د امریکا بهرنیو چارو وزارت: غواړو باوري شو چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره له بشري حقونو د سرغړونو حساب وشي
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، غواړي باوري شي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره له بشري حقونو د سرغړونو حساب وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویډانټ پټېل یوې خبرې غونډې کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو هغو ګڼ شمېر افغانو نجونو ته چې اوس مهال په افغانستان کې له زده کړو منع شوي څه وینا لرئ، وویل:
''زه به دا وایم چې امریکا به په نه ستړې کېدونکې ډول کار وکړي چې باوري شي چې له بشري حقونو نه د هغو سرغړونو په اړه چې اوس مهال کېږي له طالبانو سره حساب وشي. دا هغه څه دي چې د بهرنیو چارو په وزارت کې پرې څو تنه چارواکي په همغږۍ کې کار کوي. د بهرنیو چارو د وزیر ترڅنګ د افغانستان لپاره زموږ ځانګړې استازې رینا امیري هم په دې موضوع کې په ژوره توګه ښکیله ده.''
موږ دا موضوع د طالبانو له ویاندویانو سره هم شریکه کړه خو هغوی یې په غبرګون کې څه ونه وویل.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د بشري حقونو په برخه کې د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو د افغان نجونو د حقونو اخیستو لپاره همغږي ولري. هغې ویلي، اوس مهال په افغانستان کې له دوه نیم میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم په دې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د ټولو لپاره زدکړې یوازې یو بنسټیز حق نه بلکې دا د افغانستان د راتلونکي لپاره د بنسټ په مانا هم دي.
نوموړې د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت چې د جنورۍ په ۲۴ ولمانځل شوه په یوه پیغام کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې نه یوازې له اخلاقي پلوه، بلکې د ټولنې د خیر، ښېګڼې او سولې په خاطر د هېواد ټولو وګړو لپاره د تعلیم او تربیې حق ومني.
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځینه محصلینو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیزونو ته په اشارې سره مېرمن اوتنبایوا افغان ښځینه محصلینو او زدکونکو ته په وینا کې وویل:
''د افغانستان میرمنو او نجونو لطفاً په دې پوه شئ چې تاسې یوازې نه یاست، ملګري ملتونه له تاسې سره اوږه په اوږده شته او ستاسې د راتلونکي له حقه دفاع کې به له تاسې سره له یو موټیوالي پر شا نه شي.''
د اغلې اوتنبایوا په وینا په افغانستان کې له زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت د دوام وړ نه دی او دوام به د طالبانو د حکومت، نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ ترمنځ واټن ډېر کړي. د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې له هغه راهیسې چې تر شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې یو اعشاریه یو میلیون نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي.





















