پېښور کې د پاکستاني ځواکونو ګډ عملیات؛‌ ۳ وسله وال او ۴ سرتېري وژل شوي

Pak

د عکس سرچینه، ISPR

د خپرېدو وخت

د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ ضد پولیسو سره یې چارشنبه د پېښور په حسن خېل سیمه کې د وسله والو خلاف ګډ پوځي‌ عملیات کړي.‌

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر 'ای‌اېس‌پي‌ار' په یوه اعلامیه کې ویلي، دغلته د وسله والو د یوه مهم قوماندان 'عبدالرحیم' د حضور استخباراتي‌ مالومات ور رسېدلي‌ وو.‌

د ای‌اېس‌پي‌ار په وینا د دغو عملیاتو پر مهال د ډزو په شدیده تبادله کې د عبدالرحیم په ګډون درې وسله وال او د دوی اړخ ته د پوځ او پولیسو څلور غړي وژل شوي ‌دي.‌

په اعلامیه کې ویل شوي چې له دغو وسله والو یو شمېر وسله او مهمات هم ترلاسه شوي.

ای‌اېس‌پي‌ار ادعا کړې چې عبدالرحیم په ګڼو ترهګریز پېښو کې ښکېل، د قانون پلي کوونکو ادارو ته مطلوب او دا چې د نوموړي پر سر ۶ میلیون کلدارې جایزه ټاکل شوې وه.‌

Peshawar

د عکس سرچینه، ISPR

د پاکستان پوځ وایي د وسله والو دغه قوماندان په تېره می میاشت کې د ډګروال حسین جهانګیر او حوالدار شفیق‌الله په وژنه کې هم لاس درلود.‌

د ای‌اېس‌پي‌ار د اعلامیې له مخې د دوی اړخ ته به وژل شویو کسانو کې د خیبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو دوه افسران او دوه د پوځ سرتېري دي.‌

پاکستان کې او په ځانګړې توګه د پښتونخوا په پخوانیو قبایلو سیمو کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې ډېرې شوې.

د دغه هېواد حکومت د وسله والو خلاف د عزم استحکام په نوم عملیات منظور کړي، خو له اېتلافي‌ حکومته بهر ځینې سیاسي ګوندونو او د پښتونخوا د بېلابېلو ښارونو یو شمېر اوسېدونکو د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی.‌

د دغو پلان شویو عملیاتو پر ضد ځای ځای احتجاجونه هم شوي دي.