تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د افغانستان الف لوبډلې د اسيا جام اېمرجېنګ سياليو کې شري لنکا ته ماته ورکړه
د اسيا اېمرجېنګ سياليو په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې شري لنکا ته د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
شري لنکا د پچې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه چې شري لنکا ونشوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې په ۳۹ اور کې د ۲۴۱ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره رياض حسن ښه وځلېد، ده په ۱۰۴ توپونو ۸۲ منډې وکړې. د نوموړي تر څنګ نور علي ځدراڼ ۵۳، اکرام عليخېل ۳۴، شاهدالله ۲۳ او شرف الدين اشرف ۱۹ منډې وکړې.
د شري لنکا لپاره ميندو بهينوکا ۱۱۹، دوشن هېمنتا ۳۱ او لوبډلمشر دونېت ويليلجي ۲۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره ابراهيم عبدالرحيمزي نن بيا ښه وځلېد او څلور لوبغاړي يې وسوځول. د ده تر څنګ محمد سليم دوې، ضياالرحمان دوې او شرف الدين اشرف يوه وېکټه واخيسته.
په دې اتلولیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شري لنکا، عمان، نیپال او متحده عربي اماراتو اېمرجېنګ لوبډلې ګډون کوي.
په دغو سياليو کې د افغانستان راتلونکې لوبه د دوشنبې پر ورځ له بنګله دېش سره ده.
په افغان لوبډله کې د لوبډلمشر شاهدالله کمال تر څنګ، نورعلي ځدراڼ زبید اکبري، بهیر شاه، الله نور، اکرام عليخېل، ریاض حسن، احسان الله جنت، بهیر شاه محبوب، شرف الدین اشرف، اسحق رحیمي، ضیا اکبر، نوید اظهار، سلیم صافی،بلال سمیع ،ابراهیم عبدالرحیمزی او وفادار مومند غوره شوي دي.
دغه سيالۍ به د روانې جولای میاشتې تر ۲۳مې نیټې (لس ورځې) دوام وکړي.