تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: بنګلهدېش د اسيا اېمرجېنګ جام سياليو کې افغانستان ته ماته ورکړه
په ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې له دوه پرلپسې بریاوو ترلاسه کولو وروسته، افغان لوبغاړو خپله دریمه لوبه د بنګلهېش الف لوبډلې پر وړاندې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.
د بنلګهېش لوبډلې ۳۰۹ منډو هدف پر وړاندې افغان الف لوبډلې ۲۸۷ منډې جوړې کړې او له ماتې سره مخامخ شوه.
د دې لوبې پچه بنګله دېش ګټلې او لومړی یې خپله توپ وهنه وکړه.
په لومړۍ پاڼۍ کې، بنګله دېش الف لوبډلې د افغان ابدالیان لوبډلې پر وړاندې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۸ منډې جوړې کړې. د افغان لوبډلې په ګټه محمد سلیم ساپي ۴، اظهارالحق نوید، ضیاءالرحمن اکبر او ابراهیم عبدالرحیمزي یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د افغان ابدالیان لوبډلې چټک توپ اچوونکي محمد سلیم ساپي څلورمه وېکټ هم ترلاسه کړه او د سیالې لوبډلې تکړه توپوهونکی محمدالحسن یې په ۱۰۰ منډو له ډګره بهر کړ.
د افغان ابدالیان لوبډلې چپ لاسي ورو توپ اچونکي ضیاءالرحمن اکبر د سیالې بنګالۍ لوبډلې شپږم لوبغاړی له ډګره بهر کړ.
اظهار الحق نوید څلورمه وېکټ تر لاسه کړه.
د افغان ابدالیان لوبډلې ځوان لیګ ورو توپ اچوونکي اظهار الحق نوید د سیالې بنګالۍ لوبډلې څلورم توپوهونکی هم له ډګره بهر کړ. سیاله لوبډله اوسمهال له ۲۷.۲ اورونو وروسته ۱۵۱ منډې لري.
دا په دغه جام کې د افغانستان دریمه لوبه ده. افغان لوبډلې خپلې تېرې دواړه لوبې ګټلې دي.
د افغانستان الف لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې عمان ته په ۷۲ او دویمه لوبه کې کوربه شريلنکا ته په ۱۱ منډو ماته ورکړې وه.
د افغانستان له اړخه ننۍ لوبه کې شاهدالله کمال (لوبډلمشر) نور علي ځدراڼ، ریاض حسن، زبید اکبري، بهیر شاه، اکرام علیخېل، شرفالدین اشرف، اظهارالحق نوید، ابراهیم عبدالرحیمزی، محمد سلیم ساپی او ضیا الرحمن اکبر لوبېږي.
دا د اېمرجېنګ لوبډلو اسیا جام پنځم پړاو دی او د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش او شريلنکا په ګډون پکې، چې د کرېکټ نړیوال شورا دایمي غړي دي، ټولټال اته اسیايي لوبډلې برخه لري.
دوی پر دوو ګروپونو وېشل شوي.
د عمان، متحدو عرب اماراتو او نیپال د اسیا کرېکټ شورا د پریمیر جام له لارې دغو سیالو ته لار موندلې.
د نن بله لوبه د شري لنکا او عمان ترمنځ پلان شوې.
د کرېکټ اېمرجېنګ اسیا جام سيالۍ د روانې جولای میاشتې تر ۲۳مې دوام کوي.