تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کورنۍ جلا کېدل: ولې ځینې بالغ کسان له خپلو مېندو او پلرونو جلا کېږي؟
- Author, مډي ساوېچ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
ارواپوهان وايي ځیني سیاستونه او په دې اړه مخ په ډېرېدونکی پوهاوی چې کورنۍ اړیکې زموږ پر عصبي روغتیا اغېز کولای شي د کورنیو په جلا کېدو کې رول لوبوي.
سکاټ په ۲۰۱۹ کال کې له خپل مور او پلار سره پر انټرنېټ (سکایپ) د نژاد په اړه یو تود بحث درلود او همدا بحث د دې لامل شو چې هغه له خپل مور او پلار سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي.
د هغه مور په دې خاطر په غوسه وه چې زوی یې پر خواله رسنې د مدني حقونو د یوه فعال ملاتړ کړی و.
سکاټ وايي: ''مور مې په داسې حال کې ناوړه نژاد پاله خبرې کولې چې اوه کلن زوی مې د هغې خبرې اورېدې. ''
د دوو ماشومانو دغه پلار چې د اروپا په شمال کې اوسېږي وايي: ''د یوه پلار په توګه تاسو ډېر احساس کوئ چې دا خبره د خپل ماشوم زوی په مخکې نشئ کولای، موږ خپل ماشومان داسې نه رالویوو. ''
سکاټ وايي وروستۍ پرېکړه یې هله وکړه چې د هغه پلار هم په یوه ایمیل کې د هغه د مور د پلوي کولو هڅه وکړه.
په دغه ایمیل کې د یوه سپین پوسته نژاد پاله کس د ویډیو لینک هم و.
سکاټ له دې امله سربداله و چې د خپلې کورنۍ سابقې ته په کتو د هغه مور او پلار نه شي کولای چې پردې حقیقت سترګې پټې کړي چې څوک باید د خپلې سابقې په خاطر د کرکې ښکار نشي.
هغه وايي: ''ما ورته وویل چې تاسو یهودیان یاست، زموږ د کورنۍ ډېر غړي د اشوتیز په کمپ کې ووژل شول. ''
دا لومړی ځل و چې سکاټ له خپل مور او پلار سره شخړه کوله، خو همدا وروستی ځل هم شو چې هغه له خپل مور او پلار سره ولېدل او خبرې یې ورسره وکړې.
سره له دې چې کره شمېرې نشته د معالجینو، اراپوهانو او ټولنپوهانو ترمنځ داسې نظریه شته چې په لویدیځو هېوادونو کې له میندو او پلرونو سره د بچیانو په دې ډول د اړیکو پرې کول مخ په ډېرېدو دي.
د 'کورني جلاوالي ' اصطلاح په رسمي توګه تر ډېر په هغه حالاتو کې کارول کېږي چې یو څوک له خپل یو یا ډېرو عزیزانو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي او دغه حالت د بیا اړیکو ټینګولو له هڅو سره سره تر ډېرې مودې پورې دوام وکړي.
د امریکا په کورنیل پوهنتون کې د بشري پراختیا پروفیسور کارال اندریو پیلمیر وايي: ''د کورنۍ له یوه غړي سره د اړیکو د پرېکولو اعلان یوه ځواکمنه او جلا پدیده ده.
دا له هغو نه جلا ده چې د له کورنیو جنجالونو، په لوړه سطحه کورنیو کړکېچونو او د احساساتو له مخې له خپلو کورنیو نه جلا شوي وي او ورسره په اړیکه کې نه وي. ''
وروسته له هغه چې پروفیسور پیلمیر پوه شو چې له کورنیو نه د جلا کېدو په اړه لږې څېړنې شوي هغه په ۲۰۲۰ کال کې د خپل کتاب ''د تېروتنې کرښې '' لپاره په ټول هېواد کې یوه سروې ترسره کړه. دا کتاب په دې اړه دی چې کورنۍ اړیکې باید څنګه وپالل شي.
سروې په ډاګه کړه چې په څلورو کې یو امریکای وګړی له خپل یوه خپلوان نه جلا شوی دی.
په بریتانیا کې هم یوې ورته سروې وښودله چې له پنځو کورنیو نه په یوې کې دغسې جلاوالی شته.
په استرالیا او کاناډا کې هم اکاډمیکو څېړنو ښودلې ده چې له کورنیو نه د جلا کېدو 'ارامه وبا ' په کې شته.
