د یوې بریتانوۍ ښځې مړی ۳۱ کاله وروسته پر بدن د ټټو له مخې وپېژندل شو

بریتانیا

د عکس سرچینه، INTERPOL

د خپرېدو وخت

"زړه ته رانږدې، خوږه او خوش اخلاقه خور مو په ډېرې بې رحمۍ له مونږ واخیستل شوه. سره له دې چې د دې خبر خپرول ډېر سخت و خو له دې کاره منندوی یوو، چې په هغه څه نړۍ خبره کړو چې ريټا سره پېښ شوي."

دا ټولې خبرې د ریټا رابرټز د کورنۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپانه کې لیکل شوي او د اېنټرپول پولیسو له خوا خپاره شوي دي.

ریټا رابرټز یوه له هغو ۲۲ وژل شویو ښځو ده، چې د اروپا پولیسو یې د پېژندلو لپاره رسمي عملیات پیل کړل.

دغه پیل شويو عملیاتو ته د "زما د پېژندنې کمپاین" نوم ورکړل شوی و.

د پلټنو په لړ کې مالومه شوه، چې د دغو وژل شویو ښځو عمرونه د ۱۵ او ۳۰ کلونو تر منځ دي.

بریتانوۍ ښځې ریټا رابرټز په ۱۹۹۲ کال کې کارډېف کې له خپل کوره بلجیم ته په سفر لاړه.

څلور میاشتې وروسته یې جسد داسې حال کې وموندل شو، چې شکنجه شوی و او نه پېژندل کېده.

د اروپا پولیسو له خوا خپرې شوې خبرتیاوې

دا کمپاین هغه مهال په ډاګه شو چې، د اروپا د پولیسو (انټرپول) خبرتیاوې "د جدي جرمونو لپاره اړین مالومات" خپرې شوې.

په دې خبرتیاوو کې د یادو ناپېژاندو جسدونو په اړه مالومات ترلاسه شول.

دا ډول خبرتیاوې ډېر کله د نړۍ په ګوټ ګو‌ټ کې د انټرپول پولیسو له خوا خپرېږي.

د دغو خبرتیاوو بشپړ لېست د انټرپول پولیسو په ویبپاڼه کې پروت دی، چې د دغو ښځو د پېژندنې په عملیاتو کې له ډېرو کوچنیو احتمالي نښو نیولې بیا د پرمختللې تکنالوژۍ پر مرسته له هر ډول هڅو کار اخیستل شوی چې پر مټ یې څېره وپېژندل شي.

"ریټا ښکلې او د سفر مینه واله وه"

ریټا رابرټز د ۱۹۹۲ کال په فبرورۍ کې کارډېف کې له خپله کوره ووته او بلجیم ته رانه شوه. د هغې مړی څلور میاشتې وروسته په یوه ځنګل کې وموندل شو.

د پولیسو په وینا، ریټا سخته شکنجه شوې هم وه.

د ریټا د کورنۍ په وینا:"هغه یوه ښکلې نجلۍ وه او سفر یې ډېر خوښېده، له دې سربېره یې خپلې کورنۍ سره هم ډېره مینه لرله. ډېر ټولنیز خوی یې و. هر چېرته به چې لاړه خلک به ترې راتاو وو."

مړی یې د شنو پاڼو او تور ګل ټټو له مخې وپېژندل شو

د انټرپول پولیسو د خدمتونو رئیس سټېفن کاوانا بي بي سي ته ویلي، د کورنۍ غړو یې ریټا د شنو پاڼو او تور ګل ټټو له مخې پېژندلې، چې لاندې ترې " R'Nic" لیکلی و.

د دې ټټو له پېژندو وروسته یې کورنۍ بلجیم کې پلټونکو سره ولیدل او په رسمي ډول یې د هغې مړی تائید کړ.

ښاغلي کاوانا دا پېښه "بوږنوونکې" یاده کړې او ویلي یې دي، "له یوې خوا مونږ ویاړو چې له غړو هېوادونو سره یو ځای کار کوو او ویاړو، چې د دې بېچاره ښځې مړی مو وپېژنده خو له بلې خوا بیا خپه کېږو چې د دې بد خبر د خپرولو سرچینه مونږ یوو. د یوې کورنۍ تر ټولو خوږ او نږدې غړی په څومره وحشت وژل شوی او د تل لپاره ترې بېل شوی دی."

د بلجیم چارواکو اوس له خلکو غوښتي، چې د ریټا رابرټز د مړینې او شرايطو په اړه هر ډول تر لاسه شوي مالومات دوی سره شریک کړي.

پولیس وايي، په می میاشت کې یې د دغو مړو د پېژندنې عملیاتو د پیل راهیسې هالنډ، بلجیم او جرمني کې د موندل شویو ۲۲ ښځو د جسدونو په اړه د مالوماتو شریکولو په لړ کې شاوخوا ۱۲۵۰ پیغامونه ترلاسه کړي دي.

په ترلاسه شویو مالوماتو کې د قربانیانو احتمالي نومونه او د ښځو د جامو او ګاڼو ځینې نښې شاملې وې.

د انټرپول پولیسو د چارواکو په وینا، پولیس اوس هم د نورو ۲۱ جسدونو د پېژندلو لپاره کار کوي او دوی هیله لري چې د ریټا رابرټز مړي موندل یې د ماموریت د بریا پیل وي.