل. دا ځل هغه محرم مالومات د ژاولو په یوه ډبي کې پټ ایښي وو.