تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت د کانونو وزیر د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشره د دې پروژې ژر پیلېدو غوښتنه کړې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په کابل کې د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د ژر پیل غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د معلوماتو له مخې، ښاغلي دلاور زیاته کړې، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل لپاره د امنیت په ګډون ټول شرایط برابر دي او دوی په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.
ورته مهال ملت ته د دولت د حساب ورکولو په وروستي پروګرام کې د رئيس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اقتصادي ستونزو له امله د ځوانانو کډوالېدو مخنیوي لپاره لازمه ده چې د ټاپي، کاسا زر، ټاپ او د پلخمري د سرخان په څېر لویې پروژې عملي شي.
ښاغلي حنفي په دغه غونډه کې له هغو هېوادونو چې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ښکېل وو، غوښتي چې د اقتصادي پروژو عملي کولو خنډ ونه ګرځي.
نوموړي وويل،" هغه هېوادونه چې د افغانستان په اشغال کې یې لاس درلود باید په افغانستان کې د اقتصادي پروژو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او د افغانستان کنګل کړې پانګه باید ازاده کړي. البته دا ستاسو اخلاقي مسوولیت دی چې د دې سترو پروژو پر وړاندې خنډ نه شئ."
ښاغلي حنفي دا هم ویلي، حکومت يې د احترام او متقابل تعامل او د نه لاسوهنې پر اساس له ګاونډیو، د سیمې هېوادونو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي.
په افغانستان کې په کور دننه د اقتصادي څرخ څرخولو لپاره د طالبانو حکومت ډېر تمرکز په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په ټرانزیټي پروژو او د کانونو پر سپړنه ور ټول دی.
همدا روانه اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره په هېواد کې د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسیس تړونونه لاسلیک کړي دي.
په دې کې د سرو زرو، مس عینک دویم، د سرب او جست او د اوسپنې کانونه شامل دي.
په هغو شرکتونو کې چې د استخراج او پروسیس تړونونه ورسره لاسلیک شول افغان، ایراني، ترکي، چینايي او بریتانوي شرکتونه شامل دي چې له افغان پانګوالو سره به په ګډه د کانونو د استخراج او پروسیس چارې پرمخ بیايي.
افغانستان کې له اوو لویو کانونو نه د استخراج او پروسیس دا تړونونه په داسې حال کې لاسلیک شول چې په افغانستان کې بې روزګاري یوه لویه ستونزه ده او ګڼ شمېر افغانان ترې سرټکوي، او په کور دننه د محدودو کاري فرصتونو له امله په لسګونو زره افغانان د کار موندلو لپاره ایران او پاکستان ته هم تللي دي.
هلته افغان کارګران د محدودیتونو له امله نه یوازې ځورول کېږي بلکې اړ دي چې د لږ عاید په بدل کې له خپلو کاري ساعتونو ډېر کار وکړي.