د طالبانو حکومت دوکاندارانو او کسبګرو لپاره ثابته مالیه کې تخفیف او معافیت اعلان کړ

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اصنافو یا دوکاندارانو او کسبګرو په ثابته مالیه کې د تخفیف او معافیت پرېکړه کړې ده.‌

د دې پرېکړې له مخې به له هغو هټیوالو او کسبګرو نوره ثابته مالیه نه اخیستل کېږي، چې په کال کې له دوو میلیون افغانیو کم پلور لري او تر دې د ډېر پلور لپاره هم ثابته مالیه له صفر اعشاریه ۵، - صفر اعشاریه درې سلنې ته راټیټه شوې ده.

دا پرېکړه د طالبانو مشر مولوي‌ هبت‌الله اخوندزاده کړې او نن (پنجشنبه) د دوی د حکومت چارواکو لخوا کابل کې اعلان شوه.‌

د طالبانو په حکومت کې د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند د رسنیو مرکز کې په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دا پرېکړه ولس او کاروباریانو ته د اسانتیا لپاره شوې.

هغه په دې لړ کې تېر کال صنعت کارانو لپاره هم له څلور سلنې نیمه په نیمه د مالیې د راټیټېدو یادونه هم وکړه.

اصنافو خونې پر دې پرېکړه خوښي‌ ښودلې.

د دې خوني رئیس حاجي شرین آغا سخي ویلي، چې د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف د اسانتیاوو برابرولو برخه کې "ستر اقدام" ګڼي.

ثابته مالیه د اصنافو د پلور (فروشاتو) اندازې ته په کتو اخیستل کېږي، خو د طالبانو حکومت چارواکو دا نه دي ویلي، چې د دوکانونو او کسبګر کلني عواید څنګه او د کوم میکانیزم له مخې محاسبه کوي.

"له ولس بوج کمول" او "د انصاف پر لور ګام"

ملا محمد ناصر اخوند

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، ملا محمد ناصر اخوند - د طالبانو حکومت کې د مالیې سرپرست وزیر

مالیات د طالبانو حکومت، چې نړیوالې مرستې پرې بندې دي، د بودېجې او نظام چلولو لپاره د مالي سرچینو یوه اصلي برخه ګڼل کېږي.‌

دوی د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د عشر او زکات کمېسیون هم لري.

شکایت دا دی چې افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته مالیې ډېرې شوې او ان له ډېرو کوچنیو کاروباریانو او کسبګرو هم اخیستل کېږي.

له متشبثیو پر ثابتې یا د فروشاتو له مالیې سربېره د جوازونو اخیستلو او تمدیدولو، د ښاروالۍ د صفایۍ،‌ د عوایدو، د کاریګرو د معاشاتو، د ځای د کرایې او تر تېرې میاشتې د لیکدړو یا لوحو مالیه هم اخیستل کېده.‌

د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په نننۍ غونډه کې ومنله چې د اصنافو استازیو به د دوی له مسئولینو سره په لیدنو کې د مالیې د کمښت او تخفیف غوښتنه کوله.‌

هغه وویل، د هټیوالو او کسبګرو د ثابتې مالیې د کمښت او معافیت حکم د ۱۴۰۳ کال له پیله د تطبیق وړ دی او دا چې د دې "ښې اسانتیا" ګټه به "ټول ملت" ته ورسېږي.‌

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

بله خوا د افغانستان د متثشبثینو عالي بورډ مرستیال عبدالصمد هوتک بیا وايي چې انصافو لپاره د ثابتې مالیې تخفیف او معافیت ښه اقدام دی، خو بازار کې به یې پر بیو اغېزه ډېره محسوسه نه وي.

هغه بي‌بي‌سي ته ویلي که د غټو کاروباریانو او سوداګرو ثابته مالیه چې څلور سلنه ده، راکمه شي نو عامو خلکو ته به یې ګټه ډېره او د توکو بیې ورسره راټیټي شي.

د طالبانو په حکومت کې د چارو ادارې د لوی ریاست سرپرست مولوي نورالحق انور هم دا "د عدل او انصاف په لور یو بل ګام" وباله چې د نوموړي‌ په وینا د "ولس لپاره ښه پیغام لري".

د طالبانو په حکومت کې د لوړو زدکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم بیا ویلي، چې د مالیاتو د کمښت پالېسي یو "دیانت" دی او دا ګام له ولس څخه د "بوج لېرې کولو" په موخه اخیستل کېږي.

د طالبانو په حکومت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي بیا په دې غونډه کې له اصنافو او خصوصي سکتور غوښتي چې د حکومت د همکارۍ بدل کې بېرته له حکومت سره "بشپړه همکاري وکړي".