تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له منځني ختیځ تر افغانستانه د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې بریا که ناکامي؟
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د ۱۳۷۱ کال د غویي/ثور میاشتې په اتمه نېټه افغانستان کې جهادي ډلې واک ته ورسېدې، واک ته د افغان مجاهدینو رسېدل "لویه بریا" او د ډېرو اسلام پالو ډلو لپاره د الهام سرچینه وه.
له عرب پسرلي وروسته د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د ټاکنو له لارې د اسلام پالو ګوندونو او ډلو واک ته رسېدلو هم د نړۍ پام ځانته ور واړاوه.
د سیاسي، امنیتي، اقتصاد او ټولنیزو توپیرونو پام کې نیولو سره که څه هم په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې مختلفې دي، خو د کتونکو له نظره ځینې مشترک عوامل هم لري.
افغانستان کې د اسلام پالو ډلو واک
۱۹۹۰ لسیزه افغانستان کې د مجاهدینو له "بریا" وروسته د سیاسي واک تجربه آن پخپله د دوی له نظره هم یوه ناکامه تجربه وه، ځکه دا ډلې د واک پر سر خپلمنځي خونړۍ جکړه کې ښکېلې شوې.
د پوهنتون استاد ډاکتر فضل الهادي وزین وايي د مجاهدینو خپلمنځي جګړې 'یوه ستره ناکامي' وه. دغه راز دوی د سیاسي واک چلولو لپاره چمتووالی نه درلود او دا یوه 'نیمګړتیا' وه. خو ښاغلی وزین زیاتوي د دې ناکامۍ او نیمګړتیا ترڅنګ مجاهدین لاسته راوړنې هم لري:
"د کمونیستي رژیم په مقابل کې چې غوښتل یې افغانستان کې مارکسیستي دکتاتوري حکومت قایم کړي، د جهاد او ملت رهبري کول، بیا د شوروي اتحاد د یرغل په مقابل کې همدا اسلام پالي وو چې د ملت او جهاد رهبري یې وکړه دا یو بریالیتوب دی."
ښاغلی وزین د جمهوریت په شل کلنه دوره کې هم په سیاسي بهیر کې د اسلام پالو ګډون یوه لاسته راوړنه بولي ځکه دوی وکولی شي "ښه سیاسي" تجربه تر لاسه کړي.
د نوموړي له نظره په دې شل کلنه دوره کې د ځینو اسلام پالو ډلو له خوا د بهرنۍ "حملې او اشغال" ملاتړ بیا یوه ناکامه "تجربه" وه.
د جهادي ډلو ترمنځ د واک پر سر د شخړو پایله کې د طالبانو ډله رامنځته شوه او د واک واګي یې لاس کې واخیستل. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهسې طالبان بیا واک ته رسېدلي، خو په نوي نړیوال سیاسي چاپیریال کې.
ښاغلی وزین د یوې اسلام پاله ډلې په توګه د طالبانو د سیاسي تجربې په اړه وايي "فزیکي امنیت" د طالبانو یوه "لاسته راوړنه" ده خو په "سمه معنی" د دولت نه تشکېلېدل، د اساسي قانون نشتوالی، د نجونو پر زدکړه بندیزونه او د ښځو پر کار "غیر ضروري" محدودیتونه د طالبانو نیمګړتیاوې دي.
د اسلامي نهضتونو/غورځنګونو د مصري کارپوه ماهر فرغلي له نظره افغانستان کې د اسلام پالو ډلو فعالیت او سیاسي تجربه یو "ځانګړی حالت" دی چې له عربي هېوادونو د "تللو مجاهدینو، القاعده او طالبانو رامنځته کېدو او له حنفي فقهې ځانګړي سخت دریځي برداشت" سره تړاو لري.
ښاغلی فرغلي وايي دا برداشت دومره سخت دریځی دی چې "آن انځور اخېستل ، موسیقي او د نجونو زدکړو ته اجازه نه ورکوي".
