د ناپېلیون تومانچې: ولې لیلام کې په لوړه بیه پلورل کېږي؟

د ناپېلیون تومانچې

د عکس سرچینه، OSENAT AUCTION HOUSE

د عکس تشریح، ناپېلیون وروسته دا تومانچې خپل مرستیال ارمند ډي کالېنکورټ ته ورکړې او هغه خپلو اولادونو ته په ملکیت پرېښودې
    • Author, کترین ارمسټرانګ
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د فرانسې د امپراتور ناپېلیون بوناپارټ دوه تومانچې چې یو وخت یې پرې د ځانوژنې هوډ کړی و، په ۱،۶۹ میلیون یورو (۱،۴ میلیونه پونډه) په لیلام کې پلورل شوي دي.

دا وسلې، چې د پاریس ټوپک جوړوونکي لویس مارین ګوسیټ جوړې کړې دي، تمه کېده چې له ۱،۲ تر ۱،۵ میلیون یورو وګټي.

دغه تومانچې د یکشنبې په ورځ د اوسیناټ لیلام په کور کې وپلورل شوې – دا د فونټینیبلو ماڼۍ څنګ ته هغه ځای دی چې ناپېلیون په ۱۸۱۴ له واکمنۍ نه له لاس پر سر کېدا وروسته د ځانوژنې هڅه کړې وه.

د تومانچې خرڅلاو وروسته له هغې اعلان شو چې د فرانسې د کلتور وزارت په وروستیو کې دا د ملي شتمنۍ په توګه طبقه بندي کړې وې او صادرول یې منع کړي وو.

دا په دې مانا ده چې د فرانسې حکومت اوس ۳۰ میاشتې لري چې نوي مالک ته د پېرلو وړاندیز وکړي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی. په دې معنا چې تومانچه د لنډ مهال لپاره له فرانسې وتلی شي.

دا وسلې په سرو او سپینو زرو پوښل شوې او په څنګ کې یې د ناپیلیون انځور هم توږل شوی دی.

ویل کېږي وروسته له هغه چې بهرنیو ځواکونو د ناپېلیون پوځ ته ماتې ورکړه او دی بې‌واکه شو، غوښتل یې د ۱۸۱۴ کال د اپرېل پر ۱۲مه شپه د خپل ځان د وژنې لپاره له دې تومانچو ګټه واخلي.

خو د هغه جګپوړي پوځي مرستیال ارمند ډي کالېنکورټ له وسلو پوډر لیرې کړ او ناپلیون یې پر ځای زهر وخوړل خو ژوندی پاتې شو.

هغه وروسته تومانچې کالېنکورټ ته ورکړې، چې په پایله کې هغه خپلو راتلونکو اولادونو ته په ملکیت پرېښودې.

همدارنګه، په پلور کې د تومانچې اصلي بکس او بېلابېل لوازم هم شامل وو.

لیلاموونکي ژان- پېیر اوسیناټ وویل چې "د ناپېلیون عکس د هغه له نورو توکو سره په ډېره ټیټه طبقه‌بندۍ کې پلورل شوی.

د ناپېلیون یادګارونه خورا ډېر د پام وړ ګرځېدلي دي. یوه تریکورنیي خولۍ چې د هغه د سوداګریز برانډ برخه شوه په نومبر کې په ۱،۹ میلیون یورو وپلورل شوه.

دا تاریخي مشر د مدیترانې ایلبا ټاپو کې له جلا وطنۍ وروسته په ۱۸۱۵ کې واک ته راستون شو، خو د واټرلو په جګړه کې یې ماتې وخوړه.

هغه په ۱۸۲۱ کې دویم ځل په جنوبي اقیانوس کې د سینټ هیلینا ټاپو ته تبعید او همالته په جلاوطنۍ کې مړ شو.

HOHUM/WIKIMEDIA COMMONS

د عکس سرچینه، HOHUM/WIKIMEDIA COMMONS

د عکس تشریح، له نژدې دوو سوو کلونو راهیسې ویل کېږي چې ناپېلیون مسکو کې تر ماتې وروسته د اتیا ټنو په وزن سره او نور ګرانبیه توکي له ځان سره ولوټل