مجاهد وايي په غور کې دوه وسله‌وال چې پر شيعه ولسي وګړو بريد کې ښکېل وو وژل شوي

ذبيح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، په غور کې یې د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې هغه دوه وسله وال وژلي او یو شمېر یې نیولي، چې په وینا یې، هلته پر شیعه ولسي وګړو د تېرې وږي میاشتې په وسله وال برید کې ښکېل وو.

د غور او دایکندي ولایتونو په سرحدي سیمه کې په دغه برید کې لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شوي او شپږ نور پکې ټپیان شوي وو.

هغه مهال د دغه بريد مسووليت د داعش ډلې د خراسان څانګې منلی و.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه برید کې ښکېلو کسانو په کابل او بامیانو کې هم په وسلوالو بریدونو کې لاس درلود.

ښاغلي مجاهد ادعا کړې، چې دې ډلې ته په بلوچستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د مشرتابه لخوا د بریدونو لارښوونه کېده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

هغه تېره میاشت هم ادعا کړې وه، چې اسلامي دولت ډله په افغانستان کې خپل بریدونه له پاکستانه سمبالوي.

نوموړي ويلي وو چې د دوی [طالبانو حکومت] له لوري د داعش خراسان څانګې تر ځپل کېدو وروسته اوس د دغې ډلې پاتې مشران او غړي د ځينو "استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خيبرپښتونخوا ته لېږدول شوي او هلته مرکزونه او روزنيز کمپونه لري."

پاکستان دا تورونه رد کړي او چارواکي يې بیا پرلپسې ادعا کوي، چې وسله والې ډلې د افغانستان خاوره پر پاکستان د بریدونو لپاره کاروي.

غور

د غور او دايکندي تر منځ د دغو ولسي وګړو د وژل کېدو پېښه په کور دننه او بهر غندې شوې وه.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه دا بريد وحشيانه او ترهګريز عمل بللی و.

ډاکتر عبدالله عبدالله هم د غندنې تر څنګ د پېښې قربانيانو کورنيو ته د صبر غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر رېچارډ بېنېټ هم د بريد غندنه کړې وه او دا يې د نړيوالو جرمونو نښه بللې وه.

داعش ډلې وړاندې هم افغانستان کې پر شيعه مذهبو د ګڼو مرګونو بريدو مسووليت منلی دی. دا ډله پر افغانستان سربېره په پاکستان، ايران او مرکزي اسيا کې فعاليت لري چې د سيمې او د نړۍ هېوادونه يې ګواښ بولي.