نوموړی زیاتوي چې د طالبانو لومړۍ دوره کې "له القاعده سره د یولاس کېدو" له امله د دوی حکومت ړنګ کړل شو او اوس چې دوی بیا واک ته رسیدلي "هماغه برداشت لري او غواړي په ۲۱ پېړۍ کې د دویمې او دریمې هجرې پېړۍ په بڼه سیاسي واک وچلوي او دا ښايي دا ځل هم د دوی واک له منځه تللو لامل شي".
عرب پسرلی او د اسلام پالو ډلو واکمني
د ۲۰۱۱ کال لومړیو د عرپ پسرلۍ په نوم د پاڅونو لړۍ له تونس پیل شوه. دې لړۍ که له یوې خوا د ځینو واکمنانو د څو لسیزي مطلقه واکمني پای ته ورسوله له بلې خوا یې واک ته د اسلام پالو ډلو رسېدو ته لاره هواره کړه.
په مصر کې اخوان المسلمین، په تونس کې د نهضت او په مراکش کې د عدالت او پرمختګ ګوندونه د ټاکنو له لارې واک ته ورسېدل.
د اسلامي پالو ډلو او ګوندونو دا "بریا" ډېره د پام وړ وه په تېره د اخوان المسلمین ډلې واک ته رسېدل چې له ۸۵ کاله مبارزې وروسته د ټاکنو له لارې واک ته ورسېده او د اخوان المسلمین یو غړی محمد مرسي د مصر ولسمشر شو.
خو د اخوان المسلمین د واک لا یو کال نه وو تېر چې پرضد یې پراخ لاریونونه پیل شول، پوځ د لاریونونو ملاتړ او پر ولسمشر محمد مرسي یې کودتا وکړه.
اقتصادي ستونزې او د واک انحصار د اخوان المسلمین پرضد د لاریونو د مهمو لاملونو په توګه یادیږي. د تونس نهضت تحریک پرضد هم د اقتصادي ستونزو له امله لاریونونه وشول او له نورو ګوندونو سره سیاسي او د ایدیالوژۍ پر بنسټ مخالفت اوج ته ورسېد. بالاخره ۲۰۲۱ کال کې ولسمشر قیس سعید پارلمان ړنګ او د نهضت تحریک مشر زنداني شو. په مراکش کې د عدالت او پرمختګ ګوند لس کاله وروسته پارلماني ټاکنو کې د تمې خلاف لویه ماته وخوړله. له اسرائیلو سره د اړیکو پیل، بې کاري او اقتصادي ستونزې د دغه ګوند د ماتې لوی لاملونه ګڼل کیږي.
ځینې چې په مصر، مراکش او تونس کې د اسلام پالو سیاسي ډلو تجربه ناکامه بولي له اقتصادي ستونزو او سیاسي مخالفتونو ور هاخوا د دوی د ناکامۍ ځینې نورو علتونو ته ګوته نیسي.
د اسلامي نهضتونو د چارو مصری کارپوه ماهر فرغلي وايي په یادو هېوادونو کې د اسلام پالو ګوندونو د چلن او فعالیت بڼه د یوې ډلې په توګه وه او اصلي واک د ډلې د مشر په لاس کې وو چې اکثرا له دولتي چوکاټه دباندې وو:
"دوی کله ځان ډله او کله سیاسي ګوندونه بولي. په عین وخت کې د ګوند او ډلې په توګه فعالیت کول په سیاسي واک کې د اسلام پالو ستونزې څو برابره کړې . دوی په دې کې پاتې راغلل چې د خپلې ډلې له اغیزه خلاص او د سیاسي ګوند په توګه کار وکړي، پرمختیايي پلانونه ولري او په واقعي معنی سیاسي فعالیت وکړي".
ښاغلی فرغلي وايي اخوان المسلمین د دولت په ټولو ادارو کې خپل کسان ځای پر ځای کول، کټ مټ هغسې چې اوس یې افغانستان کې د طالبانو حکومت کوي او آن ملایان یې د روغتونونو مشرانو په توګه ګومارلي.
نوموړی وايي د دولت "اخواني کول" د دوی لویه ستونزه وه په دې معنی چې "دوی د دولت په ټولو وړو او لویو ادارو کې خپل ځوان غړي چې تجربه یې نه لرله ځای پر ځای کړل. په مراکش کې د اسلام پالو ډلو لویه نیمګړتیا د یوه واقعي اقتصادي پلان نشتوالی و، له همدې امله ورستیو ټاکنو کې خلکو رایې ورنکړې".
