تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تنزانیا الوتکه بوکوبا ته څېرمه وېکټوریا جهیل ته لوېدلې
د تنزانیا یوه مسافر وړونکې الوتکه د بوکوبا شمال لوېدیځ ښارګوټي ته څېرمه د وېکټوریا جهیل ته لوېدلې ده.
یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، الوتکه کې ۴۳ کسان سپاره وو، چې ۲۶ یې ژغورل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
ژغورندویان او ځايي کبنیوونکي د ژوندي پاتې شویو په لټه کې دي.
له سیمې په اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې الوتکه کابو په بشپړ ډول اوبو کې ډوبه شوې او یوازې نسواري او زرغونه لکۍ یې له اوبو راوتلې ښکاري.
ژغورندویان او کبنیوونکي د ډوبې شوې الوتکې شاوخوا راتاو دي.
د بوکوبا پر هوايي ډګر د ځغاستلیکې وروستۍ برخه د افریقا تر ټولو لوی جهیل وېکټوریا ته څېرمه پرته ده.
دا پریسیژن ایر الوتکه د تنزانیا له لوی ښار دار السلام نه بوکوبا ته د موانزا له لارې روانه وه چې د رپوټونو له مخې د توپان او سخت باران له کبله له خپل تګلوري کږه شوه.
پریسیژن ایر د تنزانیا تر ټولو لوی خصوصي هوايي شرکت دی.