'کابل برید کې ۵ چینایان ټپیان شوي' چین له خپلو اتباعو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي

د عکس سرچینه، Reuters
د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل په پروني (دوشنبې ورځې) برید کې پنځه چینايي وګړي ټپیان شوي دي.
پرون "دوشنبه" له دغه برید وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په دغه پېښه کې یوازې دوه بهرنیان ټپیان شوي دي او دا یې هم نه وه په ډاګه کړې چې بهرنیان د کوم هېواد وګړي دي.
بل لور نن سې شنبه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین یوې خبرې ناستې ته وویل: " زموږ د مالوماتو له مخې، په دغه ترهګریز برید کې پنځه چينايي وګړي ټپیان شوي دي. د دې تر څنګ څو پوځیان او پولیس هم وژل شوي دي. موږ وژل شویو او ټپي شویو پوځیانو او پولیسو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو."
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ښاغلي وینبین له قوله ویل شوي: ''چین له افغان لوري غواړي چې د چینایانو خوندیتوب لپاره هېڅ ډول هلې ځلې و نه سپموي او په ورته مهال د (پروني) برید په هکله هراړخیزه پلټنه وکړي او عاملینو ته سزا ورکړي او په جدیت سره په افغانستان کې د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي. ''
ښاغلي ونبین یو ځل بیا په افغانستان کې چینايي وګړو ته سپارښتنه کړې چې له دغه هېواد "هر څومره ژر چې ممکن وي"، ووځي.
د "اسلامي دولت" په نامه وسلوالې ډلې په کابل کې پر دغه هوټل د پروني برید مسؤلیت منلی و. په دغه هوټل کې چینايي وګړي اوسېدل
"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې ۳۰ چینايي وګړو او طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د عکس سرچینه، Social media
دې ډلې د دوو وسلوالو کسانو انځورونه هم خپاره کړي چې بریدګر یې بللي. کابل کې د ایمرجنسي په نامه روغتون پرون ویلي وو، د برید له ځایه ۲۱ کسان ورلېږدول شوي وو چې درې پکې مړه او نور ټپیان وو.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ شمېر چینايي پانګوال افغانستان ته سفرونه کوي.
دغه برید داسې مهال کېږي چې پرون "یکشنبه" په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې د خپل سفارت د خوندیتابه غوښتنه کړې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټوېټ کې ویلي وو، ښاغلي ستانکزي چینايي دیپلوماتانو ته ډاډ ورکړی و چې په افغانستان کې د بهرنیو استازولیو امنیت یې د حکومت لومړیتوب دی.




















