اسراییل سره کړکېچ؛‌ د اسلامي جهاد او حماس ډلو مشران د ایران پر سفر بوخت دي

ایران

د عکس سرچینه، NOURNEWS

د عکس تشریح، علي اکبر احمدیان (ښی خوا) د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره
د خپرېدو وخت

د فلسطین د دوو وسله والو ډلو ٰاسلامي جهاد' او 'حماس' مشران تهران کې له ایراني چارواکو سره پر لیدنو بوخت دي.

ایران ته د دوی دا سفر داسې مهال دی چې په لویدیزه غاړه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.

د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، چې یو پلاوی هم ورسره دی، دوشنبه د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي اکبر احمدیان سره کتلي دي.‌

ټاکلې نوموړی د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه‌ای، ولسمشر ابراهیم رییسي او نورو چارواکو سره هم وګوري.

د اسلامي جهاد ډلې مشر 'زیاد نخاله' بیا وار له مخه له دغو جګپوړو ایراني چارواکو سره کتلي‌ دي.‌

د هغه په اړه ویل شوي چې له تېرې اوونۍ تهران کې دی.

د ایران ولسمشر له ښاغلي نخاله سره په کتنه کې د فلسطینیانو مقاومت ستایلی او ویلي و چې اسراییل غواړي له اسلامي هېوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو په ټینګولو سره فسلطیني ځوانان "نهیلي" کړي.

د یادونې ده چې د متحدو عرب اماراتو، بحرین او مراکش په ګډون ځینو اسلامي هېوادونو په دې وروستیو کې له اسراییلو سره سیاسي اړیکې جوړې کړې.

دا پرمختګ د ډونلډ ټرمپ حکومت لخوا په رامخته شوې اډانه کې چې د "ابراهیم تړون" یې بولي، شوی دی.

خو اسلامي هېوادونه له اسراییل سره د دېپلوماتیکو اړیکو له کبله د ایران له توندو نیوکو سره مخ دي.

سعودي عرب هم فلسطینیانو سره د زور زیاتي‌ او تقابل له کبله له اسراییلو سره د اړیکو له جوړولو ډډه کړې.‌

دغه هېواد دا هڅې هم پیل کړې چې له تهران سره له کلونو راهیسې خپلې ترینګلې اړیکې بېرته ورغوي.‌

ایراني چارواکو سره د فلسطین د دوو وسله والو ډلو د مشرانو د لیدنو خبر داسې مهال خپور شوی، چې اسراییلي ځواکونو دوشنبه د لویدیزې غاړې جنین کې د فلسطنیانو په یوه پنډغالي کې عملیات کړي.

د رپوټونو له مخې په دغو عملیاتو کې د اسلامي‌ جهاد ډلې د یوه غړي په ګډون لږترلږه ۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اسراییل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اسراییلي ځواکونو دوشنبه د لویدیزې غاړې جنین پنډغالي کې عملیات وکړل

همدا راز اسراییلي اړخ ته د پنځو سرحدي پولیسو او دوو پوځیانو د ټپي کېدو ویل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي دا عملیات د دوو تر څار لاندې مشکوکو وسله والو د نیولو لپاره شوي.

د دوی په اړه ویل کېږي چې یو د اسلامي جهاد او بل د حماس غورځنګ غړی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر جنین پنډغالي برید وحشیانه او جنایت امیز ګڼلی.

ایران له کلونو راهیسې د فلسطین د حماس او اسلامي جهاد ډلو ملاتړ کوي.

خو اسراییل او امریکا بیا دغه دواړه ډلې ترهګرې بولي.