کرېکټ: شري لنکا له افغانستانه لوبلړۍ وګټله

د عکس سرچینه، @afghancricket.af
د افغانستان او شري لنکا ترمنځ دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوربه لوبډلې په اسانۍ وګټله او له دې سره یې دغه لوبلړۍ هم په خپله ګټه تمامه کړه.
افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي ۲۳، ابراهیم ځدراڼ ۲۲ او ګلبدین نایب ۲۰ منډې جوړې کړې. خو سیالې لوبډلې دغه هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې وګټله.
په نننۍ لوبه کې د نور احمد پر ځای راشد خان او د عظمت الله عمرزي پر ځای کلبدین نایب لوبېده.
د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له دغې لوبې وروسته وویل چې نن د دوی "لپاره ښه ورځ نه وه.
ښاغلي شهیدي ټینګار کاوه چې راتلونکو نورو لوبو کې د توپوهنې برخه باید "پیاوړې شي."
له شري لنکا سره په دویمه لوبه کې هم افغان توپ وهونکي ښه ونه ځلېدل.
د شري لنکا لوبډلمشر بیا په خپلو خبرو کې دغه بریا د خپل ټیم لپاره "مهمه" وبلله چې ښايي په هند کې د نړیوال جام سیالیو ته په لار موندو کې یې مرسته وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې ۳۰۰۰ منډې پوره کړې دي.
نوموړی تر اوسه په ۱۳۹ لوبو کې لوبېدلی او په ۱۳۴ پاڼیو کې یې د یوې سلیزې او ۱۵ نیمه سلیزو پرمټ د ۲۷.۵۳ منډو په اوسط سره ۳۰۰۰ منډې بشپړې کړې.
نوموړی له رحمت شاه زرمتي وروسته دویم افغان لوبغاړی دی چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

د عکس سرچینه، @afghancricket.af
څلور ورځې مخکې شري لنکا له افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه په ۱۳۲ منډو وګټله.
افغان لوبډله یوازې د ۱۹۱ منډو په جوړولو وسوځېده.
افغان لوبغاړي چې تر ډېره پرې د توپ وهنې برخه کې پرې نېوکې کیږي له شري لنکا سره په دویمه سیالۍ کې هم ځينې ونتوانېدل د پام وړ منډې وکړې، د پيل لوبغاړی رحمان الله ګوربز، نجيب الله ځدراڼ او محمد نبي هر يو په ۲ منډو وسوځېدل.
د افغانستان او شري لنکا ترمنځ د دریو یو ورځينیو نړیوالو لوبو، لومړۍ هغه افغان لوبډلې په ښه توپیر ګټلې وه.
افغانستان او شري لنکا دواړو ته دا سیالۍ د راتلونکي نړیوال جام چمتوالي په موخه مهمې دي.
افغانستان وار له مخه په هند کې کېدونکي نړیوال جام ته لار پیدا کړې ده خو شري لنکا به د غوراوي سیالیو له لارې ځان ور رسوي.






