پر ټولنیزو رسنیو د هغو بالغو کسانو لپاره ډېر ملاتړ شته چې له خپلو کورنیو یې د جلا کېدو پرېکړه کړي وي.
سکاټ هم د ملاتړ له همداسې یوې ډلې سره چې زرګونه غړي لري ملګری شوی دی.
هغه وايي: ''په دې ډله کې زموږ د غړو شمېر پام وړ ډېر شوی دی، فکر کوم چې له کورنیو د جلا کېدو موضوع ورځ تر بلې عامېږي. ''
له مېندو او پلرونو د بالغه ماشومانو جلاوالی مخ په ډېریدو دی او یا لږ ترلږه ډېر بحثونه پرې کېږي.
دا یوه پیچلې موضوع ده چې کلتوري او رواني اړخونه لري چې هم یې د دغسې کسانو په اړه چې له کورنیو جلا کېږي او هم یې د ټولنې په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.
تېرې تجربې او اوسني ارزښتونه
ارواپوه او د 'جلا کېدو قوانین ' په نامه کتاب لیکوال جشوا کولمن وايي که څه هم څېړنې محدودې دي خو له میندو او پلرونو د ماشومانو جلاوالی د ماشومانو لخوا پیلېږي.
اوس نو پوښتنه دا ده چې ولې بالغ اولادونه خپلې اړیکې پرې کوي او څنګه کېدای شي چې مخه یې ونیول شي؟
د جلا کېدو یو عام لامل دی دا دی چې اولادونه په تېر کې یا هم اوس مهال د میندو او پلرونو لخوا د احساساتو، لفظی، فزیکي او یا هم جنسي پلوه رټل کېږي او تېرې پرې کېږي.
د مور او پلار ترمنځ یې طلاق یو بل لوی لامل دی چې بالغ اولادونه په کې یوه خوا غوره کوي.
مور یا پلار چې کله بله ښځه یا خاوند وکړي او له مخکې هغه سړی یا ښځه ماشومان ولري دا یې بل لامل دی چې هم له مالي پلوه او هم د احساساتو له پلوه دوی سره ویشي.
فکر کېږي چې د ارزښتونو په اړه شخړې هغسې چې سکاټ او د هغه مور او پلار تجربه کړې هم رول لوبولی شي.
یوې څیړنې چې تېر اکتوبر کې د کولمین او امریکا کې د ویسکاسن پوهنتون لخوا یې په ګډه ترسره او خپره شوه وښودله چې د هغو بالغو اولادونو له ډلې چې له خپلو میندو او پلرونو نه جلا شوي وو څه باندې یو سلنه یې د ارزښتونو په اړه د اختلافاتو یادونه کړې ده.
د پیلمیر وروستې څېړنې هم دا روښانه کړې ده چې د کورني د جلا کېدو یو 'لوی لامل ' د ارزښتونو په اړه د نظر اختلافات دي چې جنسي، مذهبي او د ژوند کولو د جلا بڼو غوره کول هم په کې شامل دي.
کارپوهان ګومان کوي چې د وروستي لامل په توګه سیاسي او کلتوري اختلافاتو هم له خپلو عزیزانو جلا کېدل ډېر کړي دي.
په امریکا کې یوې نظر پوښتنې وښودله چې په ۲۰۱۶ کال کې له ټاکنو وروسته کورنۍ لانجې ډېرې شوې.
په ۲۰۱۳ کال کې بیا د سټنډفورډ پوهنتون لخوا ترسره شوې یوې اکاډيمیکې سروې وښوله چې ځیې میندې او پلرونه خوشحاله نه وو چې د هغوی ماشومان له هغه چا سره واده وکړي چې د دوی د مخالف سیاسي ګوند ملاتړ کوي.
په امریکا کې له دې وړاندې لسیزه کې دا خبره تر ډېره نه وه.
دغسې په بریتانیا کې هم یوې وروستې سروې وښودله چې په لسو کې یو تن له خپلو عزیزانو نه له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پر موضوع د اختلافاتو له امله جلا شوی دی.
کولمن وايي '' دا څېړنې په ډاګه کوي چې هویت یو لوی لامل دی چې موږ چا ته نژدې کېږو او له چا نه خپله لاره جلا کوو. ''
سکاټ وايي هېڅکله یې له خپل مور او پلار سره دا مشوره نه ده کړې چې چاته رایه ورکوي او چا ته نه، خو له خپل مور او پلار سره یې وروسته له هغه د اړیکو پرې کولو پرېکړه وکړه چې ده او میرمنې یې د ټولنیزو مسایلو په اړه پوهاوی ترلاسه کړ چې په هغو کې د ''تور پوستو ژوند مهم دی '' او ''زه هم '' کمپاینونه هم شامل وو.
