تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پوځ: سیاسي ګوندونه دې "موږ په سیاست کې نه ښکېلوي"
د پاکستاني پوځ ویاند وايي، پوځ له هېوادوالو او سیاسي ګوندونو غواړي چې دوی په سیاست کې ښکېل نه کړي.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې مشر تورن جنرال بابر افتخار یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل: "موږ له دې بحثه بهر وساتئ."
د یادونې ده، چې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد پارلمان کې د نه باور رایې له وړاندې کېدو سره هممهاله په پاکستان کې د هغه او پوځي مشرتابه تر منځ د اختلافونو ګنګوسې وې. خو اوس د پاکستاني پوځ ویاند وايي، پوځ له سیاست سره هېڅ سروکار نه لري.
نوموړی وايي د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د پارلماني کومېټې په غونډه کې ټولو سیاسي مشرانو ته ویلي چې "موږ غواړو ځان له سیاسته لېرې وساتو، زه هیڅکله د چا لیدو ته نه یم ورغلی، نو بیا زما لیدو ته ولې بیا بیا راځي."
تورن جنرال بابر افتخار وايي د پاکستاني پوځ پر ضد یو کمپاین روان دی او د نوې تکنالوژۍ په مرسته د متقاعدو افسرانو په نامه جعلي انټرنېټي پیغامونه خپرېږي چې په وینا یې "بې بنسټه تورونه د زغملو نه دي."
د یادونې ده، چې له دې مخکې د پاکستان څېړنیزې ادارې ایف ای اې داسې ګڼ شمېر خواله رسنیو حسابونو معلومولو او یو شمېر کسانو نیولو خبره کړې وه، چې په وینا یې د یوه پلان له مخې د پوځ پر ضد تبلیغات کوي.
د پوځ ویاند نن پنجشنبه یوې خبري غونډې ته په وینا کې دا "غیر قانوني، غیر اخلاقي او د هېواد ګټو پر ضد چاره وبلله."
تورن جنرال بابر وايي، دوې ورځې مخکې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځي مشرتابه غونډه کې هوکړه شوې، چې د قانون په چوکاټ کې د ټولو ادارو فعالیتونه د ټولو په ګټه ده.
نوموړي دغه راز د پخواني لومړي وزیر عمران خان له لوري په ملي امنیت شورا کې د یوه لیک له وړاندې کولو وروسته چې د ادعا له مخې د حکومت نسکورولو لپاره د یوې بهرنۍ دسیسې یادونه پکې شوې وویل، د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې د (بهرنۍ توطئې) یادونه نه ده شوې.
پوځي ویاند دغه راز په پاکستان کې د پوځي اډو په هکله د امریکا غوښتنې په تړاو د مخکیني لومړي وزیر (قطعاً نه) ویلو یادونه هم وکړه او په خبره یې امریکا له دوی د اډو غوښتنه نه ده کړې، خو که یې داسې غوښتنه کړې واي، د پاکستان پوځ ځواب به د عمران خان ځواب ته ورته وای.
د پاکستاني پوځ ویاند وايي، د پوځ مشر د خپلې دندې موده غځول نه غواړي او نه یې داسې کومه غوښتنه کړې ده. تورن جنرال بابر افتخار زیاتوي د پاکستان پوځي مشر به د روان کال نومبر میاشتې په پای کې له دندې متقاعد شي او د مودې غځول به یې و نه مني.