د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي ادعا کړې چې اورپکي د هندي استخباراتو د ملاتړ پر مټ له افغانستانه د دوی خاورې ته اوړي

د عکس سرچینه، Kamran Tessori/social media
یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي ویلي، بریدګر د افغانستان له لارې د ورانکارۍ په موخه د دوی لور ته ور اوړي او د هند د استخباراتو اداره (ار اې ډبلیو) یې ملاتړي.
د سند ایالت والي کامران ټیسوري وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، د هند د استخباراتو اداره راو نه غواړي چې پاکستان کې د چین د اقتصادي دهلیز پروژه (سي پېک) پلې شي.
تردې یوه ورځ مخکې، د پاکستان لومړي وزیر هم ویلي و، چې ټي ټي پي خپل بریدونه له افغانستانه کوي، خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.
دا لومړی ځل دی، چې یو لوړپوړی پاکستانی چارواکی د داسې هېوادونو نوم اخلي، چې د ده په وینا د داسې بریدونو تر شا دي. ښاغلي ټیسوري د بلوچستان ایالت په سویل کې مرګونی برید یاد کړ، چې تر پنځوسو زیات کسان پکې ووژل شول.
نوموړي په دې هکله له خبریالانو سره مرکه کې وویل: ''زموږ پر ضد دا توطئه په دوو ځایونو کې جوړیږي. دا بریدونه په افغانستان کې د هند له استخباراتي ادارې راو سره تړاو لري او دا ټول د دوی لخوا د افغانستان له لارې ترسره کېږي. دغه ګډوډي غوښتونکي د پاکستان پر اقتصاد او پوځي جوړښتونو بریدونه کوي. که تاسئ د دې کرکو لړۍ وڅارئ، نو کله چې د سعودي عرب یا چین پروژې پراخېږي یا وده کوي او کله چې پاکستان له ترکیې یا متحده عرب اماراتو پانګونه ترلاسه کړي او کله چې له ایران سره د پاکستان اړیکي ښه شي، نو راو نه غواړي چې د سي پېک پروژه عملي شي.''
تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي و، دا اوس څرګنده خبره ده، چې پاکستاني طالبان له افغانستانه عملیات کوي.
د طالبانو حکومت: پاکستان تر اوسه هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی، چې وښيي ټي ټي پي افغانستان کې ده

د عکس سرچینه، MOD/AFGHANISATN
بل لور د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، پاکستان تر اوسه داسې هېڅ دلیل نه دی وړاندې کړی چې وښيي د پاکستاني طالبانو ډله افغانستان کې ده.
د طالبانو حکومت لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت پرون (چارشنبه) کابل کې یوې خبري غونډې کې وویل پاکستان دې د خپلو امنیتی کمزوریو پړه پر افغانستان نه اچوي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر په دغه هېواد کې وروستیو امنیتي پېښو ته په اشارې وویل، د پاکستاني طالبانو ډله د افغانستان له خاورې بریدونه تنظیموي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت چې د دې وزارت د لاسته راوړنو په اړه یې له رسنیو سره خبرې کولې ټينګار وکړ، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د ډلې د حضور په اړه هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.
ښاغلی فطرت وايي، افغانستان کې د دې ډلې حضور په کلکه ردوي، "پاکستان تر اوسه نه دی توانېدلی، د خپلې دې ادعا د ثبوت چې ګواکې ټي ټي پي افغانستان کې حضور لري دلیل وړاندې کړي. موږ او تاسې پوهېږو چې ټي ټي پي پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري. سیمې واک کې لري او له همغه ځایه د پاکستان پوځ او حکومت پر ضد عملیات کوي."
نوموړی زیاتوي "دا ښکاره خبره ده چې دوی هلته مرکزونه لري. او دا هېڅوک نه شي ثابتولی چې ټي ټي پي افغانستان کې مرکزونه لري. اسلامي امارت ژمنه کړې چې له افغانستانه به پر بل هېواد برید نه کېږي، او پر همدې ژمنې ولاړ دی، او که افغانستان کې وي هم نو اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان پرضد بریدونه طرحه او ترسره کړي."
د پاکستان جګپپوړو ملکي او پوځي چارواکو وړاندې هم په وار وار دا ډول څرګندونې کړې او طالبانو رد کړې دي.
د همدې ادعا پر بنسټ د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځ کې د پاکستان هوايي ځواکونو د بریدونه رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
طالب چارواکو په پرونۍ خبري غونډه کې په دې اړه څه ونه ویل، خو ټينګار یې وکړ چې په خپل ټول توان به د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او پولو دفاع کوي.
پاکستان وايي له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي.
دې ډله چې د طالبانو امیر، خپل امیر بولي، له کلونو کلونو راهیسې له افغان طالبانو سره افغانستان کې په جګړه کې برخه لرله او دواړو ډلو نژدې اړیکې سره پاللې.
واک ته د طالبانو د رسېدو په لومړنیو میاشتو کې یوه پاکستاني پلاوي د ټي ټي پي له مشرانو سره په کابل کې خبرې هم وکړې، خو د روغې جوړې هغو خبرو کومې پایلې نه لرلې.
د پاکستان لومړي وزیر تازه څرګندونو کې ویلي له ترهګرو سره خبرې نه کېږي او ځپل کیږي به.


















