چین: افغانستان باید د جیوپولیټکي لوبو د ډکر پر ځای د همکاریو پلټفارم وي

د عکس سرچینه، Getty Images
چین وايي افغانستان باید نویو حالاتو او شرایطو ته په کتو د بېلابېلو خواو ترمنځ د جیوپولیټیکي لوبو د ډګر پر ځای د همکاری پلټفارم وګرځي.
بېجېنګ ویلي دوی افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې لپاره د هر پلان او اقدام ملاتړ کوي او په دې تړاو هره ډول هڅو کې فعاله برخه اخلي.
دغه هېواد همدا راز د هیله هم ښودلې، په افغانستان کې د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت د ښځو، ماشومانو او قومونو په ګډون د ټولو خواو حقونو ته درناوی ولري، د افغانانو ګټې خوندي او هغه تمې پر ځای کړي چې نړیواله ټولنه یې ترې لري.
دغه هېواد د افغانستان موضوعاتو په تړاو خپل لیدلوری چارشنبه (د اپریل ۱۲مه) په ۱۱ مادو کې اعلان او د خپل بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه خپور کړی دی.
بېجېنګ د سړک او کمربند نوښت، سیمه ییزه اقتصادي همکارۍ او اتصال کې د افغانستان د ونډې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا همکاري به افغانستان "په وچه کې له ایسار هېواده" د "وچې پر نښلوونکي هېواد" واړوي.
چین وايي له افغانستان سره به د بیارغونې، اقتصادي ودې، سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، د بې وزلۍ ختمولو په ګډون بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
دغه هېواد له افغانستان سره همدا راز د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې هم د ټینګ ملاتړ ژمنه کړې.
په دې لړ کې په مشخصه توګه د ختیځ ترکستان اسلامي غروځنګ یادونه شوې او ویل شوي چې دا ډله د چین، افغانستان او ټولې سیمې امنیت ته ګواښ ده
بېجېنګ وايي دوی هیله من دي چې افغانستان به د دغه غورځنګ په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو د رېښو وچولو لپاره کارنده ګامونه واخلي او په دې توګه دغه هېواد (افغانستان) کې د دوی او نورو هېوادونو د اتباعو، بنسټونو او پروژو امنیت خوندي کړي.

د عکس سرچینه، SM
چین دا ټینګار هم کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې باید دوه اړخېزې او څو اړخیزې همکارۍ پیاوړې شي.
په دې اړه ویل شوي چې افغانستان د ترهګرۍ له اړخه له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی، نو اړتیا ده چې نړیواله ټولنه له دغه هېواد سره د اړینو وسایلو او تخنیکي همکارۍ ترڅنګ په دې کې مرسته وکړي چې دغه هېواد بیا د ترهګرو پر ځاله وانه وړي.
بېجېنګ ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او سختدریځۍ جرړې سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی، نو نړیواله ټوله باید دغه هېواد سره دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
چین په دې لړ کې مشخصا پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو او مسوولیتونو عمل وکړي.
دغه هېواد ویلي نړیواله ټولنه کې دا لیدلوری عام دی، چې متحدو ایالتونو د افغانستان د شتمنیو په کنګلولو او پر دغه هېواد د یو اړخیزه بندیزونو په لګولو سره تر ټولو ستر بهرنی عامل دی، چې د بشر دوستانه وضعیت د ښه کېدو مخه یې نیولې.
بېجېنګ وايي امریکا باید سملاسي پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لغوه، کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې او له دغه هېواد سره بشردوستانه برخو کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.





















