د ناټو څو غړو هېوادونو اوکرایین ته د ځواکونو استول رد کړي

اوکرایین

د عکس سرچینه، REUTERS

د خپرېدو وخت

د ناټو څو غړو هېوادونو لږ وروسته تر هغه اوکرایین ته د عسکرو استول رد کړل چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د دوشنبې په ورځ وویل هرڅه ممکن دي.

د امریکا متحده ایالاتو اوکرایین ته پوځیان نه استوي چې له روسي یرغلګرو سره وجنګېږي.

جرمني، ایټالیا، ‌اسپانیا د چک جمهوریت، پولنډ او بریتانیا هم ورته بیانونه ورکړي دي.

دا خبرې داسې مهال راځي چې روسي ځواکونو وروستیو اونیو کې د اودیکا ښار او ځینې نورې مهمې سیمې له اوکراییني ځواکونو لاندې کړې دي.

فرانسوي ولسمشر اېمانوېل مکرون وړمه ورځ له اروپايي مشرانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل د روسیې د ماتولو لپاره چې هر څه ضروري وي باید وشي، ان که د ناټو ځواکونو استول هم وي.

اوس امریکا وايي اوکرایین له د روسي ځواکونو پرضد خپل ځواکونه نه استوي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویاند ټینګار کوي هېواد یې کوم داسې پلان نه لري چې خپل ځواکونه اوکرایین ته واستوي:

"موږ هېڅ داسې پلان نه لرو چې خپل ځواکونه اوکرایین ته د جګړې لپاره واستوو. زموږ ولسمشر په دې اړه ډېر واضح دی او همدا به زموږ دریځ وي. پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې موږ اوکرایین سره د امنیت په برخه کې د ژر تر ژره مرستو رسولو لپاره جدي کار کړی او دا یوازې د امریکا هڅې نه بلکې نړیوالې هڅې دي."

په ورته مهال د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته په ورته دریځ ټینګار کړی دی.

هغه ویلي اوکرایین کې د دوی ځواکونه یوازې اړوند سفارت سره د چارو مخ بېولو کې ښکېل دي او له اوکراییني ځواکونو سره د وسلې مرستو بهیر کې همکاري کوي.