د بریتانوي تابعیت بېرته ترلاسه کولو په تړاو د شمیمه بیګم غوښتنه رد شوه

بریتانیا کې د شمیمه بیګم نومې ښځې هغه استناف غوښتنه رد شوې، چې د بریتانوي تابعیت اخیستل کېدو پرېکړه یې ننګولې وه.
ځايي قاضي ښاغلي جی هغې محکمې ته چې دغه قضیه یې څېړله وویل، د هغې استناف غوښتنه په بشپړه توګه لغو شوې ده.
د دې پرېکړې له مخې ۲۳ کلنه شمیمه بیګم نه شي کولای بریتانیا ته ستنه شي او د سوریې په شمال کې به په هغه پنډغالي کې پاتې کېږي، چې همدا اوس پکې مېشت ده.
شمیمه بیګم ۱۵ کلنه وه چې ۲۰۱۵ کال کې سوریې ته تللې وه او له اسلامي دولت نومې ډلې سره یو ځای شوې وه.
نوموړې د دغې ډلې له یوه وسله وال سره واده کړی و، درې ماشومان یې زېږېدلي وو، چې ټول یې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، MET POLICE
په ۲۰۱۹ کال کې بیا د بریتانیا هغه مهال کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد له نوموړې بریتانوی تابعیت بېرته واخیست او دا د سوریې په یوه پنډغالي کې د اسلامي دولت نومې ډلې د ملاتړې په توګه توقیف کې پاتې شوه.
وروسته د نوموړې مدافع وکیلانو قوي دلیلونه وویل چې شمیمه بیګم یوه قرباني ده، خو د کډوالۍ په تړاو د استناف یوه ځانګړي کمېسیون له هغې د تابعیت بېرته اخیستو پرېکړه پر ځای وبلله.
وزیرانو ته د بریتانیا ملي امنیت له لوري د شمیمه بیګم په تړاو داسې مشوره ورکړل شوې وه، چې نوموړې پکې د بریتانیا لپاره یو ګواښ بلل شوې وه او له هغه وروسته له دې د تابعیت اخیستو هغه پرېکړه شوې وه.




