هغه وايي د ملاتړ په هغه ډله کې چې دی یې غړی دی نور بالغ اولادونه له خپلو میندو او پلرونو نه د ارزښتونو په اړه د اختلاف او یا هم له دې امله چې میندو او پلرونو یې د هغو ناسمو اوازو له امله چې د کورونا واکسین په اړه وو ځانونه نه واکسینول جلا شوي دي.
پر عصبي روغتیا اغېز
کارپوهان ګومان کوي چې د عصبي روغتیا په اړه او دا چې تېري کوونکي کورنۍ اړیکې زموږ پر روغتیا اغیز کولای شي د پوهاوي ډېرېدو هم له کورنیو نه د جلا کېدو سبب شوی دی.
کولمن وايي: ''د دې احساس په نشتون کې چې دا عمل موږ سپکوي، له کورنۍ د جلا کېدو تصور د شخصي ودې پایله ده چې اوس مهال دغه جلاوالی رامنځ ته کېږي. دا تقریباً یوه نوې پدیده ده. دا اوس یوه مهمه تګلاره جوړه شوې چې له چا سره اړیکې وپالل شي او له چا سره نه. ''
شل کلنه سام چې په بریتانیا کې ژوند کوي وايي هغه په یوې لانجمنې کورنۍ کې لویه شوې.
مور او پلار یې دواړه په شرابو روږدي وو. همدا چې له کوره د پوهنتون لپاره ووته بیا یې له خپل مور او پلار سره خبرې نه دي کړي او خپلې اړیکې یې ورسره پرې کړې دي، ځکه چې هغې په خپلو سترګو لېدلي وو چې پلار یې د یوې جنازې په مراسمو کې پر یوه شپږ کلن ماشوم چیغې وهلې.
روغتیا پوهانو له هغې سره له کورنۍ نه د جلا کېدو د اغیزو د کمولو په برخه کې مرسته کړې او هغه یې هڅولې چې دا ومني چې ښه پلار او مور یې نه درلود.
هغه وايي: ''زه دې پایلې ته رسېدلې یم چې په کوچینوالي کې بې پامي او ځورونه هغه څه وو چې زه ورسره مخامخه شوې یم. که ما خپل مور او پلار بېرته نه شوای وهلی دا په دې مانا نه ده چې زه له رواني پلوه نه ځورېدم. ''
هغه له ښاغلي کولمن سره همغږې ده چې ''له کورنیو سره د اړیکو پرې کولو پدیده اوس ډېرو ته د منلو وړ شوې ده. ډېر ځله ویل کېږي چې دا خلک زما د عصبي روغتیا لپاره ښه نه دي له همدې امله هغوی ځانته د جلا کېدو کرښي باسي او تېري کوونکو کسانو ته 'نه ' وايي. ''
د انفرادي کلتور وده
کولمن استدال کوي چې پر شخصي روغتیا پام ورټولول له ځینو نورو عواملو سره موازي ډېر شوی لکه ''انفرادي کلتور '' ډېر کسان اوس د تېرو نسلونو پرتله پر خپلو خپلوانو ډېره تکیه نه کوي.
هغه وايي: ''د ملاتړ لپاره د کورنۍ پر غړو تکیه نه کول، یا دا چې تاسو په خپله د یو څه کولو پلان ولرئ چې چا سره خپل وخت تېر کړئ دې پورې تړاو لري چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره زموږ اړتیاوې او هيلې څه دي. اوس مهال هېڅ شي یو بالغ کس له کورنۍ سره تړلی نه شئ ساتلی یوازې د بالغ کس خپله هیله ده چې د هغه لوری ټاکي چې له کورنۍ سره اړیکه وساتي یا نه. ''
په نورو ښارونو او ان هېوادونو کې کاري فرصتونو هم د کورنۍ د غړو په جلا کېدو کې مرسته کړې ده.
فضا چې اسیايي بریتانوۍ ده وايي: ''د تېرو شلو کالو پرتله اوس دا ماته خورا اسانه دي چې له یو ځای نه بل ته لاړه شم. '' هغه له ۲۰۱۴ کال راهیسې په هغه سیمه کې نه اوسېږي چېرته چې د هغې د کورنۍ نور غړي اوسېږي.
