د طالبانو حکومت د څه باندې ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې کړې

د خپرېدو وخت

طالبانو حکومت د اقتصادي معاونیت له خوا خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي چې د ملا عبد الغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه کې د ۲۷ پروژو په اړه خبرې وشوې.

وینا پاڼه زیاتوې یوازې د درې پروژو تړونونه د نورې ارزونې اړونده ادارو ته ولېږل شول او ۲۴ یې منظور شول.

د دې پروژو لګښت شاوخوا لس میلیارده افغانۍ ښودل شوی چې څه باندې یو سل او ۴۱ میلیونه ډالره کیږي.

ویل شوي چې دا پروژې د دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، اوبو او برېښنا وزارتونو او کابل ښاروالۍ اړوندې دي.

د کابل ښاروالۍ په دې اړه پر ایکس پاڼه لیکلي چې د تدارکاتو کمیسیون په کابل ښار کې د څه باندې ۱۴ کیلومټرو په مجموعي اوږدوالي د شپږو سړکونو رغول منظور کړي چې لګښت یې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ کېږي.

په زابل کې د توري بند پاتې چارې، پنجشیر ولایت کې د پارنده بند جوړول، د برېښنا او انټرنېټي خدماتو غځول په دې ډله کې له مهمو پروژو یادې شوي دي.

د دې پروژو دتمویل په اړه څه نه دي ویل شوي خو د طالبانو د حکومت له خوا پلي کېدونکي پروژې له حکومتي عوایدو تمویلیږي.

د طالبانو حکومت څو ځله له نړیوالې ټولنې غوښتې چې افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو پلي کولو کې مرسته وکړي.

دغه راز غوښتنه شوې چې نړیواله ټولنه دې هغه پروژې بشپړې کړي چې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته نیمګړې پاتې دي.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي له افغانستان سره په بشري او اقتصادي مرستو کې ډېر کموالی راغلی.

نړیواله ټولنه تر ډېره پراخې بشري او اقتصادي مرستې د طالبانو حکومت له خوا بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوي سره تړلې بولي.