د حماس تر ادارې لاندې ملکي دفاع اداره: په غزه کې د لاریو چپه کېدو له امله ۲۰ تنه وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د ملکي دفاع ادارې مسوولین وایي، د سې شنبې په ماښام د مرستو لېږدولوڅلور لارۍ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چپه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

ځایي خبریالان وایي، پېښه تېره شپه د شپې شاوخوا لس بجې د غزې په منځنۍ برخه کې شوې ده. د راپورونو له مخې، ګڼ خلک د لاریو خواته ورغلل، ور وختل، موټر‌چلوونکو د ګاډو کنټرول له لاسه ورکړ او د مرستو بار موټرونه چپه شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې ملکي دفاع ادارې ویاند محمود باصل وايي، په هغه سیمه کې چې ګاډي پکې چپه شوي، لارې کنډ-کپر او خطرناکې دي او دغه سیمه د اسرائیلي پوځیانو په ولکه کې ده.

په غزه کې د خصوصي ترانسپورټي ټولنې ویاند جهاد اسلیم وایي، پرون ۲۶ سوداګرېزې لارۍ غزې ته دننه شوې چې له ډلې یې۲۰ خپلو ځایونو ته خوندي رسېدلې خو شپږ نورې یې لوټ شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، له لوټ شویو لاریو څلور چپه شوې او ۱۰ موټر چلوونکي هم ژوبل شوي دي. اسرائیلي چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، دوی د پېښې په هکله پوښتنې، ګروېږنې کوي. بي بي سي له کوګاټ نومې ادارې په دې هکله د نظر څرګندولو غوښتنه کړې، چې غزې ته د مرستو ننوتلو چارې څاري.

د سه‌شنبې په ورځ، اسراییل اعلان وکړ چې دوی به خصوصي سکټور ته د خوراکي توکو د داخلېدو اجازه ورکړي، تر څو غزې ته داخلېدونکې مرستې زیاتې شي او په دې سره پر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالوادارو د مرستو د را ټولولو فشار کم شي.

بل لور د حماس تر ادارې لاندې عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري ۱۳۸ تنه فلسطینیان وژل شوي دي چې دې سره د جګړې له پیله د ټولو وژل شویو شمېر ۶۱،۱۵۸ کسانو ته لوړ شوی.

یاد وزارت زیاتوي، تېره ورځ ۷۷۱ټپیان د غزې روغتونونو ته وړل شوي خو ګڼ نور قربانیان لا هم تر نړېدلو ودانیو لاندې دي ځکه، امبولانسونه او د ژغورنې ملکي ټیمونه هغو سیمو ته نه شي ورتللي.

دغه وزارت په خپل تازه راپورکې هغه کسان هم شمېرلي دي چې د مرستو اخېستلو پرمهال وژل شوي دي.

د راپور له مخې،۸۷ کسان د مرستو د ترلاسه کولو پرمهال وژل شوي او ۵۷۰ نور ژوبل شوي دي.

'که اسرائیل په غزه کې خپل عملیات پراخ کړي، ناوریني پاېلې به ولري'

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، که اسرائیل په غزه کې پوځي عملیات پراخ کړي نو دا به "د ناوړه قحطۍ" پایلې ولري. دا اندېښنې له هغه وروسته را پیدا شوې چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له لورې یو وار بیا د غزې د بشپړې نیونې راپورونه ورکړل شول.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال میروسلاو ینچا امنیت شورا ته وویل، دا ډول اقدام به ډېر اندېښمنوونکی وي او د نورو فلسطینیانو او برمته شویو اسرائیلو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

اسرائیلي رسنۍ وایي، نتانیاهو روانه اوونۍ له خپلې امنیتي کابینې سره ناسته لري.

د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي له قوله ویل شوي: "د غزې بشپړې نیونې او حماس له منځه وړلو پرېکړه شوې ده. ور ران یو."

