بنګله دېش کې د افغان نجونو محصلینو "نا څرګند" برخلیک

د عکس سرچینه، Asian University for Women
- Author, خلیل نوري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
بنګله دېش کې د ښځو لپاره اسيايي پوهنتون له پنځو سوو د زياتو افغان ښځينه محصلينو کوربه توب کوي.
د شیخ حسینه حکومت پر ضد د تاو تریخوالي او لاریونونو د زیاتېدو پر مهال، دغه زده کوونکي په ټولګي کې وو، چې ورته وویل شول، درس او ټولګی بند کړي او بېرته دې لیلیې ته ولاړې شي.
په بنګله دېش کې د ناکراریو له پیل راهیسې دا ټولې نجونې په لیلیه کې بندې دي او د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي "دا نجونې په لیلیه کې د بندیانو په څېر دي. که وضعیت خراب شي، نور محصلین د خپلو هېوادونو سفارتونه لري او د اړتیا پر مهال به ورسره همکاري وکړي، خو افغان محصلین په وېره او اندېښنه کې دي".
دغه سرچینه وايي، دوی د پوهنتون رئیس ته ایمیل هم استولی او ویلي یې دي، چې د خوندیتوب او امنیت احساس نه کوي.
له هېواده د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له وتلو سره سم، پرون دوشنبه د دویم ځل لپاره دغو محصلینو انټرنټ نه درلود. خو دا ځل ځنډ یوازې د څو ساعتونو لپاره و. مخکې له هغې دوی شاوخوا یوه اونۍ انټرنټ ته لاسرسی نه درلود.
په بنګله دېش کې د لڼد مهالي حکومت له جوړېدو سره سره دغه نجونې د خپل کړکېچن حالت په اړه اندېښمنې دي.
یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، "د پېښې په پیل کې د افغانستان سفارت هم دغو محصلینو ته کوم پیغام نه و استولی. پر یوه پوهنتون له برید وروسته ځینو هېوادونو خپل محصلین ور وبلل." خو دغه سرچينه وايي: "که وضعيت لا خراب شي، دا نجونې به څه وکړي؟ که بېرته افغانستان ته ستنې شي، ښايي طالبان به يې بنديانې کړي او هېڅ چانس هم نشته چې کوم درېيم هېواد يې ومني."

د عکس سرچینه، RABANA/HAQ
يوه بله سرچينه وايي، د افغان محصلينو اندېښنه دا ده، چې ښايي په بنګله دېش کې وضعيت نور هم خراب شي، ځکه ښايي د حکومت د جوړېدو په اړه هوکړه ونه شي او ډېر خلک وايي، چې حکومت بايد اسلامي وي، په داسې حال کې چې عيسويان او هندوان هم په دغه هېواد کې اوسېږي. ښايي کورنۍ جګړه په کې رامنځته شي او دا نجونې بیرته افغانستان ته واستول شي."
دغو نجونو د پوهنتون له چارواکو غوښتي چې "د خپلو مرستندیه سرچینو سره مشوره وکړي، لږ تر لږه اجازه ور نه کړي چې دوی بېرته افغانستان ته ستنې کړای شي."
د ښځو لپاره د اسیا د پوهنتون مرستیالې، ربانا حق بی بی سی ته ویلي، "زه غواړم ډاډ درکړم، چې موږ به د افغان نجونو ساتنه وکړو." هغه وايي، "پوځي ځواکونه له پوهنتون بهر ګزمې کوي او دا چې زموږ د پوهنتون چاپېریال تړلی دی، نو تر بل هر ځای خوندي دی."
د ښځینه محصلینو د اندېښنو په ځواب کې مېرمن ربانا حق وايي: "د دوی د اېستلو کوم پلان نشته او تر کومه ځایه چې موږ پوهېږو، افغانستان داسې ځای نه دی چې دوی به یې بېرته ورستنې کړای شي."
د ښځو لپاره اسیایي پوهنتون له پلازمینې ډاکې شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لېرې په چیټاګانګ ښار کې پروت دی. په دغه پوهنتون کې یو شمېر افغان ښځینه محصلینو د جمهوري نظام تر سقوط مخکې هم زده کولې او یو شمېر یې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د تحصیلي بورسونو په ترلاسه کولو هلته د زده کړو لپاره تللې دي.
له دغو نجونو ځینې یې د کمپیوټر ساینس، عامې روغتیا، فلسفې او اقتصاد په برخه کې زده کړې کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
مخکې له دې چې پوهنتون پیل شي، زده کوونکي باید د انګلیسي، ریاضي او کمپیوټر پروګرامونو د زده کړو لپاره د کالج دوه نیم کلنه دوره بشپړه کړي.
دا ټولې نجونې د پوهنتون په لیلیه کې ژوند کوي. د دغې سرچينې په وينا، د زده کوونکو لپاره خواړه، اوبه او برېښنا شته او کومه ستونزه نه لري او روغتيايي مرکز يې هم فعال دى.
په دغه پوهنتون کې د افغان نجونو تر څنګ د شپاړسو نورو هېوادونو محصلین هم په زده کړو بوخت دي.
بوتان د ښځو لپاره د اسیا په پوهنتون کې خپل محصلین بېرته خپل هېواد ته ورغوښتي او د سریلانکا محصلینو خپلې زده کړې پای ته رسولي او له مهالوېش سره سم کورونو ته ستنې شوې دي.
د پوهنتون چارواکو له محصلینو غوښتي، چې په لاریونونو کې له ګډونه ډډه وکړي او له رسنیو سره د خبرو اجازه هم نه لري.
په دغو زده کوونکو کې هغه واده شوې ښځې هم شته چې له خپلو مېړونو او ماشومانو پرته له افغانستانه بنګله دېش ته د زده کړو لپاره تللې دي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته مکتبۍ نجونې له زدکړو راګرځولي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي.





















