عمران خان: د 'حقیقي ازادۍ' لپاره به تر وروستي څاڅکي وینې مبارزه کوم

د خپرېدو وخت

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پاکستاني ولس ته په خطاب کې ویلي، چې د 'حقیقي ازادۍ' لپاره به تر هغو مبارزه کوي، چې وجود کې یې یو څاڅکی وینه پاتې وي. ځکه چې په وینا یې 'زما لپاره مرګ د دغو بدماشانو تر غلامېدو غوره دی'.

عمران خان په یو لوړ ټویټونو کې پر پاکستاني وګړو غږ کړی چې هېچا ته سر ټیټ نه کړي، 'او که له وېرې مو د ډار بُت ته سرونه ټیټ کړو، نو زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره به یوازې ذلت او تباهۍ وي'.

نوموړي لیکلي، هغه هېوادونه چې بې‌عدالي او د ځنګل قانون پکې حاکم وي، ډېر وخت نه پاتې کېږي.

عمران خان تر دې وړاندې له خوشي کېدو وروسته د بریتانیا له 'سکای نیوز' تلوېزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي وو، د پاکستان حکومت او اېسټبلېشمېنټ ترې په وېره کې دي او دا چې ګوندې ده سره ټاکنو کې له شرموونکې ماتې ترهېږي.

خو بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند مشر او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کراچۍ کې یوې جلسې ته خبرو کې عمران خان سیاسي ترهګر بللی او ویلي یې دي چې نوموړی هر ځای اسانچاري‌ لري.

د عمران خان یوه بل ټویټ کې راغلي، پاکستان تر دې وړاندې پر سترې محکمې د دا ډول وحشیانه برید شاهد و، "هغه مهال په ۱۹۹۷ کې د پي اېم اېل اېن جنایتکارانو په فزیکي ډول برید پرې وکړ او یو خورا دروند قاضي القضات سجاد علي شاه یې لیرې کړي".

ده دا هم لیکلي چې د عمومي غبرګون د ډاډمنتیا په صورت کې دوی دوه کارونه وکړل، یو دا چې نه یوازې د تحریک انصاف ګوند د کارمنانو پر وړاندې بلکې د عادي وګړو پرضد یې هم خپله ترهه خپره کړه او دویم دا چې رسنۍ یې کاملاً تر کنټرول لاندې دي.‌

عمران خان په دې سره، د لندن پلان پای ته رسېدلی. "زه چې زندان کې وم د زور زیاتي له وسیلې یې کار اخیستی، د قاضي او،‌ حَکَم او جلاد رول یې لوبولی.‌ اوس پلان دا دی چې د بشرا بېګم په بندي کولو ما ته سپکاوی وکړي او د فتنې له ځینو قوانینو په ګټه اخیستو د راتلونکو لسو کلونو لپاره ما د ننه وساتي".