امریکايي چارواکي: د نیو اورلینز برید کې ګڼ کسان ښکېل دي، بریدګر شمس الدین جبار څوک وو؟

New Orleans attacker dead on scene

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، بریدګر د ۴۲ کلن شمس الدین جبار په نامه پېژندل شوی دی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

امریکايي چارواکي وايي لومړۍ پلټنې ښيي چې د نیو اورلینز په برید کې ګڼ کسان ښکلېل دي. دوی زیاته کړې چې پلټنې یې لا هم روانې دي او نورو ایالتونو ته یې هم غځولي.

د امریکا د لويیزیانا ایالت په نیو اورلینز ښار کې د نوي کال په شپه یوه تن د خلکو پر ګوڼه ګوڼه موټر وروستی وو چې ۱۵ کسان یې په کې ووژل او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکو بریدګر د شمس الدین جبار په نوم پېژندلی چې پخوانی امریکایی پوځي وو او افغانستان ته هم ماموریت لپاره استول شوی وو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي بریدګر د اسلامي دولت نومې ډلې نه الهام اخېستی وو.

د امریکا د پلټنو ادارې اېف بي ای ویلي د پېښې ځای کې یې یو بیرغ هم موندلی چې د اسلامي دولت ډلې سره تړل کېږي. دوی زیاته کړې چې دا پېښه د یوه ترهګر برید په توګه پلټي.

د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس وايي، بریدګر لومړی د خلکو پر یوه ګڼه ګوڼه په چټکۍ موټر خېژولی او بیا یې خورې ورې ډزې کړي.

د ویډیو تشریح، پولیسو د پېښې ځای کلابند کړی دی

شمس الدین جبار څوک وو او په اړه یې څومره معلومات لرو؟

مشکوک بریدګر د ۴۲ کلن شمس الدین جبار په نامه پېژندل شوی دی.

د یوه پوځي ویاند په وینا شمس الدین جبار د ۲۰۰۷ کال له مارچ میاشتې نیولې بیا د ۲۰۱۵ کال تر جنورۍ پورې د بشري سرچینو کارپوه او معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه په توګه د امریکا متحدو ایالتونو په پوځ کې دنده درلوده.

په همدې ترڅ کې نوموړی د ۲۰۰۹ له فبرورۍ بیا د ۲۰۱۰ کال تر جنورۍ پورې افغانستان ته هم استول شوی و.

د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ د ۲۰۲۰ کال تر جولای پورې بیا نوموړي د معلوماتي ټکنالوژۍ ماهر په توګه د احتیاط پوځي دنده ورکړل شوې وه.

د ټولنیزې رسنۍ لېنکډېن د یوه پروفایل د مالوماتو له مخې چې اوس ډیلیټ شوی، شمس الدین له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ د امریکا په جورجیا ایالت پوهنتون کې د کمپيوټر ساینس زده کړې کولې.

شمس الدین جبار دوه ځله واده کړی وو.

له لومړۍ ښځې ۲۰۱۲ کې جلا شوی وو او دویم واده یې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۲ کاله دوام وکړ.

د مالوماتو له مخې نوموړي د ځمکو، جایدادونو پېر او پلور یو جواز هم درلود، چې په ۲۰۲۱ کې تاریخ تېر شوی و.

د شمس الدین جبار په هکله ویل کېږي، چې د غلا او ترافیکي سرغړوونو په قضیو کې هم ښکېل و.

التیا ډانکن
د عکس تشریح، التیا ډانکن

"بریدګر له اسلامي دولت ډلې الهام اخېستی"

د امریکا ولسمشر جو بایډن خپلو څرګندونو کې ویلي چې بریدګر شمس الدین جبار "له اسلامي دولت ډلې الهام اخېستی و".

د امریکا د پلټنې ادارې اېف بي ای مسوولین وايي، په هغه ګاډي کې چې بریدګر چلاوه، یو بیرغ هم موندل شوی، چې اسلامي دولت نومې ډلې ته منسوب بلل کېږي.

چارواکي وايي، دوی په دې هکله پلټنې کوي، چې د جبار او یادې ترهګرې ډلې تر منځ څه ډول تړاو کېدای شي. ایف بي ای مسوولین وايي، هغه کسان چې د پېښې په هکله پلټنې کوي، ګومان نه کوي، چې مشکوک بریدګر یوازې و. د پېښې په سیمه کې مشکوک چاودېدونکي توکي او یو ټوپک هم موندل شوي دي.

هغه ګاډي چې نوموړي د برید لپاره کارولی الیکترونیکي و او باور کېږي، چې په ټکساس ایالت کې د یوه اپلیکشن له لارې یې په کرایه ترلاسه کړی و.

Tributes are being paid for the victims of the attack

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پېښې ځای کې د قربانیانو په یاد د ګلانو ګېډۍ ايښودل شوي.

له سیمې خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېږي چې پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې له ځایه د څار کمربندونه تاو دي.

د امریکا د فدرال څېړنو ادارې ( ایف بي ای) خپل تازه بیان کې ویلي چې بریدګر په پېښه کې مړ شوی او دا چې له ترهګرۍ سره په تړاو د دې برید پلټنه کېږي.

وړاندې د ایف بي ای یوې استازې التیا ډانکن ویلي و " دا کومه ترهګریزه پېښه نه ده" هغې له برید وروسته له خلکو وغوښتل چې د پېښې له ځایه ګوښي پاتې شي ځکه دغلته په لاس جوړو چاودېدونکو توکو وسیلي موندل شوي چې پولیس یې په اړه پلټنه کوي.

وړاندې د دغه ښار ښاروال ویلي و" دا یوه ترهګریزه پېښه ده" او دا چې بریدګر په قصدي ډول غوښتل پر خلکو موټر وخیژوي او لا ډېر خلک ژوبل کړي.

د پولیسو مشره
د عکس تشریح، د پولیسو مشره

د ښار د پولیسو یوې چارواکې په لومړي غبرګون کې ویلي " ښکاري چې پېښه قصدي ده" د نیو اور لینز د پولیسو مشرې این کرکپټریک له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل شکمن "ډیر قصدي چلند" ښودلی او هغه "هڅه کوله چې د امکان تر بریده ډیر خلک لاندې کړي" او دا چې دغه کس "د ټول وژنې او عامه زیان اړولو کې ښکیل و"

پر اېکس پاڼه د لوئیزیانا ایالت والي جېف لانډري پېښه غندلې او وحشت یې بللی.

سپینې ماڼۍ په یوه وینا پاڼه کې ویلي ، ولسمشر بایډن د دغه "وحشتناکې پېښې" له خبرېدو وروسته د نیو اورلینز ښاروال لاتویا کانټریل سره خبري کړي او پېښې ته د رسېدا اومرستې امر یې کړی.

دغلته تر ډېره فرانسوي وګړي ژوند کوي او یوه تاریخي سیمه بلل کېږي چې ګڼ ګرځندویان هم ورځي.