تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان مشرانو جرګې د هغو کسانو لپاره د 'سختې سزا' وړاندیز کړی، چې 'د پوځ پر ضد منفي پروپاګند' کوي
د پاکستان پارلمان مشرانو جرګې یا سینیټ کې د رایو په اکثریت یوه طرح منظوره شوې، چې پکې هغو کسانو ته د سختې سزا ورکولو وړاندیز شوی، چې د پاکستاني پوځ خلاف پر خواله رسنیو ''منفي پروپاګند کوي.''
لومړی په دې طرح کې غوښتنه شوې وه، چې دا ډول کسان باید د لسو کلونو لپاره د خدماتي ادارو دندې لپاره ناهل وبلل شي، خو وروسته د سینیټ مشر صادق سنجراني دغه توري لېرې کړل او پر ځای یې د ''سختې سزا'' اصطلاح پکې شامله کړه.
دغه طرح پاکستاني سینیټ کې د خیبر پښتونخوا سناتور بهرمند تنګي وړاندې کړ، چې د پاکستان پیپلز ګوند غړی دی. نوموړي د ''پوځ مخالف پروپاګند'' کوونکو لپاره د سختې سزا غوښتنه وکړه.
په طرح کې ویل شوي، چې پوځ او دفاعي ادارو د هېواد پولو ساتنې او ترهګرۍ سره جګړه کې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي. په قرارداد کې دغه راز ''د بېلابېلو خواله رسنیو له لارې د پوځ او امنیتي ادارو پر ضد د پریمانه منفي او د بدنیتۍ پر بنسټ د پروپاګند خپرېدو له کبله ژوره اندېښنه'' څرګنده شوې ده.
پر وېبپاڼه د طرحې خپاره شوي متن کې راغلي: ''سینیټ حکومت ته وړاندیز کړی، چې هغو کسانو ته د لسو کلونو لپاره په خدماتي سکتور کې له دندو منع کولو په ګډون سختې سزاګانې ورکړي، چې د بدنیتۍ له مخې د پوځ او امنیتي ادارو پر ضد منفي پروپاګند کوي.''
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان پارلمان کې دا ډول قرارداد منظور کېږي.
له دې مخکې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر مهال د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې د پاکستان ولسي جرګې یا قامۍ اسمبلۍ یو ورته وړاندیز تائید کړی و، چې د خواله رسنیو له لارې د پوځ پر ضد د نیوکه کوونکو لپاره د دوه کلن زندان سزا غوښتنه پکې شوې وه.