اسرائيل وايي غزه کې یې د پنځو يرغمل شويو وګړو جسدونه موندلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اسرائيلو پوځ اعلان کړی چې د دوی ځواکونو د هغو پنځو تنو يرغمل شويو جسدونه موندلي چې د اکټوبر پر اوومه نېټه پر اسرائیلو د حماس بريد کې برمته شوي وو او غزې ته لېږدول شوي وو.

د اسرائيلو پوځ وايي، د دغو کسانو جسدونه پرون د غزې جنوب خان يونس سیمه کې د پوځي عملياتو پر مهال موندل شوي او بېرته اسرائيلو ته وړل شوي دي.

د اسرائيلو د پوځ‌ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مایا ګورن په ګډون د پوځيانو تومر اهيماس، کريل برودسکي، راويد اريه کاټز او اورن ګلډيس جسدونه له عملياتو وروسته اسرائيلو ته لېږدول شوي دي.

د اسرائيلو دفاع وزير يواو ګالانت په يوه بيان کې د دې عملياتو ستاينه کړې او زياته کړې يې ده، چې: "پوځ به د حماس پر وړاندې جګړې ته تر هغه دوام ورکړي چې دغې ډلې ته يې ماته نه وي ورکړې. موږ ژمن یوو چې يرغمل شوي کسان کور ته راستانه کړو. "

اسرائيلي پوځ‌ تر دې وړاندې هم له غزې خپل يرغمل شوي وکړي ايستلي وو.

د اسرائيلي يرغمل شويو او لادرکه وکړو کورنيو یوې ټولنې پر حکومت غږ کړی چې د اوربند موافقه وکړي چې له مخې يې پاتې يرغمل شوي وګړي بېرته کورونه ته ستانه کړل شي.

دغې ټولنې په يوه بيان کې چې نن خپور شوی ويلي، "دا د اسرائيلو دنده ده چې ټول وژل شوي کسان په باعزته توګه خاورو ته وسپاري او ټول ژوندي يرغمل بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي. "

تمه ده چې پنجشنبې به د امريکا ولسمشر جو بايډن يو ځل بيا د اسرائيلو له لومړي‌وزير بنيامين نتنياهو وغواړي چې د پاتې يرغمل شويو وکړو د خلاصون لپاره يوې هوکړې ته ورسېږي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو امریکا کې کانګرس ته په وینا کې ویلي، که امریکا او اسرائیل غواړي چې د بربریت ځواکونو ته ماتې ورکړي نو باید سره ودرېږي.

ښاغلی نتنیاهو په دې لټه کې دی چې په غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې ملاتړ ډېر کړي او ژمنه یې کړې چې په وینا یې حماس باید ختم کړي.

خو د دې جګړې ضد په زرګونو لاریون کونکي د کانګرس کپيټل ودانۍ بهر راټول شوي وو.

د کانګرس لسګونه ډیموکراټ غړي هم د بنیامین نتنیاهو د وینا پر وخت په تالار کې نه و. له کانګرس بهر، د امریکا بیرغ وسوځول شو او له یونین سټېشن بهر څو مجسمې خرابې شوې.