ټاکل شوې، د اسرائیلو د امنیت کابینه به سبا د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړي او د غزې د نېونې پلان به د همدې کابینې له خوا تصویب شي.

ښایي دغه پلان یوازې ير حماس د فشار راوړلو لپاره وي او یا دا هڅه وي چې نتانیاهو د خپلو نړیوالوا ملګرو ملاتړ وساتي.

کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه پوښتنه وشوه، د غزې د بشپړې نیونې اسراییلي پلان ملاتړ به وکړي؟ هغه وویل: "دا به تر ډېره د اسرائیلو خپله پرېکړه وي."

هغه وخت پر اسرائیلو د غزې د جګړې له کبله نړیوال فشارونه لا زیات شول چې کارپوهانو په غزه کې د قحطۍ د خپرېدو خبر ورکړ.

ښاغلي ینچا په خپلو خبرو کې د اسرائیلو له لوري د عملیاتو له پراخېدو خبرداری ورکړ، ویې ویل: "دا به د میلیونونو فلسطینیانو لپاره له ناورین ډکې پایلې ولري او ښایي پاتې برمته‌شوي کسان هم له جدي خطر سره مخ شي."

هغه زیاته کړه، غزه د نړیوالو قوانینو له مخې له فلسطیني دولت نه‌بېلېدونکې برخه ده او باید همداسې پاتې شي.

اسرائیلي پوځ ویلي، دا مهال د غزې شاوخوا ۷۵سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري خو د نوي پلان له مخې به هڅه وکړي چې پر ټوله سیمه ولکه ولري، ان هغه سیمې هم چې له دوو میلیونو زیات فلسطینیان په کې اوسېږي.

خو د دغه وړاندیزونو له امله په خپله په اسرائیلو کې هم کیسه جنجالي شوې ده او راپورونه وایي، د پوځ لوی درستیز او یو شمېر نور لوړپوړي پوځي چارواکي له دغې ستراتیژۍ سره مخالفت کوي.

خو هغه "نامعلوم اسرائیلی چارواکی" چې د غزنې نېولو د پلان ملاتړ کوي، وايي: "که دا ستراتیژي د لوی درستیز خوښه نه وي نو استعفا دې ورکړي."

د برمته شویو کسانو کورنیو اندېښنه ښودلې چې که اسراییل غزه بیا ونیسي دا به د دوی د خپلوانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

اسرائیلي چارواکي وایي، دا مهال ۴۹ کسان لا هم په غزه کې برمته دي چې له هغو یې ښايي ۲۷ تنه مړه شوي وي.

میروسلاو ینچا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو ځل بیا د اوربند او د ټولو برمته‌شویو کسانو د سمدستي او بې له شرطه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه د فلسطینیانو "غیرانساني شرایطو" ته په اشارې سره له اسرائیلو وغوښتل چې د بشري مرستو لېږد ته دې سملاسي اجازه ورکړل شي.

د ښاغلي ینچا په خبره: "اسرائیل لا هم غزې ته د بشري مرستو په ورداخلېدو سخت محدودیتونه لګولي دي او هغه مرستې چې اجازه ورکول کېږي، هېڅ هم بسنه نه کوي."

هغه دا هم وغندله چې د خوراکي توکو د وېش پر ځایونو بریدونه دوام لري او ویې ویل، له مې میاشتې تر ۱۲۰۰ زیات فلسطینیان یوازې د خوړو او مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.

د غزې د حماس تر ادارې لاندې روغتیا وزارت د تېرې اوونۍ په راپور کې ویلي، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر تر اوسه ۱۵۴ کسان چې ۸۹ یې ماشومان دي، د لوږې له امله مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې په غزه کې د "په لوی لاس رامنځته شوې قحطۍ" له امله یوازې په تېره میاشت کې ۶۳ کسان مړه شوي دي.

خو اسرائیل بیا ټینګار کوي چې دوی پر مرستو هېڅ بندیز نه دی لګولی او ادعا کوي چې "په غزه کې قحطي نه‌شته."