د امریکا د استازو جرګې مشر د تاریخي پریکړې له مخې ګوښه کړای شو

د خپرېدو وخت

د امریکا د استازو جرګې مشر کېوین مک‌کارټي بالاخره‌ ګوښه کړای شو‌. دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دغه هېواد د کانګرس د استازو جرګې یو مشر د استیضاح له لارې بېواکه کېږي.

د سې‌شنبې ورځې د استیضاح دا پروسه له دې کبله نسبتآ ورو او اوږده وه چې د جرګې ټولو غړو پکې رایه کاروله.

شاوخوا ۲۱۶ استازو چې ۸ پکې د ښاغلي مک‌کارټي خپل مخالف جمهوریپال وو، د هغه بې واکه کېدو ته رایه ورکړه.

۲۱۰ نورو استازو چې ټول جمهوریپال وو، د جرګې د مشر ملاتړ وکړ، خو هغه یې ونشو ژغورلی.

د ښاغلي مک‌کارټي د ګوښه کولو پروسه د هغه د خپل جمهوریپال ګوند استازي 'مت ګېتز' په غوښتنه پیل شوې وه.

د امریکا استازو جرګه کې د ښاغلي ګېتز په مشرۍ د ښي اړخو جمهوریپالو فراکسیون کېوین مک‌کارټي ته په دې په غوسه وو، چې ګوندې روانه اوونۍ یې له دیموکراتانو سره فدرال ادارو لپاره د لنډمهاله بودېجې په تصویبېدو کې همکاري کړې ده.

دوی غوښتل چې د ۴۵ ورځو په دې بودیجه کې دې اوکرایین سره د پوځي مرستو پر بندېدو سربېره د فدرال ادارو لګښتونه هم راکم کړای شي.

په دې لنډمهاله بودېجه کې که څه هم د جو بایډن حکومت ته له اوکرایین سره د مرستې لپاره پیسې ورنه کړل شوې، خو د فدرال ادارو لګښتونه بیا پر خپل حال پاتې شول.

مت ګېتز په استازو جرګه کې د فلورېډا او کېوین مک‌کارټي د کالیفورنیا استازی دی.

دمګړۍ د شمالي کارولینا استازی 'پاتریک مک‌هنري' چې د ښاغلي مک‌کارټي ملاتړ یې کړی و، د استازو جرګې لنډمهاله مشر ټاکل شوې، خو لا مالومه نه ده چې جمهوریپال به د چا پر رسمي مشرۍ سره سلا کېږي.

ښاغلي ګېتز ادعا کړې وه،‌ چې ګوندې ښاغلی مک‌کارټي غواړي اوکرایین سره د پوځي مرستو لپاره د بودېجې جلا مسوده هم رای اچونې ته وړاندې کړي.

خو د استازو جرګې مشر دا ادعا رد کړې وه.

اوس د امریکا د استازو جرګې د مشر د بېواکه کولو دا بریالۍ پروسه په جرګې جرګه کې د ښي اړخي جمهوریپالو دغه فراکسیون ته یوه ستره بریا بلل شوې.

امریکا کې د استازو جرګي ریاست دغه هېواد کې له ولسمشر او مرستیال ولسمشر را وروسته دریم لوړ سیاست پوست دی.

د جرګې مشرۍ ته د کېون مک‌کارټي راتګ او تګ دواړه تاریخي وو

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل شو چې د استازو جرګې غړي یې خپل مشر بېواکه کوي.

څو دیموکراتو استازو که څه هم د ښاغلي‌ مک‌کارټي د ژغورنې مشروط وړاندیز کړی و، خو پای کې یې پرېکړه پر دې شوه چې ټول به یې ګوښه کېدو ته رایه ورکوي.

دمګړۍ د امریکا په استازو جرګه کې جمهوریپال اکثریت ۲۲۱ او دیموکراتان ۲۱۲ څوکۍ لري.

د یادونې ده چې د جرګې د مشر په توګه د کېوین مک‌کارټي د ټاکل کېدو پروسه هم تاریخي‌ وه.

هغه نهه میاشتې وړاندې په جنورۍ کې په څلورو ورځو کې له ۱۵ پړاوه ټاکنو وروسته د استازو جرګې مشر وټاکل شو.

د هغه د ټاکلو پروسه هم د ښي اړخو جمهوریپالو مخالفت غځولې وه چې بالاخره د جرګې په داخلي اصولو کې له بدلون سره پای ته ورسېده.

تازه اصول د دې اجازه ورکوي چې د جرګي ان یو غړی هم کولی چې د رییس د استیضاح غوښتنه رامخ ته کړي.

ښاغلي ګېتز هم له همدغه بدلونه په ګټنې سره کېوین مک‌کارټي‌ استیضاح او بېواکه کېدو ته برابر کړ.

په ۲۰۱۵ کال کې هم د امریکا د استازو جرګې د هغه مهال د مشر جان بینر د استیضاح هڅه شوې وه، خو هغه د باور رایې په ترلاسه کولو سره پر خپله دنده پاته شو.‌

نوموړي بیا دوه میاشتې وروسته پخپله استعفا وکړه.

تر هغې ورمخکې په ۱۹۱۰ کال کې د امریکا د استازو جرګې مشر استیضاح او خبره تر رای اچونې رسېدلې وه، خو هغه هم له دې پروسې بریالی وتلی و.