ایران: د کرمان برید یو طراح نیول شوی او بل تورن تری تم دی

د عکس سرچینه، IRNA
د ایران د اطلاعاتو وزارت په دې اړه "درېیم بیان" کې ویلي د کرمان برید یو شمېر سمبالوونکي او طراحان نیول شوي، دوه تنه یې په مخامخ نیښته کې وژلي او یو بل هم هلته پټ دی چې د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د داعش اړوند دغو نیول شویو کسانو کې د یو تن نوم "محمد عمران تنویر" چې مستعار نوم یې " ابوعمران" دی یاد شوی او د داعش خراسان څانګې یو مشر بلل شوی دی.
ابو عمران د "عبدالله تاجیکي" اړوند کس بلل شوی چې د معلوماتو له مخې اته کاله مخکې له داعش ډلې سره یو ځای شوی او د بمونو پر جوړولو یې لاس ګرځي.
د دوهم کس نوم هم " مهتاب" (نارینه) یاد شوی چې هغه هم د" عبدالله تاجیکي" اړوند کس بلل شوی چې په وینا یې د کاریګر په توګه یې ایران ته بیولی وو.
دغه وزارت کاږي چې د داعش خراسان څانګې نږدې ۸ کسان یې په مختلفو سیمو کې نیولي چې په دې هېواد کې یې " د ترهګریزو" بریدونو پلان درلود.

د عکس سرچینه، Social Media
تر اوسه د نیولو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی خو دغه وزارت بیا د یوه افغان وګړي نوم هم یاد کړی چې د داعش یو مشر او ددې برید یو طراح بلل شوی او دا مهال له دوی پټ شوی دی.
د یاد افغان وګړي نوم " محمد عادل عارف" چې په "عادل پنجشیري" مشهور دی یاد شوی.
د ایران د اطلاعات وزارت وایي د داعش خراسان څانګې دغه غړی د پلازمینې تهران په لویدیځ کې پټ شوی او دوی یې د نیولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.
د ایران امنیتي ځواکونو له خلکو غوښتي چې ددې کس له لېدو سره سلاسمي له دوی سره مالومات شریک کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه وزارت نه دي ویلي چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت سره په دې اړه اړیکه نیولې کنه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم بي بي سي ته وویل چې له دوی سره تر اوسه اړیکه نه ده نیول شوې.
ښاغلي مجاهد زیاتوي چې حکومت یې تیار دی په دا ډول مواردو کې له ګاونډیانو سره همکاري وکړي
د یادولو ده چې وړاندې د ایران اطلاعاتو وزارت د "عبدالله تاجیکي" په نامه یو کس ددغه برید" اصلي طراح او ملاتړی" معرفي کړی وو.






