نوموړي پر واک او شتمنۍ شخړې او د پلان او طرحې نه لرل د اسلام پالو سیاسي بله نیمګړتیا بولي.
د لویديځ دښمني او د اسلام پالو واکمني
د پوهنتون استاد ډاکتر فضل الهادي وزین وايي دا "سخته ده چې وویل شي اسلام پالي په سیاسي واک کې بریالي نه وو ، ځکه دا په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېلې تجربې او حالتونه دي".
ښاغلی وزین وايي د بېلګې په توګه په مصر کې د اخوان المسلمین "بریاوې له ناکامیو ډېرې وې" خو دا چې "کودتا" پرې وشوه هغه د دوی ناکامي نه وه.
نوموړی زیاتوي له اسلام پالو سره د لویدیځ مخالفت د دوی د بریا پر وړاندې یو لوی خنډ دی، ځکه لوېدیځ "نه غواړي اسلام پالي واک ته ورسیږي".
د پوهنتون بل استاد عثمان تره کی وايي لویدیځه نړۍ واک ته د اسلام پالو سیاسي ډلو د رسېدو له امله ځینې اندېښنې لري او دا اندېښنې دی وايي تر ډېره "بې ځایه" هم نه دي. د ښاغلي ترکي له نظره لویدیځه نړۍ وېره لري چې که اسلام پالي واک ته ورسېږي د بشري حقونو، ولسواکۍ او د ښځو حقونو په څېر ارزښتونه له خطر سره مخامخېدای شي.
"د طالبانو بیا واکمنېدل او د نجونو پر زدکړه بندیز له اسلامه لا زیاتې وېرې ته لمن وهلې ده. لویدیځوالو همیشه منځني ختیځ کې واک ته د اسلام پالو د رسېدو مخه نیولې ده دا که آن د ټاکنو له لارې وي. له دوه کالو زیاته موده کیږي چې طالبانو خپل دریځ نه دی بدل کړی نو دې په کتو حکم کولی شو چې د لویدیځ والو اندېښنې تر زیاتې اندازې پر واقعیتونو ولاړې دي".
ښاغلی تره کی وايي د لویدیځ بله اندېښنه دا ده چې ښايي "د طالبانو نظام د نورو اسلامي ډلو لپاره چې د حکومتونو پر وړاندې جګړه کوي یو مثال وګرځي".
ښاغلی تره کی د ځینو اسلام پالو ډلو "تنګ نظرۍ" ته د یوې ستونزې په توګه اشاره کوي او زیاتوي:
"ستونزه له هغه ځایه سر راپورته کوي چې متعصب ملایان خپل شخصي برداشت له اسلام سره وتړي د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه وتوانېدل چې د اسلام او مودرنېته/ ماډرنیزم ترمنځ واټن کم کړي یا یې بیخي له منځه یوسي، نو اسلام له عصري حکومتولۍ سره ټکر نه لري خو موږ باید له اسلامه پراخ او واقع بینانه تعبیر ولرو".
په ټوله کې د ایډیالوژۍ له نظره هغه ډلې چې اسلامي ارزښتونه پالي په دوه ګتګوریو ویشل کیږي، یوه یې د اوسني عصر له غوښتنو سره سم د سیاسي واک لپاره سیالي کوي. ټاکنې، ولسواکي، وضعي قوانین، اساسي قانون او نور مني. په مصر، تونس، مراکش پاکستان، ترکیه او نورو ګڼو اسلامي هېوادونو کې یې بېلګې شته. افغانستان کې جهادي ډلې هم د دغو ارزښتونو په منلو نږدې دوه لسیزې د سیاسي جوړښت یوه برخه وې.
خو په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د تحریکونو په څېر ډلې ټاکنې، ولسواکي او د ډیموکراسۍ نور اړونده ارزښتونه د اسلامي شریعت خلاف او د لویدیځ ارزښتونه بولي، هغه څه چې د ځینو له نظره له اوسنۍ پرمختللې نړۍ سره د دوی د ټکر یو مهم لامل دی.