تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سانتیګراد ۳،۱ درجې هوا تودېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری څومره جدي دی؟
د ملګرو ملتونو لخوا پنجشنبه یو نوی خپور شوی رپوټ وايي، که اغېزناک ګامونه وانهخیستل شي، نو د روانې پېړۍ تر پایه ښايي د نړۍ هوا د سانتیګراد ۳ اعشاریه ۱ درجه توده شي.
خو دا څومره ممکنه ده؟
د دې پوښتنې ځواب هم د نړۍ اقلیم پورې د نورو اړوندو مواردو په څېر پېچلی دی.
د شنوخونو غازو خپرېدو په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ ښيي، که یوازې همدا 'اوسنۍ پالیسۍ' پلې شي، نو بیا هم د نړۍ تودوخه ۳ اعشاریه ۱ درجه لوړېدای شي.
د ملګرو ملتونو په وینا دا به نړۍ ته "ویجاړوونکې" پایلې ولري، ځکه د تودو څپو او سېلابونو په څېر ناوړه اقلیمې پېښې ورسره په ډراماتیک ډول ډېرېدای شي.
د دې کچې تودوخه کې که بهر په پرانیستې فضا کې کار ناممکن نه وي، نو ډېر ستونزمن به خامخا وي.
خو دا ورکړل شوي ارقام نوي هم نه دي، او مخینې ته یې باید وکتل شي.
د تودوخې زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو وړاندوینې درې کاله مخکې ګلاسکو کې کاپ۲۶ (COP26) لپاره د هېوادونو له غونډې راهیسې ورته پاتې دي.
دا نوی رپوټ وايي: "اټکل دا دی چې د اوسنیو پالیسیو دوام به د روانې پېړۍ په اوږدو کې د نړۍ د تودېدو بهیر حد اکثر ۳ اعشاریه ۱ درجو (له ۱،۹ تر ۳،۸) پورې محدود وساتي."
دا اندازه د اقلیم بدلون په اړه د بینالدولتي پلاوي (IPCC) له وروستي رپوټ سره هم چې په ۲۰۲۱ کال کې خپور شوی، اړخ لګوي.
په هغه رپوټ کې ویل شوي، چې که د شینکویزه غازونو تولید په لوړه کچه دوام ومومي، نو روانه پېړۍ کې به د نړۍ هوا ۳ اعشاریه ۶ درجې توده شي.
د ملګرو ملتونو دا نوی رپوټ وايي، که هېوادونه د کاربن کمولو لپاره د خپلو اعلان کړو پلانونو پر ژمنه عمل وکړي، نو بیا به تودوخه د سانتیګراد د ۲ اعشاریه ۶ او ۲ اعشاریه ۸ درجو ترمنځ لوړه شي.
خو که ټول هېوادونه صفر ته د کاربن د تولید کښته کولو لپاره د خپلو پلانونو عملي کول پیل کړي، نو د ملګرو ملتونو د رپوټ په وینا، د تودوخې د لوړېدو بهیر د ساتنیګراد تر ۱ اعشاریه ۹ درجو محدود ساتل کېدای شي.
په هره توګه دا نسبتآ سړه سناریو هم کومه هیله او ډاډمنتیا نه شي بخښلی، ځکه ان د هوا همدغه ۱ اعشاریه ۹ درجې لوړېدل هم ناورین زېږوونکي زبادېدای شي.
د انسانانو اقداماتو پورې اړوندو اغېزو تر دې دمه د نړۍ تودوخه ۱ اعشاریه ۱ درجه لوړه کړې، خو پایلې یې په بېلابېلو بڼو او اندازو کتل کېدای شي.
د اوبهوا زیان اړونکې پېښې، د سمندرونو د سطحې لوړېدل او سېلابونه یې ښې بېلګې دي.
ژمنې او نهیلۍ
دا چې د تودوخې لوړېدو په تړاو دغو وړاندوینو کې ښهوالی نه ښکاري، دې ملګري ملتونه نهیلي کړي دي.
ډېرو هېوادونو که څه هم کاپ۲۷ او کاپ۲۸ غونډو کې ژمنې کړې، خو په عملي ډګر کې ګامونه ډېر سوکه دي.
د ملګرو ملتونو راپور وايي، د پاریس موافقې اهداف چې د سانتیګراد تر ۲ درجو لاندې د تودوخې د لوړېدو محدودول او تر ۱ اعشاریه ۵ درجو پورې یې ساتلو لپاره هڅې وې، اوس له جدي خطر سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې له زماني اړخه هم د دغه نوي رپوټ خپرېدو ته کتل مهم دي. دا رپوټ داسې مهال خپرېږي چې د نړۍ سیاسي مشران څو اوونۍ وروسته په اذربایجان کې کاپ۲۹ لپاره راټولېږي.
هېوادونو پر دې هوکړه کړې، چې له را روان پسرلي د کاربن کمولو لپاره نوي پلانونه رامخ ته کړي.
دا پلانونه له ۲۰۲۵ تر ۲۰۳۵ پورې د یوې لسیزې لپاره دي.
ساینسپوهان وايي، که د شینکوړیزه غازونو د خپرېدو ګراف تر هغه مهاله نه وي راټیټ شوی، نو بیا ممکنه ده چې هوا په ننګونکې توګه د سانتیګراد تر درېیو درجو یا له هغې هم ډېره توده شي.
په رپوټ کې نور نوي څه دي؟
د ملګرو ملتونو په وینا یو شمېر داسې لاملونه او فاکتورونه شته چې نوي دي او د شینکوړک غازونو د تولید لوړېدو لامل کېږي.
د بېلګې په توګه په ۲۰۲۳ کال کې د الوتنو زیاتوالي له کبله د ۲۰۲۲ کال پرتله ۱۹ اعشاریه ۵ سلنه ډېر کاربن اخراج شوی او لامل یې د کورونا وبا له کبله پر سفر د لګېدلو محدودیتونو پای ته رسېده وو.
همدا راز د ځمکني ترانسپورت له کبله هم د کاربن د اخراج کچه لوړه وه.
خو پخپله د اقلیم د بدلون اغېزو په څېر نور لوی عوامل هم وو، چې هوا ورسره توده شوې او خلک یې اړ کړي چې ایرکنډېشنونو او کولرونه ډېر وکاروي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال له پروګرام (یواېنييپي) څخه ډاکتره ان اولهوف وايي: "موږ د اقلیم بدلون ډېرې سختې اغېزې وینو یا یې لیدل پیلوو، نو تودوخو څپو د کورونو او دفترونو سړولو لپاره د انرژۍ غوښتنه ډېره کړې ده."
نوموړې زیاتوي، "دې همدا راز د اوبو بریښنا تولید هم اغېزمن کړی، چې ټیټ شوی دی. او کله چې د اوبو برېښنا تولید کم شي نو څه کوئ؟ د ډبرو سکرو ته لا ډېره مخه کوئ."
بل لامل برېښناييموټرونو او تودوخې لپاره د بریښنا کارېدو ته مخه کول دي. د برېښنايي موټرونو او تاوده باد بوخاریو ډېرېدو هم انرژۍ ته اړتیا ډېره کړې، چې پوره کولو لپاره یې ډېر وخت د فوسیلي سونتوکو له سرچینو ګټه اخیستل کېږي.