د پاملرنې نړیواله موسسه افغانستان کې خپل کار بېرته پیلوي

پاملرنه

د عکس سرچینه، CARE (care.org)

د خپرېدو وخت

د پاملرنې نړیواله موسسه یا Care international وايي، د طالبانو حکومت څخه یې د خپلو ښځینه کارمنانو د کار په تړاو د ډاډ له تر لاسه کولو وروسته په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې برخو کې خپل فعالیت بیا پیلوي.

وړمه ورځ د ماشومانو د خوندیتابه نړیوالې موسسې یا Save the Children هم په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او پوهنې اړوند ځینو پروګرامونو د بیا پیلولو اعلان کړی و.

د پاملرنې موسسې تېره ورځ پخپله خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا له وزارت څخه یې کارځایونو ته د خپلو ښځینه کارکوونکو د خوندي او له محدودیت پرته تګ په تړاو د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته یې پتېیلې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې برخو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

د تېرې سپټمبر میاشتې په ۲۴مه وروسته له هغه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، پاملرنې موسسې له ګڼو نورو خیریه بنسټونو سره یو ځای په افغانستان کې خپل فعالیت ځنډولی و.

دا په تېرو پرلپسې دوو ورځو کې دویم نړیوال خیریه بنسټ دی چې د طالبانو د حکومت له خوا د خپلو ښځینه کارمنانو د کار د دوام او خپلو ځینو ځنډولیو پروګرامونو د بیا پیل خبره کوي.

وړمه ورځ د ماشومانو د خوندیتابه نړیوالې موسسې یا Save the Children هم په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او پوهنې اړوند ځینو پروګرامونو د بیا پیلولو اعلان کړی و.

پاملرنې موسسې پخپله خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې روان انساني کړکېچ ته په کتو، موږ د دغه فرصت هر کلی کوو، ځکه چې زموږ ښځینه کارمنانې زموږ د بنسټ اړین جز دی او د هغوی له شتون پرته یې چارې پر مخ نه شي وړلای.

پاملرنه

د عکس سرچینه، AFP

پاملرنې موسسې هیله مندې ښودلې چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګېدلی بندیز لغوه شي او زیاته کړې یې ده هممهال به د پرمختګ لپاره د داسې لارو چارو په لټه کې وي چې ښځینه او نارینه کارمنان یې وکولی شي په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول مېرمنو او نجونو ته ژوند ژغورونکي خدمتونه وړاندې کړي.

د تېر کال د دسمبر پر ۲۴ د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت د یوه امر په جاري کولو سره ټول هیواد کې پر ښځو انجیو ګانو او نا دولتي ادارو کې پر کار کولو بندیز ولګو.

په همدې لړ کې یوه روسي خبري بنست انټرفاکس خبر ور کړی چې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام له لارې د غنمو یوه ۱۶ زره ټنیزه چوپه د اوکراین له لارې د افغانستان پر لور خوځېدلې ده.

ویل کېږي چې دغه جوپه غنم افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې دغه هېواد ته استول شوې ده.