د اوکرایین جګړه: د ازوفستال له کلابندو مورچو د مینې غمجنه کیسه

    • Author, دینانا کوریشکو
    • دنده, بي بي سي، اوکرایین
  • د خپرېدو وخت

"ناوې شوم، د چا ښځه شوم او پر سبا یې بیا کونډه وم." دا د یوې اوکرایینۍ میرمنې د مینې غمجنه کیسه ده چې د ماریوپول د کلابندۍ پرمهال د ازوفستال پولادو کارخونې په تل خونو یې واده کړی او هملته بېرته کونډه شوې ده.

والېرنیه سبوتینا وايي "هغه له زرورقه کوچنۍ ګوتمۍ جوړې کړې وې، د واده وړاندیز یې راته وکړ. ما هم د هو ځواب ورکړ."

والېرنیه او ملګري یې اندریې سبوتین چې ۳۴ کلن او د اوکرایین پوځ کې افسر و، له جګړې مخکې پتیېلې وه چې ماریوپول کې به واده کوي.

دوی سترو مراسمو ته فکر کړی و چې ټول ملګري او خپلوان یې پکې برخه واخلي.

خو یو ناڅاپه جګړه پیل شوه، روسي ځواکونو د اوکرایین سویل کې پر دغه ستراتیژیک بندري ښار برید وکړ او په څو ورځو کې دننه دننه یې له ټولو خواو کلابند کړ.

ماریوپول باندې پرله پسې درانه ګوزارونه کېدل، نه خواړه وو، نه برېښنا او نه هم ترې د وتلو لار.

کلابندي نږدې ۳ میاشتې وغځېده او باور دا دی چې په دې موده کې به دغلته لسګونه زره ملکيان وژل شوي وي.

ګڼو خلکو د پولادو ازوفستال کارخانې تل خونو ته پناه وړې وه.

دغه تل خونې، چې شمېر یې پر دېرشو اوړي، د پخواني شوروي اتحاد وخت کې د اټومي جګړې له وېرې خوندیتابه لپاره جوړې شوې دي.

او دا هماغه ځای دی چې والېرنیه پکې یوه ورځ واده وکړ او بله ورځ پکې بیا کونډه شوه.

لوږه او کړاو

هغه وخت چې روسیې پر اوکرایین یرغل کاوه، والېرنیه شعرونه لیکل. هغه لنډ وخت وروسته د ازوف لوا د مطبوعاتو برخې ته ولاړه.

دغه لوا له توندلارو ښي اړخو ډلو سره د اړیکو پر پاللو تورنه ده. خو د ازوف جنګیالي ځانونه ملتپاله اوکرایینیان بولي او ښي اړخو ډلو سره اړیکي ردوي.

ماریوپول کې د جګړې له سختېدو او د برید له ډېرېدو سره اوکراییني ځواکونو هم د ازوفستال کارخانې تل خونو ته پناه یوړه، چې ملکي خلک ورټول شوي وو.

والېرنیه وايي، د تل خونو دروازه د یوې څاه په څېر وه او ورکښته کېدو لپاره باید لومړی له څو جزوي ویجاړو زینو تېر شوي وای.

بیا له څو دهلیزو او تونلونو نور هم کښته تللئ چې بلاخره سمېنټي خوندي خونو ته رسېدلئ.

خلکو همدلته پردې وهلې او پخلنځي یې هم جوړ کړي وو چې لږ و ډېر پاتې خواړه برابر کړي.

چې وړه به په لاس ورغلل، ډوډۍ او کېک به یې ترې پخاوه.

والېرنیه وايي، موږ به ډوډۍ بلله، خو یوازې د اوړو او اوبو کېک و. پر همدې ژوندي وو. د لوږې وروستی حد و.

نوموړې زیاتوي چې "د موږکانو په څېر مو د خوړلو هر څه راټولول. په فرشونو او جامو ویدېدو... ځینې ځایونه بیخي تیاره وو. خو سترګې کرار کرار تیارې سره بلدېدلې. دا هر څه ورو ورو نورمال برېښېدل، خو واقعیت کې هېڅ هم نورمال نه وو."

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۱۵مه پر کارخانه یو ستر بم راوغورځول شو او والېرنیه پکې ټپي شوه.

هغه وايي "زه یې په مړو کې پیدا کړې وم. خو یوازې زه پکې ژوندۍ وم. یوه معجزه وه. خو له غم ډکه."

والېرنیه اته ورځې د ازوفستال تر ځمکې لاندې روغتون کې تېرې کړې، چې هره خوا پکې مات ګوډ اوکراییني سرتېري پراته وو.

