د هند یوه هوټل کې د دوو روسانو یو بل پسې مړینه؛ پولیسو ته د جنايي څېړنو امر شوی

د عکس سرچینه، PAVEL ANTOV/VK
د هند ختیځ کې د اوړیسه ایالت یوه هوټل کې د یوه روسي میلیونر 'پاوېل انتوف' د مړینې د جنايي څېړنې امر شوی دی.
پولیسو ویلي ښاغلي انتوف په هغه هوټل کې له دریم پوړه په رادانګلو سره ظاهرا ځان وژلی چې دوه ورځې وړاندې یې پکې یو بل ملګری مړ شوی و.
د پاوېل انتوف په اړه ویل شوي چې له ملګرو سره د هند په چکر تللی او همدغه هوټل کې یې خپله ۶۵مه کلیزه لمانځلې وه.
پولیس وايي لومړنیو څېړنو ښودلې چې دا پېښه جنايي اړخ نه لري.
د هند اوړیسه ایالت د پولیس مشر سنیل بنسل رسنیو ته ویلي 'دا چې په دغه هوټل کې دوه روسي وګړي یو په بل پسې مړه شوي، نو د پولیسو د جنايي څېړنو څانګې (سي ای ډي) ته مې په دې اړه د څېړنو حکم کړی دی. کلکته کې مو د روسیې کونسلګرۍ سره هم اړیکه کړې. کونسلګري دغو څېړنو کې راسره همکاري کوي."
ښاغلي بنسل زیاتوي چې "څلور روسي وګړي د 'رای ګړا' سیمې یوه هوټل کې مېشت وو. له دوی یو کس څو ورځې وړاندې غالبا د زړه ناروغۍ له کبله مړ شوی او عدلي طب د هغه جسد معاینه کړی و.
دوه ورځې وروسته خبر ترلاسه شو چې یو بل روسی وګړی په غیر طبیعي مرګ مړ شوی دی. د هغه مړی هم عدلي طب کې کتل شوی. مخکې ځايي پولیسو دا پېښه څېړله، خو اوس قضیه سي ای ډي ته سپارل شوې ده."
د ګرځندوی صنعت یوه چارواکي 'پراګیه چندرا' ویلي چې دغه څلور واړه روسي وګړي ۱۵ ورځو لپاره د هند د سیل او سفر په نیت راغلي او پام کې وه چې پر اوړیسه سربېره راجستان او څو نور شمال ختیځ ایالتونه وګوري.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغو روسي وګړو د سفر لارښود 'جتیندر سنګ' رسنیو ته ویلي "ټاکلې وه دغه کسان د ډسمبر پر ۲۲مه راجستان ته ولاړ شي. له دوی ۶۱ کلن ولادیمیر بودانوف د ډسمبر پر ۲۲مه خپله خونه کې بې سده وموندل شو. روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته وویل شول چې نوموړی مړ شوی. د هغه له خونې د واین بوتلونه او د زړه ناروغۍ ځینې درمل ترلاسه شوي وو."
د بودانوف تر مړینې دوه ورځې وروسته پاوېل انتوف هم همدغه هوټل کې مړ وموندل شو.
هغه ظاهرآ له دریم پوړه ځان غورځولی یا په حادثاتي ډول راپرېوتی دی.
د روسیې 'ار ټي' خبري شبکې هند کې د روسیې سفارت په حواله ویلي چې پولیسو ته دې پېښه کې د جرمي عمل څرک په نظر نه دی ورغلی.
پولیسو ویلي ښاغلی انتوف د خپل ملګري بودانوف پر ناڅاپي مړینه خورا خواشینی و او غالبآ له همدې کبله یې ځان وژلی دی.
خو پولیس دا هم څېړي چې که نوموړی په حادثاتي ډول د دریم پوړ له چته راپرېوتی وي.
د ۶۵ کلن پاوېل انتوف په اړه ویل کېږي چې روسیه کې یې د 'ولادیمیر سټنډرډ' په نوم د ساسج او غوښې د پروسس کمپنۍ درلوده.
هغه په کم وخت کې له دې لارې ډېرې پیسې ګټلې او د سیمې په شتمنو کسانو کې حسابېده.
نوموړی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د 'متحدې روسیې' ګوند او همدا راز د مسکو ګاونډ کې د ولادیمیر سیمې د ځايي پارلمان غړی و.
فوربز مجلې په ۲۰۱۹ کال کې هغه د روسیې د یوه پارلمان تر ټولو شتمن غړی او چارواکی بللی و.
نوموړي هغه مهال لس میلیارد روبل یا ۱۴۰ میلیون ډالره شتمني درلوده.
د روسیې تاس خبري اژانس د ولادیمیر سیمې د پارلمان رییس 'ولادیمیر کیسلیوو' له خولې لیکلي چې "پاوېل انتوف یو حساس او ځیرک شخص و او په خپلو منځلارو نظریاتو یې د ټولو زړونه ګټلي وو. "
هغه د نوموړي مړینه د ولادیمیر پارلمان او ټولې سیمې ته نه جبرانېدونکې ضایعه بللې.

د عکس سرچینه، KREMLIN
پاوېل انتوف تېره جون میاشت د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د روسیې د توغندیو پر برید سخته نیوکه کړې وه.
هغه برید کې یوه اووه کلنه ماشومه له خپلې مور سره ژوره ټپې شوې او پلار یې وژل شوی و.
ښاغلي پاوېل پر خپل ټویټر لیکلی و چې "دا راز بریدونو ته له ترهګرۍ پرته د بل څه ویل ستونزمن دي."
خو وروسته د خواله رسنۍ په روسي پلټفارم "وي کونتاکتې" د هغه په نوم یو پیغام خپور شو چې په ټویټر د روسیې پر برید د هغه دا نیوکه پکې تخنیکي ستونزه وبلل شوه.
دغه پیغام کې ویل شوي و چې پاوېل انتوف یو هېوادپال مشر او د ولسمشر پوتین ملاتړی دی.
پر اوکرایین د روسیې یرغل راهیسې څو نورو شتمن روسي اشخاص هم په مرموز ډول مړه شوي دي.
سپتمبر کې د روسیې د تېلو کمپنۍ 'لوکوېل' مشر رویل مګانوف مسکو کې د یوه روغتون له کړکۍ راپروتی و.





















