ایران کې د ډبرو سکارو کان کې چاودنې له۵۰ ډېر کسان وژلي
د ایران په سویلي ولایت خراسان کې د ډبرو سکاره یوه کان کې د چاودنې له کبله تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي. رپوټونه وايي ۲۴ نور کارګر نادرکه دي او فکر کېږي چې د کان د ننه بند پاتې دي.
ایراني چارواکو ویلي دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې شوې او دلیل یې هم د ډبرو سکارو په تونلونو کې د متان ګاز تولید دی چې په کیمیاوي بڼه د چاودنې لامل کېږي.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ویلي، د چاودنې پر مهال ۶۹ کارګر د پېښې په ځای کې وو.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چې دا مهال د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د ګډون لپاره د امریکا نیویارک ته رسېدلی، دغې پېښې ته د جدي رسېدو امر کړی دی.
ښاغلي پزشکیان د کانونو او ټولنیزو چارو له وزیرانو غوښتنه کړې چې د کره څیړنو او قربانیانو ته د ښه رسېدو په موخه ژر تر ژره د دغې کان سیمې ته ځانونه ورسوي.
د خراسان ولایت طبس کارخانې اجرائیوي مشر ابراهیم رحیمیان ایلنا خبري اژانس ته ویلي "د کان چاودنه کې تر اوسه د ۵۰ کارګرو وژل کېدل تایید شوي او ۱۷ نور کارګر بوږنېدلي دي."
د ایران د صنعت، معدن او سوداګرۍ وزیر محمد اتابک دا مهال طبس ته رسېدلي. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي: "هغه خصوصي شرکت چې ددغه کان کیندلو چارې یې پر غاړه دي، د ارزول کېدو په حال کې دی خو اوس د کارګرو رایستل لومړیتوب دی".

د ایران د پارلمان او قضائیه قوې مشرانو هم پېښه کې د مرستې کولو غوښتنه کړې.
د ابراهیم رحیمیان په وینا، د کان په سي برخه کې ۲۲ ایسارو کارګرو د متان ګاز له کبله سا ورکړې ده.
د پېښې له ځایه په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ګڼ شمېر مړي په خاورو او سکرو کې تیت پرک پراته دي.
د ایران د سویلي خراسان چارواکو ویلي چې دمګړۍ په دغه ولایت کې د مرستو رسولو بیړنۍ حالت اعلان شوی او په ټکو یې ټول پام دې ته دی چې د پېښو قربانیانو ته سمه او پر وخت ورسېږو.
په ایران کې په ځينو کاري سیمو په ځانګړي ډول کانونو کې په وروستیو څو کلونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
یوازې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې اته مرګوني پېښې شوي چې څلور یې د ډبرو سکارو په کانونو کې وې. د ایران یوې ورځپاڼې (اعتماد) لیکلي چې د سږ کال لومړیو درېیو میاشتو کې مرګژبله د تېر ټول کال پرتله ډېره وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دلته په کاري چاپیریال کې د معیارونو نه رعایت او د باور وړ ماشینونو نشتوالی د داسې پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
تېر کال هم د ایران شمال دامګان ښار کې د سکرو کان کې چاودنې شپږ کسان وژلی وو چې غالبا د چاودنې لامل د میتان ګاز راوتل ښودل شوي وو.
د ۲۰۲۱ کال مې میاشت کې هم دوه کسان هغه مهال مړه شول چې د همدې ځای د کان یوه برخه ونړېده.
همداشان، په ۲۰۱۷ کې د ایران شمال ازاد شهر ښار کې د کان ۴۳ کارګر یوې چاودنې ووژل چې د ایراني چارواکو پر وړاندې د خلکو تونده غوسه یې راوپاروله.























