رینا امیري: افغان حقوقپوهانې د روزۍ موندلو لپاره سوال ته اړ شوې

رینا امریي

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان د بشر حقونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبانو حقوق‌پوهانې په کورونو کېنولې دي او اوس دا ښځې د خپلو بچیانو لپاره د خوړو برابرولو سوال کولو ته اړې شوې دي.

اغلې امیري پر ټویټر لیکلي: "تېر کال په دې ورځو کې طالبانو د افغانستان د خپلواکو وکیلانو بنسټ منحل کړ چې یوه نمونه وه".

نوموړې دا هم لیکلي چې اوس ښځې له خپلو حقوقي چارو لیرې کړل شوې دي او ډېری قاضیانې او وکیلانې له خپلو مهارتونو په ګټه اخیستو خپل اولاد ته خواړه چمتو کوي.

رینا امیري وايي، دا "بې عدالتي" ده.‌

امیري پر ټویټر د طالبانو له لوري د ښځو په درو وهلو په اړه لیکلي "دا یوه خطرناکه نښه ده، چې طالبان له نړۍ سرغړونه کې دا ښيي چې د خپلو پخوانیو سره بیا راڅرګند شوي".

دا زیاتوي، دا کار د تېر په څېر افغانستان یوه (خطرناک) مسیر ته بیايي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

طالبانو دوه ورځې وړاندې د دریو ښځو په شمول ۱۲ کسان په داسې حال کې یوه لوبغالي کې په درو ووهل چې زرګونه کسانو ورته کتل.

یوه طالب چارواکي بي بي سي ته وویل، دا کسان د زنا، غلا او لواطت په ګډون د 'اخلاقي جرمونو ' له کبله محکوم شوي.

دا په یوه تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی، چې طالبانو حکومت په عام محضر کې دا ډول سزا ورکوي. دغه ډول سزا ورکول د ځینو په اند بېرته ۱۹۹۰ مو کلونو ته د ستنېدو په مانا دي، چې طالبانو لومړی ځل په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته ورته سزاګانې ورکولې.

په درو د وهلو دا تازه پېښه لوګر ولایت کې شوې ده.