تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امنيت په شورا کې د اسرائيلو له خوا په غزه کې د عملياتو پراخولو پلان له سختو نيوکو سره مخ شو
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په بېړنۍ غونډه کې د اسرائیلو له خوا په غزه کې د جګړې د پراخولو پلان له سختو نيوکو سره مخ شوی دی.
په نيويارک کې د دغې غونډې پر مهال د ياد سازمان مرستيال مشر ميرو سلاو جينکا وويل، دغه کار به په شخړه کې يو بل وحشتناک پړاو پرانيزي.
د بریتانيا استازي خبرداری ورکړ چې دا پراخ عمليات به نه يوازې د خلکو کړاو پايته ونه رسوي بلکې د نورو وینو د توېدو سبب به وګرځي.
د امریکا استازي بیا ويلي چې دا په اسرائیلو پورې اړه لري چې خپل امنيت ډاډمن کړي او د شورا غړي يې تورن کړل چې د دوی موقفونه د دې سبب کېږي چې حماس يې د ملاتړ او تبليغاتو لپاره وکاروي.
بريتانيا، فرانسې او نورو هېوادونو خبرداری ورکړ چې دغه پلان د "نړيوال بشري قانون د نقض" خطر لري.
ډنمارک، يونان او سلووېنيا د دې پلان د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې "دا به د يرغملو د خوشي کېدو لپاره هېڅ مرسته ونه کړي او ښايي د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړي."
د شورا یو شمېر نورو غړو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې. چين د غزې د خلکو "ډله ييزه سزا" د نه منلو وړ وبلله.
د امنيت شورا له ناستې یو ساعت مخکې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنیاهو د غزې ښار د نيولو د پلان په اړه له رسنيو سره وغږېد او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
نوموړي وويل، حماس لا هم به غزه کې "زرګونه وسله وال ترهګر" لري او د دوی موخه "د اسرائيلو دولت له منځه وړل دي."
ښاغلي نتياهو ادعا وکړه چې د غزې خلک له "موږ او نړۍ غواړي چې له حماس څخه ازادي واخلي." نوموړي حماس يوه "نسل وژونکی ډله" وبلله او زياته يې کړه چې هېڅ هېواد به له خپلو پولو سره څېرمه داسې ډله ونه زغمي چې د "دوی له منځه وړلو ته ژمن وي".
د اسرائيلو لومړي وزير دا هم وويل چې د دوی موخه د غزې نيول نه بلکې د هغې ازادول دي او په وينا يې جګړه هغه مهال پايته رسېدلی شي چې حماس يرغمل خوشي کړي او تسلیم شي.
نتنیاهو زیاته کړه چې اسرائیل "حماس ته له ماتې ورکولو پرته بله چاره نه لري". نوموړي وويل، "د غزې له ۷۰ تر ۷۵ سلنه خاوره" د اسرائیلو تر پوځي کنټرول لاندې ده خو حماس لا هم دوه لوی مرکزونه لري، د غزې ښار او مرکزي کمپونه. د جمعې په ورځ په يوه غونډه کې د اسرائيلو امنيتي کابینې پوځ ته امر وکړ چې دغه "دواړه مرکزونه له منځه یوسي".
اسرائيلو کې د غزې جګړې پراخولو پر ضد لاريونونه
زرګونه اسرائيلي وګړو د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د حکومت د هغه پلان پر ضد لاريون وکړ چې غواړي په غزه کې خپل پوځي عمليات پراخ کړي.
د جمعې پر ورځ، د اسرائیلو امنیتي کابینې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پنځه اصول تصویب کړل چې په کې د غزې په تړانګه کې د "امنیت ولکه ساتل" شامل وو. د اسرائیلو پوځ وویل، دوی به د غزې ښار "ولکې ترلاسه کولو لپاره چمتووالی" ونیسي.
لاریون کوونکي وېره لري چې دا پلان به په غزه کې د۵۰ هغو یرغمل شویو کسانو د کورنیو د غړو ژوند له خطر سره مخ کړي چې ۲۰ یې لا هم ژوندي دي. دوی له حکومته وغوښتل د هغوی خوشې کول خوندی کړي.
اسرائیلي مشرانو بیا د دوی پر پلان نیوکه رد کړې اولومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي: "دا پلان به له موږ سره د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي".
د یرغمل شویو کورنیو یوې استازې ډلې پر اېکس ویلي: "د جګړې پراخول به یرغمل شوي او سرتېري له خطر سره مخ کړي او اسرائیلیان نه غواړي دوی له خطر سره مخ کړي!"
د شنبې په ورځ په بیت المقدس کې د شاکا په نامه یو لاریون کوونکي بي بي سي ته وویل: "موږ غواړو چې جګړه پای ته ورسېږي ځکه زموږ یرغمل شوي کسان هلته مړه کیږي او موږ اړ یوو هغوی ټول خپلو کورونو ته ستانه کړو. "
"هر څه ته چې اړتیا وي موږ یې باید وکړو. که د جګړې درولو ته هم اړتیا ولري، موږ به یې ودروو."
د بیت المقدس په لاریون کوونکو کې یو داسې پخوانی سرتېری هم شامل و چې بي بي سي ته یې وویل اوس نه غواړي پوځ کې کار وکړي. نوم یې مکس کرېش دی. هغه وايي د جګړې په پیل کې جنګي سرتېری و خو "وروسته یې پوځ سره کار پرېښود. "
"موږ څه باندې ۳۵۰ سرتېري یوو چې د جګړې پرمهال مو خدمت کړی خو اوس نه غواړو د نتنیاهو په هغه سیاسي جګړه کې له پوځ سره کار وکړو چې یرغمل شوي او غزه کې بې ګناه فلسطینیان له لوږې سره مخ کوي."