هغه وايي له خپل مور او پلار سره یې له دې امله اړیکې پرې کړې چې پر هغې یې محدودیتونه لګول، هغه یې نه پرېښوده چې د کاري مرکو لپاره لاړه شي، غوښتل یې چې د هغوی په خوښه ملګري ولري او له خپلو زده کړو سمدستي وروسته واده وکړي.
هغه زیاتوي: ''مور او پلار مې هغه څه ته چې ماته مهم وو درناوی نه کاوه، ما غوښتل چې خپلواکه اووسم او د ځان په اړه پرېکړې پخپله وکړم. ''
له کورنۍ نه د جلا کېدو اغېز
له کورنۍ نه جلا کېدو پر ګڼو هغو بالغو اولادونو مثبته اغېز کړی چې ګومان یې کاوه له کورنیو سره یې اړیکې هغوی زیانمول.
د کولمن لخوا ترسره شوې څېړنه کې دغسې ماشومانو ویلي چې له مور او پلار نه د جلا کېدو پرېکړه یې تر ټولو ښه هغه وه.
خو په داسې حال کې چې تر ډېره د دغسې جلاوالي پایله د عصبي روغتیا ښه کېدل او خپلواکي ګڼل شوې، پیلمیر استدال کوي چې داسې پرېکړې کولای شي چې د بې ثباتۍ، سپکاوي او فشار احساس پیدا کړي.
هغه وايي: ''په لوی لاس د خپلو شخصي اړیکو پرې کول له نورو بڼو سره توپېر لري. د دې ترڅنګ چې دغسې کسان د کورنۍ د غړیتوب ګټې لاسه ورکوي د بیلګې په توګه د واده پرمهال مالي ملاتړ هغه احساس هم له لاسه ورکوي چې ګواکۍ د داسې کورنۍ غړې یا غړی دی چې یو بل سره ښه پیژني. ''
د کورونا وبا پرمهال د یوازیتوب او شرم احساس د ګڼو دغسې کسانو ترمنځ ډېر شوی و. خو د انټرنېټ 'زوم ' له لارې کورنیو وکولای شول چې سره په اړیکه کې پاتې شي.
په بریتانیا کې یوې وروستې سروې وښودله چې د کوربندۍ پرمهال دغسې کسانو خپل د کورنۍ غړي یادول.
ځینې نورې څیړنې کریسمس او نورو مذهبي مراسمو ته په اشارې وايي چې له کورنیو نه د جلا شویو کسانو لپاره دغسې وختونه ننګونکي وي.
فضا له دې خبرې سره موافقه ده او وايي: ''زه اوس خپله کورنۍ، د ژوند ملګری او نژدي ملګري لرم خو هېڅ شی د هغو دودونو ځای نه شي نیولی چې تاسو یې له خپلو میندو او پلرونو سره ترسره کوئ. ''
که څه هم فضا اوس خپله مذهبي لاره هم له خپل مور او پلار نه جلا کړې وايي د اختر په شان ورځې پرې په سختۍ تېرېږي. ''ډېره سخته ده، د یوازیتوب احساس کوم، د خپلې مور د لاس خواړه مې یادېږي چې په اختر کې به یې پخول. ''
له مور او پلار سره د اړیکو پرې کول د کورنۍ پر راتلونکې او دودونو هم ژره اغیزه لرلی شي.
سکاټ وايي: ''زما لویه پښیماني دا ده چې زما خپل ماشومان له نیا او نیکه نه پرته لویېږي. کېدای شي مور او پلار مې هم ووایي چې نه پوهېږي څه وکړي، خو زه داسې احساس کوم چې زما ماشومانو یو څه له لاسه ورکړي دي. ''
په دې کې شک نشته چې له خپلو اولادونو سره په قصدي یا غېر قصدي ډول د اړیکو پرې کول پر میندو او پلرونو او د هغوی پر لمسیانو هم اغیزه لري.
کولمن وايي: ''ډېری میندي او پلرونه چې له خپلو بچیانو سره یې اړیکې پرې کړي خوښ نه دي ځکه چې د کورنۍ وارثین یې بایلي وي او له امله یې د ډېر څه د بایللو، شرم او پېښمانۍ احساس کوي. ''
سکاټ وايي د هغه مور په وروستیو کې هڅه وکړه چې تليفون ورته وکړي خو ده ورته په تليفوني پیغام کې ويلي یوازې به په هغه صورت کې ورسره خپلې اړیکې بېرته ټینګې کړي که هغه ومني چې خبرې یې ''ډېرې نژاد پرسته '' وې او له دې امله بښنه وغواړي.
