تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سامیا حسن د تنزانیا نوې ولسمشره شوه
د تنزانیا مرستیالې ولسمشرې سامیه سولهو حسن ته د چارشنبې په ماښام دا ور ترغاړې وه چې خپلو خلکو ته د ولسمشر جان ماګوفولي مړینه اعلان کړي او اوس ټاکلې چې نوموړې د هېواد او دولت مشرۍ ته اوږه ورکړي. هغه لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال له ښاغلي ماګوفولي سره د مرستیالې په توګه واک ته ورسېده او دواړو د تېر کال ټاکنې بیا وګټلې.
د تنزانیا د اساسي قانون له مخې باید د دې پنځه کلنې دورې تر پایه دا د هېواد مشرۍ ته دوام ورکړي.
سامیه حسن به دمګړۍ د افریقا په کچه د یوه دولت یوازینۍ سیاسي مشره وي او په دې توګه به په هغو ګوتو شمېر ښځو کې راشي چې په دې لویه وچه کې مشرۍ ته رسېدلې دي.
که څه هم ایتوپیا ولسمشره لري خو د ولسمشرۍ رول یې تر ډېره یوازې تشریفاتي او سمبولیک دی.
۶۱ کلنه سامیه حسن د تنزانیا فرهنګ کې د جنسیت پر بنسټ د هغې د رول راټیټولو لپاره نه - بلکې د درناوي او محبوبیت له مخې په 'سامیه مور' مشهوره ده.
د هغې چما چا ماپيندوزي (سي سي اېم) ګوند په ۱۹۶۱ کال د تنزانیا د خپلواکۍ راهیسې په یوه ډول نه یوه ډول واک کې پاتې دی، خو په ۲۰۱۵ کال چې کله نوموړې په دغه ګوند کې د ګڼو نورو مخکښو سیاستوالو له حضور سره سره مرستیالې ولسمشرۍ ته غوره او نومانده شوه، نو دې پرېکړې خلک حیران کړل.
هغه په لومړي ځل په ۲۰۰۰ کال کې دولتي دنده پیل کړه او په ۲۰۱۴ کال د نوي اساسي قانون د تدوین د اسمبلۍ مرستیالۍ ته په رسېدو سره په ملي کچه مطرح شوه.
د سیاسي غوغا منځ کې د وضعیت د مدیریت لپاره وخت ناوخت د راڅرګندېدو پر مهال ارام چلن او دا راز له ځینو صریح او توند ژبو اشخاصو سره د تقابل څرنګوالی د نوموړې د پراخې ستاینې لامل ګرځېدلی و.
هغه له شخصیتي اړخه له ولسمشر ماګوفولي سره توپیر درلود.
هغو ځایونو کې چې ماګوفولي یو څه بې تجربې ښکارېده او خپل احساسات یې نشول پټ ساتلی، اغلې حسن په ډېر فکر او د حساب وړ ګامونه اخیستل.
ویل کېږي هغه خبرې ته ښه غوږ ږدي او د سمو کړنلارو د تعقیب پلوۍ ده.
'وړتیا لرونکې مشره'
د جنوري مکامبه په نوم د پارلمان غړی چې له هغې سره یې د ولسمشر د مرستیالۍ دفتر کې کار کړی نوموړې "د تنزانیا د ټولو له پامه غورځول شوې سیاستواله ګڼي."
نوموړی وايي "د هغې کاري اخلاق، پرېکړې کول او زغم مې له نږدې څارلي دي. هغه ډېره وړ مشره ده."
خو دا چې نوموړې د پالیسۍ جوړولو برخه کې څنګه ده لا روښانه نه ده. اوس تر ټولو مهمه دا ده چې نوموړې به له کورونا وېروس وبا سره د مقابلې لپاره د خپل سلف تګلاره تعقیقوي که بل ډول پریکړه کوي.
دې کې شک نشته چې هغه ولسمشر ماګوفولي ته وفاداره وه خو د خپل نظر او مخالفت له څرګندولو یې هم ډډه نه کوله.
ښايي د دغه کار تر ټولو مهم ثبوت دا وي چې نوموړې په ۲۰۱۷ کال د اپوزېسیون د مشر توندو لیسو لیدو ته ورغله.
هغه د وژنې تر هڅې وروسته د کینیا د پلازمېنې نایروبي په یوه روغتون کې بستري و.
په داسې حال کې چې د دې پېښې تر شا د دولتي اجنډا انګېرنې موجودوې وې، د دې لیدنې خبري تصویرونو تنزانیا کې فکر واړاوه.
ښاغلی لوسي چې وروسته جلاوطنه شو د تېر کال ټاکنو کې د ګډون په موخه د لنډې مودې لپاره هېواد ته راغی، خو بېرته بلجیم ته ورګرځېد او ادعا یې وکړه چې د مرګ ګواښونه ورته شوي وو.
شخصي ژوند
اغلې سامیه که څه هم له ۲۰۱۵ کال راهیسې مرستیاله ولسمشره پاتې شوې او تر هغې وړاندې حکومت کې یې هم د دولت د وزیرې په توګه دنده پر مخ وړې، د شخصي ژوند په اړه یې ډېر مالومات نشته.
هغه د ۱۹۶۰ کال جنورۍ کې د تنزانیا سواحلو ته څېرمه په پرتو کورواکه زانزیبار ټاپوګانو کې زېږېدلې ده.
هغې وروسته په عامه اداره د لوړو زدکړو لپاره تنزانیا او ورپسې د بریتانیا مانچستر پوهنتون ته ولاړه.
په ۱۹۷۸کال یې د حفیظ امیر په نوم کس سره واده وکړ چې ویل کېږي د کرنې د برخې متخصص خو دومره مشهور نه دی.
له واده راهیسې د دغه ښځې او خاوند د رسنیو مخ ته یو ځای نه دي راڅرګند شوي.
دوی څلور ماشومان لري چې د موانو حفیظ امیر په نوم زوی یې دمګړۍ د زانزیبار د استازو د جرګې غړی دی.