د امریکا بهرنیو چارو وزیر بېجېنګ ته تللی؛ غواړي چین سره ترینګلي اړیکي ورغوي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له چیني چارواکو سره لیدو کتو لپاره پر دوه ورځي سفر بېجېنګ ته رسېدلی دی.

دا په تېرو نږدې پنځو کلونو کې چین ته د یوه امریکا دېپلومات لومړنی سفر دی.

امریکايي چارواکو ویلي‌ د دغه سفر او خبرو اصلي هدف دا دی چې د تېرو کلونو پر مهال د ترینګلو شویو اړیکو رغولو ته لارې چارې ولټول شي.

بېجېنګ ته د ښاغلي‌ بلېنکن سفر نږدې پنځه میاشتې مخکې له دې کبله وځنډید چې د امریکا فضايي حریم ته د چین د څارګرو بالونونو د ننوتلو څرک ولګېد.

پر دغه سفر د همدې موضوع سیوری هم غوړېدلی دی.

امریکا و چین دواړو وار له مخه روښانه کړې چې د دغه سفر پر مهال د کوم مهم پرمختګ او سترې لاسته راوړنې هیله نشي کېدای.

واشنګټن وايي‌ تر ټولو ستر هدف دا دی چې د څارګرو بالونونو له قضیې راوروسته ترینګلې شوې اړیکې ورغېږي او د لوړی کچې تماسونو چینل بېرته پرانیستل شي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا لخوا تایوان سره د نږدې اړیکو پاللو هم له چین سره اړیکې اغېزمنې کړې.‌

بېجېنګ تایوان د خپلې خاورې یوه نه جلا کېدونکې برخه ګڼي‌ او روان کال یې دغه ټاپو ته نږدې پراخ پوځي تمرینونه هم ترسره کړل.

ښاغلی بلېنکن به د دغه سفر پر مهال پر خپل چیني سیال 'چین ګانګ' سربېره د چین د بهرنۍ پالیسۍ له جګپوړي چارواکي 'وانګ يي' سره هم وګوري.

د اوکرایین جګړه، د پرمختللې کمپیوټري ټکنالوژۍ د خپلمنځي سوداګرۍ پر سر لانجې او چین کې بشري حقونه به د بحث نور موارد وي.

تر اوسه مالومه نه ده چې هغه به د چین ولسمشر شي جېنپېګ سره هم وګوري، که څنګه.

چیني‌ چارواکو د ښاغلي بلېنکن دغه سفر ته سوړ غبرګون ښودلی او په دې تړاو یې پوښتنه راپورته کړې چې ایا امریکا واقعآ‌ غواړي‌ چې اړیکې ورغوي.