تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: حکومت او اېسټبلېشمېنټ رانه وېره کې دي؛ بلاول بوټو هغه سیاسي ترهګر بللی
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي د دغه هېواد حکومت او اېسټبلېشمېنټ ترې په وېره کې دي او دا چې ګوندې ده سره ټاکنو کې له شرموونکې ماتې ډارېږي.
هغه دا څرګندونې تر خوشې کېدو وروسته د بریتانیا 'سکای نیوز' تلویزیوني شبکې سره لومړنۍ مرکه کې کړي.
عمران خان په دې مرکه کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې د ده د نیولو حکم د پوځ مشر عاصم منیر ورکړی و.
هغه وايي "زه د پوځ د مشر په حکم وتښتول شوم."
هغه ویلي چې پاکستان کې دمګړۍ جمهوریت د تاریخ تر ټولو کمزوري حالت ته رسېدلی او دا چې ګوندې ټولې هیلې اوس یوازې په قضایه قوې پورې تړلې دي.
د یادونې ده چې سترې محکمې وړمه ورځ د عمران خان ضمانت منظور کړ او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ.
د تحریک انصاف مشر دا ادعا هم کړې چې د پاکستان اوسنی حکومت له ټاکنو د ده او د ده د ګوند د اېستلو هڅې کوي.
خو بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند مشر او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري عمران خان سیاسي ترهګر بللی او ویلي یې دي چې نوموړی هر ځای اسانچاري لري.
هغه کراچۍ کې یوې جلسې ته ویلي که قضايي قوه سیاسي لاسوهنو ته دوام ورکړي، دوی به ټاکنې ونه مني.
بلاول بوټو د محکمې لخوا د عمران خان ضمانت هم غېر قانوني بللی.
نوموړي ویلي د سترې محکمې کار دا دی چې پر قانون عمل وکړي، نه سیاسي مداخلې یا دا چې عمران سره په نازولي چلن پر قانون ملنډې ووهي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر دلته د خپلې مور 'بېنظر بوټو' د وژل کېدو، د خپل نیکه 'ذلفقار علي بوټو' د اعدامېدو او د خپل پلار 'اصف زرداري' د بندي کېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل د دوی د ګوند غړو او پلویانو هېڅکله ورانکاریو ته لاس نه دی اچولی، خو د عمران خان ملاتړي د ده په وینا پر ملکي او پوځي ادارو ور وختل.
د یادونې ده چې تازه د پنجاب حکومت اعلان کړی چې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته یوازې په دغه ایالت کې له تاوتریخوالي په ډکو احتجاجونو کې له ۶ میلیارد کلدارو ډېر زیان اوښتی دی.
د پنجاب سرپرست اعلی وزیر محسن نقوي ویلي، چې احتجاج کوونکو میانوالې کې د الوتکو د سوځولو هوډ هم درلود.
د دغو احتجاجونو پر مهال سلګونه کسان نیول شوي او ښاغلي نقوي زیاته کړې تر هغه چې د اوښتو زیانونو حساب نه وي شوی، نیول شوي کسان نه خوشې کېږي.
هغه ادعا کړې چې پر پوځي تاسیساتو بریدونه د یوه منظم پلان له مخې شوي.
بلخوا پولیس وايي راولپنډۍ کې یې د پوځ پر مرکزي قومندانۍ "جي اېچ کیو" برید کې ۷۶ ښکېل کسان نیولي دي.