سکاټ وايي تراوسه یې مور داسې نه دي کړي.
سکاټ زیاتوي: ''که مې مور دغه څه چې زه وایم ترسره هم کړي، زه به بیا هم تل خپل ځان محدود ساتم او هغوی ته به د خپل ژوند په اړه ډېر څه نه وایم او له خپلو بچیانو سره د هغوی کور ته ورتګ باندې به هم پام ساتم. خو له بده مرغه داسې څه پېښېدونکي نه دي. ''
د اختلافاتو د له منځه وړلو هڅه
په نړۍ کې د سیاسي او انفرادي لاملونو له امله له کورنیو نه د جلا کېدو موضوع ته په پام سره ډېری کارپوهان ګومان کوي چې له ماشومانو سره د میندو او پلرونو اړیکې بېرته رغېدای او ټېنګېدای شي.
کولمن وايي: ''زما وړاندینه دا ده چې که د اړیکو د ټینګولو هڅه وشي یا به ناوړه شي او یا به په خپل حال پاتې شي. د کورنۍ اړیکې پر خوښیو او شخصي ودې ډېره او پر دندې، مکلفیت او مسوولیت لږه تکیه کوي. ''
پیلمیر بیا استدال کوي چې باید د اړیکو د رغېدو لپاره له هڅو نه لاس وانخستل شي په ځانګړې توګه د هغو ترمنځ چې سیاسي او د ارزښتونو په برخه کې اختلافات سره لري.
هغه وايي: ''که پخوانۍ اړیکې ډېرې نژدې وې نو فکر کوم د دې شونتیا شته چې د کورنۍ غړي اړیکې سره بیا ورغوي. کېدای شي بیا هم ځیني اختلافات پاتي شي خو پر سیاسي اختلافاتو به بیا بحث نه سره کوي. ''
پیلمیر د خپل کتاب لیکلو لپاره له ۱۰۰ داسې کسانو سره چې له خپلو عزیزانو جلا شوي وو خو بېرته ورسره یوځای شوي دي خبرې کړي دي. هغه وايي: ''له بې شکه چې ځیني کسان داسې نه کوي خو یو شمېر داسې هم وي چې بېرته د خپلو اړیکو د رغولو هڅې کوي ان که د هغوی اړیکې خرابې هم وې او د شخصي غرور او ځانته د درناوي په خاطر پرې شوې وې. ''
نوموړی استدال کوي چې له کورنیو د بالغو اولادونو جلا کېدو موضوع لا ډېرو څیړنو او پاملرنې ته اړتیا لري چې دا موضوع لا روښانه او د بحث لپاره وړاندې شي.
پیلمیر زیاتوي: ''موږ اړتیا لرو چې څیړونکې هغو کسانو ته چې د خپلو اړیکو بیا رغول غواړي حل لارې ومومي او هغوی سره مرسته وشي چې د تل پاره یې د جلا کېدو پرېکړه کړې وي. ''
سکاټ دې موضوع ته د لیوالتیا هرکلی کوي او وايي: ''فکر کوم چې دا به له ډېرو خلکو سره مرسته وکړي. اوس هم له کورنۍ نه د جلا کېدو خبرې سره یو لوی شرم تړلی دی. زموږ په ډله کې ډېرې پوښتنې راولاړېږي لکه دا چې نورو خلکو ته موږ څه ویلی شو؟ یا هم هغو کسانو سره چې غواړو راتلونکې کې واده ورسره وکړو له خپلو عزیزانو نه د جلا کېدو موضوع څنګه راپورته کولای شو؟ ''
د سکاټ له څرګندونو داسې برېښي چې تر هغه به له خپل مور او پلار سره یوځای نه شي چې هغوی منلې نه وي چې 'نژاد پاله ' وو. هغه وايي: ''که ستاسو کورنۍ ښه وي نو ډېر ښه ده خو که ستاسو شاخوا ته داسې کسان وي چې هرجنې ژبې ولري بیا نو هېڅ نه ترلاسه کېږي. ''
سکاټ، سام او فضا د ځان د خوندیتابه او کورنۍ د شخصي حریم د ساتنې په موخه یوازې یو نوم کاروي.