پاکستان کې بېلابېلو خواوو پخوانیو قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو د پلان مخالفت کړی

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان واکمن اېتلاف کې د یو شمېر شاملو ګوندونو په ګډون بېلابېلو د پښتونخوا خواو پخوانیو قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو د 'ملي عمل پلان' مخالفت کړی.
د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د تېرې جمعې پر ورځ د ملي امنیت کمېټې غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ ریښو ایستلو لپاره پوځي عملیات اړین دي.
دوی دا پرېکړه هم کړې چې دا عملیات به په ۱۵ ورځو کې دننه دننه پیلېږي او په دې لړ کې آن ځینو ځايي او سېدونکو ته له خپلو سیمو د وتلو امر هم شوی دی.
خو ځايي جرګې د دغه پلان مخالفت کړې او پوځي چارواکو ته یې په زغرده ویلي چې خلک له سیمو وتلو ته چمتو نه دي.
د یادونې ده د سویلي وزیرستان د واڼه رغزي ځايي خلکو له سیمې د وتلو د حکم خلاف احتجاج هم کړی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي چې " پي ټي اېم د وزیرستان واڼه رغزي سیمه کې خلکو ته د کور او کار پرېښولو پوځي حکم خلاف احتجاج وکړ او خلک له بې ځایه کېدو وژغورل شول."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
هغه زیاته کړې "موږ په زغرده د ترهګرۍ خلاف غږ پورته کوو او همداسې به د پوځي عملیاتو په نوم د پښتنو د تباه کولو خلاف هم غږ پورته کړو."
ښاغلي پښتین په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې "ترهګري د خلکو ذاتي زېږنده نه ده، بلکې له ۴۰ کلونو روانه دولتي پوځي پالیسي ده چې پوځي افسرانو او د هغو ټولنیزو او سیاسي اسانچارو ورته کار کړی او کوي یې. اوسنۍ ترهګري او بیا د عملیاتو پرېکړه د همدې تسلسل دی."
د پاکستان واکمن اېتلاف کې شامل ملي دیموکراتیک غورځنګ هم پخوانۍ فاټا کې د پوځي عملیاتو له پلان سره مخالفت کړی.
د دغه ګوند مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ ډان ته ویلي "[حکومت او امنیتي ځواکونو] ولسي بارو بایللی دی. که دوی د وسله والو خلاف سل عملیاته هم وکړي، خلک نور باور نه پرې کوي."

د عکس سرچینه، ManzoorPashteen
وینا د پاکستان حکومت د افغان طالبانو او افغان طالبان بیا د پاکستاني طالبانو تحریک ملاتړ کوي.
د ښاغلي دوړ ګوند د شنبې پر ورځ د پوځي عملیاتو د پلان خلاف یوه اعلامیه هم خپره کړې.
د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ اعلامیه کې راغلي چې "پښتنو وار له مخه په لویه کچه مرګژوبله، ویجاړۍ او بې ځایه کېدل ګاللي او دا چې نور یې تاب نه لري.
ښاغلي دوړ د هغو کسانو پر خلاف د اقداماتو ټینګار کړی، چې د ده په وینا ترهګر یې دغو سیمو ته ورګرځولي دي.
د ملي عوامي ګوند (اې اېن پي) د خیبرپښتونخوا مشر ایمل ولي خان هم همدا خبره کړې.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي "عملیات وروستی انتخاب وي. تر عملیاتو وړاندې د ترهګرو ملاتړو او راوستونکو خلاف څه شوي؟ هېڅکله به د دې اجازه ورنکړو چې پښتانه د جنګي اقتصاد قرباني شي. تر هغې چې د ترهګرو راستنونکو ته سزا نه وي ورکړی شوې، د کومو عملیاتو اجازه به ورنه کړو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د یادونې ده چې جماعت اسلامي ګوند هم پرون یکشنبه سویلي وزیرستان کې د دغو ممکنه پوځي عملیاتو خلاف احتجاج کړی وی او همدا راز واکمن اېتلاف کې بل شامل پیپلز ګوند هم ورسره مخالفت ښودلی دی.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې هم قبایلي سیمو کې د ترهګرو ځپلو خلاف د ضرب عضب په نوم پراخ پوځي عملیات کړي وو.
ادعا دا ده چې په دغو عملیاتو کې پر وسله والو سربېره ځايي خلکو هم ګڼ مالي او ځاني زیانونه وګالل او سلګونه زره کسان بې ځایه شول.






















