د طالبانو حکومت: شپږ میاشتو کې مو له ۱۲۵۰۰ ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي
افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د جنايي پېښو او ۱۷۲ د اختطاف په تور نیولي دي.
دغه وزارت په دې موده کې د ټول هېواد په کچه د نږدې ۸ زره ۷۵۰ جرمي پېښو د ثبتېدو خبر وکړی دی.
د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عدالمتین قانع نن پنجشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې امنیتي ځواکونو یې په دې موده کې ۲۱ سړي تښتوونکي وژلي او ۱۸ کسان یې له تښتوونکو ژغورلي دي.
دا شمېرې ښيي چې تېرې شپږ میاشتې په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۵۰ جرمي پېښې ثبت او نږدې ۷۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
ښاغلي قانع وویل چې په جرمي قضیو کې د دوی د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۳ زره او ۸۷۰ میله سپکې او ۷۱ میله درنې وسلې، ۸۷۵ ماینونه، ۶۹۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵۸ زره مرمۍ او ۳۳۳ نقلیه وسایط ترلاسه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ۱۴۰۲ کال دویمه نیمايي کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په ۱۵۵۴۹ عملیاتو کې ۵۶۶۳ مشکوک کسان نیول شوي او ۱۷۸ ټنه نشه یي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه په دې موده کې د نشه یي توکو د تولید د ۳۷۷ کارخونو د کشف او له منځه تللو خبر هم وکړی دی.

د عکس سرچینه، MOIAFGHANISTAN
د طالبانو حکومت که څه هم د نشهيي توکو په کرکیله بندیز لګولی، خو ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې اوس د میتامفیتامین په څېر د مصنوعي نشهيي توکو تولید ډېر شوی چې بهر ته هم قاچاقېږي.
له دغو توکو کرېسټال (شیشه) او نشه لرونکي ټابلیټ جوړېږي.
په افغانستان کې دننه هم د دغو تکو مصرف ډېر شوی او د بېلابېلو رپوټونو له مخې ګڼ کسان پرې روږدي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې یې ۱۹ زره روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په افغانستان کې بېکاري، اقتصادي ستونزې او د سالم مصروفیت د زمېنې نشتوالی د دې ستر لامل بلل کېږي، چې ډېر ځوانان نشهيي توکو، جرمونو او یا په قانوني او غیرقانوني لارو له هېواده وتلو ته مخه کړي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، همدا اوس هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره ټوکه پاسپورتونه ویشي او دا چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۳۷ زره کسانو ته پاسپورتونه ورکړي دي.
دغه وزارت په دې موده کې د پاسپورت او ویزو، ترافیکو او عامه محافظت تصدۍ له خدماتو ۱۳ میلیارده ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
ښاغلي قانع وویل، وروستیو شپږ میاشتو کې یې ۱۹ زره او ۴۰۰ پولیس له تعلیمي مرکزونو فارغ شوي او ۲۴ محصلان په روسیه کې د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته بېرته هېواد ته ستانه شوي.
نوموړي زیاته کړه ۲۹ زره نور د هېواد په کچه پر زدکړو بوخت دي.






















