شمیمه بېګم یا د "داعش ناوې" د بریتانیا تابعیت استناف غوښتنه بایلوده

یب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شمیمه بیګم چې د "داعش د ناوې " په نامه پېژندل شوې، تانده پېغله وه چې له داعش سره د یو ځای کېدو لپاره سوریې ته لاړه او د داعش له یوه غړي سره یې واده وکړ.
د خپرېدو وخت

د شمیمه بېګم په نامه هغه بريتانوۍ مېرمن چې په ځوانۍ کې له اسلامي دولت نومې ډلې " داعش" سره د یو ځای کېدو لپاره سوریې ته د تګ له کبله یې بريتانیا پرېښوده، په خپله وروستۍ هڅه کې ماته وخوړه او د بريتانیا له خوایې تابعیت ترې واخیستل شو.

د استناف محکمې د پرېکړې له مخې، هغه نوره له قانوني پلوه د بريتانیا وګړې نه ده. دا حکم په دې مانا دی چې شمیمه بیګم نور هېڅ چانس نه لري چې بريتانیا ته لاړه شي ا و باید په سوریه کې پاتې شي.

د استناف محکمې مشر قاضي په خپل حکم کې ویلي:" دا پرېکړه سخته وه، خو باید ووایم چې شمیمه بېګم خپله د خپلې بدبختۍ لامل شوې ده."

د بريتانیا کورنیو چارو وزارت ویاند هم د محکمې د پرېکړې په اړه ویلي:" خوښ یو چې استناف محکمې په دې قضیه کې زموږ په ګټه پرېکړه وکړه. زموږ لومړیتوب د بريتانیا د امنیت خوندیتوب دی او موږ په دې برخه کې د هرې پرېکړې کلکه دفاع کوو."

شمیمه بیګم چې د "داعش د ناوې " په نامه پېژندل شوې، تانده پېغله وه چې له داعش سره د یو ځای کېدو لپاره سوریې ته لاړه او هلته یې د داعش له یوه غړي سره واده وکړ.

په ۲۰۱۹م کال کې د برېتانیا د وخت کورنیو چارو وزیر د برېتانیا د ملي امنیت خوندیتوب له امله د شمیمه بېګم تابعیت لغوه کړ.

وروسته محکمې حکم ورکړ چې یوازینۍ لار چې له عدالت سره سمه ده، هغه دا ده چې نوموړې ته اجازه ورکړل شي بريتانیا ته سفر وکړي، ځکه د محکمې په وینا هغې نشو کولای چې د کډوالو له یوه کمپه دا پرېکړه وننګوي.

شمیمه بېګم څوک ده؟

ل

د عکس سرچینه، Getty Images

شمیمه بېګم یوه له هغو دریو تنکیو ځوانو نجونو څخه وه چې د لندن په ختیځ کې یې ښوونځی لوست او په ۲۰۱۵م کال کې د داعش ملاتړ لپاره سوریې ته لاړه.

نوموړې هغه وخت یوازې ۱۵ کلنه وه.

د شمیمه بېګم مور او پلار له بنګلدېش څخه دي خو خپله یې له لومړي سره د بريتانیا تابعیت درلود.

د نوموړې بريتانوی تابعیت هغه مهال ترې واخیستل شو چې ۱۹ کلنه او د سوریې په یوه کمپ کې داسې مهال اوسېدله چې د نهه میاشتو مېندواره وه.

ماشوم یې وروسته له زیږونه، د سږو ناروغۍ له امله مړ شو.

اغلې بیګم په ۲۰۱۹م کال کې د دې پرېکړې پر ضد اعتراض وکړ او غوښتنه یې دا وه چې باید بېرته بريتانیا ته لاړه شي.

هغې درې کاله د داعش تر کنټرول لاندې حکومت کې ژوند وکړ او د دې ډلې له یوه هالنډي غړي سره یې واده کړی وو.

خاوند یې دا مهال له کردانو سره په زندان کې دی.

شمیمه بېګم منلې وه سره له دې چې داعش یو "ترهګریز" سازمان دی، خو بیا هم ورسره یو ځای شوه.

خو نوموړې وایي چې له خپل دې کاره " پښېمانه او سرټیټې ده."