کریم بنزیما د سعودي له اتحاد لوبډلې سره یوځای کېږي

 کریم بنزیما

د عکس سرچینه، ALITTIHAD

د عکس تشریح، بنزیما له ۲۰۰۹ کال راهیسې کله چې له ریل مدرید سره یوځای شو، ۶۴۸ سیالۍ کړې دي.‌
د خپرېدو وخت

الجزایري الاصله فرانسوي فوټبال لوبغاړي کریم بنزیما ته له اسپانوي ریل مدرید لوبډلې څخه تر وخت یو کال مخکې د تللو او د سعودي له (اتحاد جده) لوبډلې سره د یو ځای کېدو اجازه ورکړل شوې او ده هم موافقه ورسره کړې ده.‌

دغه لوبغاړي په نړۍ کې د غوره لوبغاړي د سرو زرو د توپ جایزه هم ګټلې ده.‌

۳۵ کلن کریم بنزیما پخپل ۱۴ کلن لوبیز ژوند کې ۳۵۴ هدفونه ریل مدرید ته کټلي چې د پرټګالي کریستیانو رونالدو له ۴۵۰ هدفونو وروسته د فوټبال تاریخ کې دویم لوړ هدف دی.‌

رونالدو دا مهال د سعودي النصر لوبډلې سره لوبېږي.

بنزیما وویل: "دا ښه لوبډله ده،‌ اتلولي پکې د ښو لوبغاړو له برکته ده،‌ هلته کریسټیانو رونالدو دی، هغه یو داسې ملګری دی چې وايي سعودي ښه ځلانده راتلونکی لري او زه دلته ددې لپاره یم چې لکه اروپا کې باید بریاوې ترلاسه کړم".

دی زیاتوي: "فوټبال کې دې پوړۍ ته په رسېدو کې نېکبخته یم، څه مې چې غوښتل ترلاسه مې کړل، اسپانیا، اروپا او اوس په دې نوې لوبیز پړاو کې".

بنزیما له ۲۰۰۹ کال راهیسې کله چې له ریل مدرید سره یوځای شو، ۶۴۸ سیالۍ کړې دي.‌

سعودي د دوشنبې په ورځ رسما وویل چې اتحاد لوبډله په هېواد کې له څلورو غوره لوبډلو یوه ده.

داسې رپوټونه هم شته چې ګنې ارجنټاینی لوبغاړی لیونیل میسي به هم د پاریس له سان جیرمان څخه سږ اوړی د سعودي الهلال لوبډلې ته ولېږدي.