نوموړي وايي "سمه مرسته نه کېده. ځکه درمل ډېر کم وو. هره خوا د وینو او خوسا بوی و."

د والېرنیه د ژوند ملګری اندري هم په ازوفستال کې ځای پر ځای و. هغه ورته له ټپي کېدو سملاسي وروسته همدلته پټنځي کې د واده وړاندیز وکړ.

د می ۵مه دواړو د نکاح اړین اسناد لاسلیک کړل او د هغو عکسونه یې کیېف کې د اندري مور او پلار ته واستول، چې هغوی یې هلته رسمآ ثبت او واده ته رسمي بڼه ورکړي.

دوی تر ځمکې لاندې پټنځي کې د واده جامو پر ځای پوځي یونیفورم کې واده وکړ او له فویل یا زرورق جوړې ګوتمې یې یو بل ته ورپه ګوته کړې.

اندريې ورسره ژمنه کړې وه، چې جګړه پای ته ورسېږي نو د واده اصلي ګوتمه به ورته اخلي.

خو هغه د می ۷مه د دندې پر مهال تر برید لاندې راغی او ووژل شو.

والېرنیه وايي "خلک د هغه احساس خبرې کوي، چې کله داسې کس مړ شي، چې مینه ورسره لري. خو ما داسې څه احساس نه کړل."

"په کومه ورځ چې اندریې ووژل شو [مخکې له دې چې د مړینې خبر یې واورم] خوښه وم. نوی نوی مې واده کړی و او مئینه وم."

دا وايي چې د مېړه له مړینې خبره شوم، ومې نه ژړل. هر څه مې پټه خوله په زړه تېر کړل.

"په ازوفستال کې یوه ورځ د یوه کال په څېر تېرېده. لومړی زه ناوې وم. بل ورځ ښځه شوم او درېیمه ورځ ... ان اوس یې هم په خوله نشم ویلی."

جنګي اسیران

زرګونو ملکي اوکرایینیانو چې د ۲۰۲۲ کال د می په لومړیو کې یې د جګړې له کبله د ازوفستال پولادو کارخونه کې پناه اخیستې وه، د وخت په تېرېدو سره د خوړو او درملو له کمښت سره مخامخېدل.

۸۰ ورځې وروسته خبره دې ته ورسېده چې دوی باید په عاجل ډول له دغه ځایه وایستل شي.

لومړي پړاو کې ملکیانو ته اجازه ورکړ شوه چې له دغه کارخونې ووځي. ورپسې د اوکراییني ځواکونو نوبت راغي چې د روسیې پوځ ته تسلیم شول.

دا هیله موجوده وه چې دوی به د جنګي اسیرانو د تبادلې په لړ کې بېرته ژر ازاد شي.

خو پر جګړه اوس دا دی دوه کاله اوړي او زرګونه اوکراییني پوځيان چې د ازوف لوا نږدې ۹۰۰ سرتېري هم پکې دي، لا له روسانو سره اسیر دي.

اوکرایین کې ډېر خلک ازوف سرتېرو ته د ملي اتلانو په سترګه ګوري. ځکه ماریوپول کې یې له خپل شمېر څو برابره ډېرو روسي ځواکونو سره په مېړانه جګړه وکړه.

د دوی کورنۍ اوس وخت ناوخت احتجاجونه هم کوي او له اوکراییني چارواکو غواړي چې د تبادلې او خلاصون لپاره یې هڅې ډېرې کړي.

اوکرایین کې د بندیانو د تبادلې پروسه ډېره پېچلې ده.

د جګړې له پیل راهیسې نږدې ۳۰۰۰ اوکراییني بندیان په تبادله کې ازاد شوي دي. خو باور دا دی چې له ۱۰ زرو ډېر نور لا هم روسانو سره اسیر پاتې دي.

د ملګرو ملتونو یوې وروستۍ څېړنې دا مستنده کړې چې اوکراییني بندیان وهل ټکول شوي، برېښنايي شاټونه ورکړ شوي، جنسي تېري، جنسي ځورونې او همدا راز ساختګي اعدامونه یې کتلې دي.

والېریه هم ۱۱ میاشتې زندان تېر کړ. نوموړې وايي، په دې موده کې له ربړونو او ځورونو راتېره شوې ده. هغې په دې وروستیو د زندان د وخت په اړه یو کتاب هم خپور کړی دی.

د هغې د مېړه اندرېي پاتې شوني لا هم د پولادو په ازوفستال کارخونه کې پاتې دي.

نوموړې وايي "[روسانو] هغه هر څه لمنځه یوړل چې ما مینه ورسره درلوده – زما ښار، زما ملګري او زما خاوند"