د امریکا استازو جرګې د مشر ګوښه کولو لپاره تاریخي هڅې پیل شوې

د خپرېدو وخت

د امر یکا په استازو جرګه کې د یوه ښي اړخي جمهوریپال استازي 'مت ګېتز' هڅو د دې جرګې مشر 'کېوین مک‌کارټي' د استیضاح له خطر سره مخامخ کړی دی.‌

ښاغلي مک‌کارټي پخپله هم جمهوریپال دی، خو د خپل ګوند توندلاري ملګري یې ورته پر دې غوسه دي، چې ګوندې له دیموکراتانو سره یې فدرال ادارو لپاره د لنډمهاله بودیجې په تصویبېدو کې همکاري‌ کړې ده.

د ۴۵ ورځو دغه بودیجه تېره شنبه داسې حال کې تصویب شوه، چې د فدرال ادارو تړل کېدو ته یوازې څو ساعته پاتې وو.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې ۹۰ جمهوریپالو غړو له دې بودېجې سره مخالفت کړی و.

دوی غوښتل چې په دې بودیجه کې دې اوکرایین سره د پوځي مرستو پر پای ته رسېدو سربېره د فدرال ادارو لګښتونه هم راکم کړای شي.

اوس 'مت ګېتز' چې په دې جرګه کې د فلوریډا استازی دی، ویلي چې ښاغلی مک‌کارټي باید سپیناوی وکړي.‌

ښاغلي ګېتز دا ادعا هم کړې،‌ چې ګوندې کېوین مک‌کارټي اوس غواړي اوکرایین سره د پوځي مرستو لپاره د بودېجې جلا مسوده رای اچونې ته وړاندې کړي.

خو ښاغلي مک‌کارټي دا ادعا رد کړې ده.

که کېوین مک‌کارټي په دې توګه د استازو جرګې له مشرۍ ګوښه کړای شي، نو دا به د امریکا تاریخ کې لومړی ځل وي چې دا کار کېږي.

امریکا کې د استازو جرګي ریاست له ولسمشر او مرستیال ولسمشر را وروسته دریم لوړ سیاست پوست دی.

ښاغلی مک‌کارټي تېره جنورۍ په استازو جرګه کې د پنځلس پړاوه داخلي ټاکنو له تاریخ سازه اوږدې پروسې وروسته مشرۍ ته ورسېد.

دغه پروسه د توندلارو ښي اړخو جمهوریپالو مخالفت غځولې وه چې بالاخره د جرګې په داخلي اصولو کې له بدلون سره پای ته ورسېده.

تازه اصول د دې اجازه ورکوي چې د جرګي ان یو غړی هم کولی چې د رییس د استیضاح غوښتنه رامخ ته کړي.

اوس ښاغلي ګېتز له همدغه بدلونه په ګټنې سره د کېوین مک‌کارټي‌ سیاسي برخلیک له پوښتنې سره مخامخ کړی دی.

د امریکا په استازو جرګه کې دمګړۍ جمهوریپال اکثریت او ۲۲۱ څوکۍ لري او ۲۱۲ نور استازي دیموکراتان دي.

د استازو جرګې ځینې دیموکرات غړي که څه هم د ولسمشر جو بایډن استیضاح ته د لارو چارو برابرولو هڅو له کبله له ښاغلي مک‌کارټي ناراضه دي، خو غوښتنه یې کړې چې دغه ګوند دې په راتلونکو ټاکنو کې د هغه ملاتړ وکړي.

په دې لړ کې کین اړخې دیموکراتې استازې الکساندریا اوکازیو کورتز ویلي، که ښاغلی مک‌کارټي د دوی ګوند ته امتیازات ورکړي، نو د دوی استازي یې ژغورلی شي.

په ۲۰۱۵ کال کې هم د امریکا د استازو جرګې د هغه مهال مشر جان بینر استیضاح شوی و، خو د باور رایې په ترلاسه کولو سره بېرته پر دې دندې پاته شو.‌

خو هغه دوه میاشتې وروسته پخپله استعفا وکړه.

تر هغې ورمخکې په ۱۹۱۰ کال کې هم د امریکا د استازو جرګې د مشر د استیضاح ناکامه هڅه شوې وه.