قاچاق شوي ماشوم څنګه '۴۰ کاله وروسته خپله مور ومونده؟'

د خپرېدو وخت

د شنبې ورځ او غرمه مهال وه، په اسمان کې نرمه هوا چلېده، ایډلېنا (د ورک شوي ماشوم مور) په یوه څوکۍ حیرانه او پرېشانه ناسته وه.

۶۲ کلنې اېډلېنا ته ویل شوې و چې زوی به یې دلته ورسره وویني.

د هغې زوی لیورولک چې کله پوه شو چې دی په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له برازیله نورو هېوادونو ته د قاچاق کېدونکو زرګونو ماشومانو څخه یو و، نو د خپلې مور موندلو لپاره یې له اسرائیلو بېرته برازیل ته سفر وکړ.

له یوې نیمې لسیزې څخه له ډېرې پلټنې وروسته لیورولک بالاخره له خپلې مور سره د برازیل په سویلي ریاست سانتا کاتارینا کې لېدو ته روان و.

دا څه عادي لیده کاته نه و، بلکې له ډېرو هڅو، پلټنو، یوې ډي اېڼ اې معاینې او ګڼو نورو پړاونو وروسته ملاقات برابر شوی و.

په جولای میاشت کې دغې لیدنې ته یو ارمانجن زوی او مور شاوخوا څلور لسیزې انتظار کړی و.

ما وبښه چې ستا پالنه مې ونه کړه

زوی او مور له دې لومړي لېدو کتو څو ورځې مخکې په تیلیفون ویډيویې خبرې هم کړې وې، له دې وروسته ډېری وخت د دواړو سترګې په یوه بل بسې له اوښکو ډکې وې او یوه بل ته د غاړه غاړې کېدو ارمانجن وو.

لیور وايي "په دې کتنه کې مې ټول غمونه ورک شول، بس په نړۍ کې زه وم او مور مې وه."

د ده مور ایډلینا وايي په دې لومړۍ ناسته کې مې لېور ته وویل "زه ستا مور یم او ما وبښه چې ستا پالنه مې ونشوه کړی."

په ۵ زره ډالرو خرڅ شوی ماشوم

کله چې په ۱۹۸۵م کال کې لېور وزیږیده، مور یې ایډیلینا له خپل میړه جلا شوې وه، مور یې بیا د خپل زوی نوم لیانډرو کېښود.

د ایډلینا مور او پلار نوموړې ته مشوره ورکړه چې خپل درېم دا زوی داسې چاته ورکړي چې ده ته ښې زدکړې او روزنه ورکړی شي.

نوموړې له دې مخکې هم خپل یو زوی او یوه لور بل چاته په پالنه ورکړي وو، ایډلینا دا ځل داسې نه غوښتل چې بل زوی هم چاته ورکړي خو بالاخره په ګڼو دلایلو راضي شوه چې دا کار وکړي.

ایډلینا وايي خپل زوی یې یوازې د پیدا کېدو پر مهال ولید او ان شیدې یې لا نه وې ورکړې چې ورڅخه پناه شو.

هغه مهال یې له پخوانۍ موافقې سره سم نرسې اخیستی و چې یوې نوې کورونۍ ته یې وسپاري.

ایډلینا او د هغې کورنۍ په دې نه وه خبره چې نرسه سانتا کاتارینا له کومې مافیایې ډلې سره لاس لري چې د کمکي عمر ماشومان په نورو په پیسو خرڅوي.

د معلوماتو له مخې، هغه مهال کوم ماشوم په شاوخوا ۴۰ زرو ډالرو خرڅېده او بیا بهرنیو هېوادونو ته د خرڅلاو لپاره قاچاق کېده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په قوانینو کې له ځينو نیمګړتیاو سره هغه مهال درې زره برازیلي ماشومان اسرائیلو ته په قاچاقي ډول لېږدول شوې وو.

لیانډرو یوازې د شلو ورځو و چې د تل ابیب په هوايي ډګر کې ښکته شو، وروسته دی ابراهیم او تووا نومې جوړې ته وسپارل شو چې دوی پرې نوم لېور کېښود.

هغې ښځې چې پخوانی لیانډرو او اوسنی لېور یې تر دغې ځایه رسولی و، له دغې جوړې ۵ زره ډالر اخیستې و.

ته زما مور نه یې

لېور د شپږو کالونو و چې په دې پوه شو له خپلې مور سره نه بلکې له بل چا سره اوسېږي.

نوموړې د هغې کورنۍ خبرې پټې اوریدلې وې چې دی یې په پالنه اخیستی و

'دې جوړې یوې بلې ښځې ته خبرې کولې چې دا ماشوم یې په پالنه اخیستی دی.' او لیور دا خبرې اورېدلې وې.

نوموړي له دې څو ورځې وروسته دغې مور ته ویلي و چې ته زما مور نه یې.

له دې وروسته تووا نومې ښځې ده ته د ډاډ ورکولو لپاره وویل "ستا دوه مېندي دي، یوې زیږولی یې، بله زه یم چې ساتم دې او پالنه دې کوم."

له دې وروسته دی د خپلې اصلي مور په لټون پسې و او وایې دغې کورنۍ چې دی ورسره لوی شوی و له نوموړي سره په برازیل کې د خپلې اصلي مور په پیدا کولو کې پوره پوره هڅه وکړه.

له ۲۰۰۷م کال وروسته د مور او زوی د یو ځای کېدو هڅې پیل شوې، په دې لاره کې له ګڼو لارو استفاده وشوه.

له کاغذونو نیولې تر ډي اېن اې معاینې، ټولنیزو او نورو رسنیو او هره بله ممکنه لار.

په برازیل کې نوی ژوند

په برازیل کې له خپلې مور سره له لیدو وروسته د لېور د ژوند نوې پاڼۍ پیل شوه څه موده وروسته په دې فکر کې شو چې خپل پلار هم وویني خو دا وخت یې پلار مړ شوی و.

لېور پرېکړه کړې چې خپل نور ژوند په برازیل کې تېروي او دلته به خپل کاروبار پیلوي.

د دې کار لپاره، ده ته یو وروستی خنډ په مخکې دی او هغه دا چې خپل ټول کاغذونه او اسناد سم کړي.

د لېور د معلوماتو له مخې، د زوکړې له نیټې پرته چې د مور او روغتون په پيدا کولو کې یې هم ورسره مرسته وکړه، نور د ده ټول اسناد لکه د ده ژوند داسې بدل شوې او کره هیڅ نشته.

د دې کار لپاره هغه د یوه وکیل مرسته غوښتې چې بېرته د خپلې مور تر څنګ پخپل اصلي ټاټوبي برازیل کې ژوند او کار پیل کړي.