د افغانستان او نيوزيلنډ تر منځ ټېسټ لوبه څلورمې ورځې ته وځنډېده

کرېکټ لوبغالی

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان او نیوزلنډ تر منځ د هند په ګرېټر نواډا کې د کرېکټ یوازینۍ ټېسټ لوبه د باران او لوبغالي لوندېدو له کبله په درېيمه ورځ هم ونه شوه.

په پام کې وه، د دوشنبې ګهیځ (۹ سپټمبر) دا لوبه پیل شي، خو د منتظیمونو په وینا د باران له کبله لوبغالی تر ناوخته پورې لوند پاتې شو، چې له کبله یې لوبه بالاخره تر سې شنبې، چارشنبې او اوس تر پنجشنبې پورې وځنډېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د بېګاني باران له کبله اوس هم لوبغالی په بشپړه توګه نه دی وچ شوی.

د دريو ورځو لوبې نه کېدو له کبله به اوس پاتې دوې ورځې دا لوبه کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، "د یوازېنۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم د تېرې شپې او اوسمهال د شدید ورښت له امله نه ترسره کېږي."

د کرېکټ بورډ په وينا لوبڅاران به سبا سهار ۸:۰۰ بجې د لوبغالي له ارزونې وروسته د لوبې د پیل په اړه پرېکړه کوي.

د افغانستان مشري حشمت الله شهيدي کوي. نوموړي ويلي وو، چې لوبې ته يې پوره چمتووالی نيولی او هيله يې ښودلې وه چې ښه سيالي به نندارې ته وړاندې کړي.

د منتظمینو په وینا د باران له کبله د ورځې تر ناوخته پورې لوبغالی لوند پاتې شو، چې له کبله یې لوبه وځنډول شو.

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board

د عکس تشریح، د منتظمینو په وینا د باران له کبله د ورځې تر ناوخته پورې لوبغالی لوند پاتې شو، چې له کبله یې لوبه وځنډول شو.

څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له نيوزيلنډ سره د دغې ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو ۱۶ کسيزه ډله اعلان کړه.

خو تېره ورځ افغان کرېکټ بورډ وويل چې تګړه توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د نیوزیلنډ پر وړاندې ټېسټ او د سوېلي افریقا لوبلړۍ کې د ګډون جوګه نه دی.

د کرېکټ بورډ په وينا د ابراهیم ځدراڼ د چپې پښې ښنګری د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره د چمتووالي او تمرین پر مهال اوښتی چې له امله به یې نوموړی د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې او د سویلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

د يادولو وړه ده چې د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګوربز او مجيب ځدراڼ هم د نیوزيلنډ پر وړاندې سيالۍ کې نشته.

دا لومړی ځل دی چې نيوزيلنډ له افغانستان سره ټېسټ سيالي کوي. که څه هم نيوزيلنډ پیاوړې لوبډله ده، خو په تېر شل اوريز نړيوال جام کې يې افغانستان ته لوبه وبايلله.

په ټېسټ لوبه کې د افغانستان د لومړنۍ بريا کليزه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر نهمه افغانستان په لومړي ځل په ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه.

د راشد خان په مشرۍ افغانستان له بنګله دېشه د ۲۲۴ منډو په توپير سيالي وګټله او دا يې د ټېسټ کرېکټ په تاريخ کې لومړنۍ بريا شوه.

په هغه لوبه کې راشد خان د ۱۱ لوبغاړو په سوځولو او د ۷۵ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو او له دې سره لومړنی لوبډلمشر شو چې په ټېسټ لوبه کې له لسو زياتو وېکټو اخيستو تر څنګ ۷۵ منډې جوړوي.

په همدې سيالۍ کې رحمت شاه زرمتي هم سليزه ووهله او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبه کې سليزه وهي.

افغانستان تر دې مهاله ټولې اته ټېسټ لوبې کړې چې دوې يې ګټلې، پنځه یې بايللې او يوه بې پایلې ختمه شوې ده.

افغانستان لومړنۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۱۴ مه نېټه له هند سره کړې ده.

نيوزيلنډ دا مهال د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې له استراليا هند، انګلنډ او جنوبي افريقا وروسته پنځم ځای لري.

افغانستان له دې کبله چې لا یې کافي ټېسټ لوبې نه دي کړې، د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې د سر لسو هېوادونو په کتار کې نشته.

د نيوزيلنډ پر وړاندې له يوازنۍ ټېسټ لوبې وروسته افغانستان په همدې سپټمبر مياشت کې له جنوبي افريقا سره په متحده عرب اماراتو کې يو ورځنۍ لوبلړۍ لري.