روسي ځواکونه د اوکرایین سرحدي ښار ووچانسک ته ننوتل

د خپرېدو وخت

د اوکرایین په شمال ختیځ کې د روسیې له خوا د سختو بریدونو په ترڅ کې مسکو وايي چې د دوی پوځیان د اوکرایین سرحدي ښار ووچانسک ته ننوتلي، هلته په وروستیو ورځو کې سختې بمبارۍ شوې دي.

د اوکرایین دفاعي ځواکونه وايي چې لا هم سخته جګړه روانه ده. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي مخکې ویلي وو چې د خارکیېف شمال ختیځ په یو شمېر کلیو کې نښتې روانې دي او روسي ځواکونه هڅه کوي له پولې تېر شي.

د خارکیف د سیمې والي اوله سینهوبوف ویلي دي چې د توپخانې او هوايي بریدونه زیات شوي دي او د سیمې ټوله شمالي پوله کې د روسي ځواکونو پرله پسې جګړه روانه ده.

په خارکېیف کې چارواکي دا هم وايي چې مسکو اوس د خارکېیف په سیمه کې ښارونه "سر په سر" بمباروي. دا بمونه ایروډینامیک اډانه لري او د دودیزو بمونو پرتله په هوا کې له هدف څخه په ډېر واټن کې خوشي کېږي.

د جمعې په ورځ د روسیې د پوځ له نوي یرغل راهیسې د خارکېیف ښار چې د اوکرایین دوهم لوی ښار دی، د روسي ځواکونو له خوا محاصره شوی دی او اوکراییني قوماندانان اندېښمن دي چې که دا ځواکونه د خارکېیف ۳۰ کیلومترۍ ته ورسېږي، نو ښار به ونیسي.

د روسيې د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د دغه هېواد ځواکونو د خارکېیف په سیمه کې څلور نور کلي هم نیولي دي.

په خارکېیف کې روسیه د پرمختګ لپاره خورا پېژندل شوي تاکتیکونه کاروي. دا د اوکرایین کلي او ښارونه په کنډوالو بدلوي.

هم‌مهال په خارکېیف کې د روسیې د پوځ د پرله پسې بریدونو له وېرې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اوکرایین یوه جګپوړي جنرال ومنله چې وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

اولیکساندر سیرسکي وویل چې اوکراییني ځواکونه د خپلو پوستو د ساتلو لپاره هر څه کوي.

هغه زیاته کړه چې د محاذ په نورو برخو کې هم دفاعي جګړه روانه ده.

دې هدف ته د رسېدو لپاره له روسیې څو میاشتې وخت واخیست.

مسکو هم د اوکرایین په شمال د پولتاوا په مرکزي سیمه کې یوه هوايي اډه په توغندیز برید کې په نښه کړې ده.

د روسيې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ يې د هوايي دفاعي سيستم ۱۶ توغندي او ۳۱ بې‌پيلوټه الوتکې له منځه وړې دي. هغه بې‌پیلوټه الوتکې چې تېره شپه اوکرایین پر روسیه ور خوشې کړې وې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کېیف وايي، د روسیې د وژونکو بریدونو په ځواب کې د دې هېواد پوځي، ټرانسپورټي او د انرژۍ زیربناوې په نښه کوي چې د مسکو د جګړې هڅې کمزورې کړي.